التولّي والموالاة (الولاء والبراء):
د وهابي نجدي حرکت ځینې مخکښ علماء د مسلمانانو په خلاف د کافرانو سره د مسلمانانو مرستې ته تولّي وايي، دا د موالاتو یو خاص ډول ګرځوي، او دا مطلقاً مکفِّره ګڼي، که څه هم لامل يې هر څه وي، خو بیا یې هم جمهور مفسرین تولّي په موالاتو سره تفسیروي، لکه د وهابي مکتب یو لیکوال عالم، دکتور عبدالعزیز بن محمد بن علي ابن عبد اللطیف د خپل کتاب “نواقض الایمان العملیة” د لومړي جلد، په ۱۱۴ صفحه کې ليكي:
وهذا ما يسميه بعض العلماء بـ”التولي” ويجعلونه أخص من عموم الموالاة، كما هو عند بعض أئمة الدعوة السلفية في نجد، مع أن جمهوراً من المفسرين يفسرون التولي بالموالاة، فعلى سبيل المثال نذكر ما يلي: –
يقول ابن عطية عند تفسيره لقوله تعالى: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاُولٰٓئِكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ﴾ [التوبة، آية 23]: أي والاهم واتبعهم في أغراضهم.
ويقول ابن كثير عند تفسيره لقوله عز وجل: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللّٰهُ عَلَيْهِمْ قَدْ يَئِسُوْا مِنَ الْاٰخِرَةِ كَمَا يَئِسَ الْكُفَّارُ مِنْ اَصْحٰبِ الْقُبُورِ ١٣..﴾ [الممتحنة، آية 13]: ينهى تبارك وتعالى عن موالاة الكافرين في آخر هذه السورة، كما نهى عنها في أولها، فقال تعالى: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَوَلَّوْا..﴾ فكيف توالونهم وتتخذونهم أصدقاء وأخلاء.
ويقول البيضاوي عند تفسيره لقوله سبحانه: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ [المائدة، آية 51] ” أي من والاهم منكم، فإنه في جملتهم، وهذا للتشديد في وجوب مجانبتهم.
صاحب د کتاب وايي، چې د دې خبرې تائيد د لغت څخه هم کېږي چې تولّي په مانا دَ موَالات سره ده، لکه هغه وايي:
وما يؤكد أن التولي يكون بمعنى الموالاة، ما جاء في لغة العرب، فإن التولي والموالاة من مادة واحدة وهي: ولي بمعنى قرب، والولي: الناصر ضد العدو. (صـ 382)
ولذا فإن شيخ المفسرين ابن جرير (رحمه الله) تعالى – في عدة مواضع من تفسيره – يفسر معنى اتخاذ الكفار أولياء بمعنى جعلهم أنصاراً، وهو بمعنى توليهم.
په حاشیه کې يې د لغاتو د لاندې کتابونو حوالې ورکړي دي:
انظر: معجم مقاييس اللغة لابن فارس 6/141، وترتيب القاموس المحيط 4/658، والمصباح المنير ص 841، ومفردات الراغب ص 837، ومختار الصحاح للرازي ص 736، ونزهة الأعين النواظر لابن الجوزي.
وړاندې په کتاب کې لیکي:
وإذا كان التولي بمعنى الموالاة، فكما أن موالاة الكفار ذات شعب متفاوتة، منها ما يخرج من الملة كالموالاة المطلقة لهم، ومنها ما دون ذلك فإن تولي الكفار مثل موالاتهم، فهناك التولي المطلق التام الذي يناقض الإيمان بالكلية، وهناك مراتب دون ذلك.
ژباړه: کله چې تولّي په معنا د موالات شوه، نو لکه څرنګه چې د کفارو سره د موالاتو مختلف ښاخونه او ډولونه دي او د هر یوه ځان ته بېل حکم دی، ځینې پکې داسې دي چې سړی د اسلامي ملت څخه وباسي، لکه موالات مطلقه تامه؛ يعنې په هر څه کې ور سره موالات چې د عقیدې موالات هم پکښې شامل دي، لکه د ابن عاشور په حوالې سره مخکې د موالات کامله تعریف ذکر شو چې: الّتي هِيَ الرّضى بِدِينِهِمْ وَالطَّعْنُ فِي دِينِ الْإِسْلَامِ) ځینې پکښې د دې نه کم وي، (یعني په ځینو څیزونو کې وي او په ځینو کې نه وي، مثلاً په عقیده کې نه وي، مګر د نورو دنیاوي اغراضو په خاطر وي).
همداسې تولّي د کفارو سره هم د موالاتو په څېر ده، یوه هغه کامله مطلقه تولّي ده (يعنې په هر څه کې چې تولّي د عقیدې ته ھم شامله وي) نو هغه ناقضه د ایمان ده بالکلیة، او څه مراتب د دې نه کم دي.
او بیا وايي:
ولذا يقول الشيخ عبد الرحمن السعدي عند تفسيره لقوله تعالى: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ فَاُولٰٓئِكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ٩﴾ [الممتحنة، آية 9]: – ” وذلك الظلم يكون بحسب التولي، فإن كان تولياً تاماً، كان ذلك كفراً مخرجاً عن دائرة الإسلام، وتحت ذلك من المراتب، ما هو غليظ وما هو دونه.
ويقول عند تفسيره لقوله تعالى: – ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ [المائدة:51]: “إن التولي التام يوجب الانتقال إلى دينهم، والتولي القليل يدعو إلى الكثير، ثم يتدرج شيئاً فشيئاً حتى يكون العبد منهم.
ژباړه: د دې وجې نه شیخ عبدالرحمن السعدي په خپل تفسیر کې د الله تعالی د دې قول مبارک ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ فَاُولٰٓئِكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ٩﴾ په تفسیر کې فرمايي:
دغه ظلم به دَ تولي په اندازه وي، که تولي پوره او تامه وه، نو دغه کفر دی، او د اسلام څخه خارجوونکی دی، د دې تولّي لاندې مراتب دي: څه پکې غلیظې او سختې دي، او څه د دې نه کمې دي، دَ الله سبحانه وتعالی د دې قول: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ [المائدة:51] په تفسیر کې فرمايي: چې یقیناً پوره او کامله تولّي سړی د خپل دین څخه اړوي، کمه او قلیله تولّي سړی ډیرې ته دعوت ورکوي، او ورو ورو ډېریږي، چې بالاخره سړی د هغوی نه شي.
یادونه: شیخ عبدالرحمن السعدي (رحمه الله) د وهابي مکتب فکر د مخکښو او ثقه مشائخو او علماء کرامو څخه دی، په وهابي مکتب فکر کې تقریباً لکه د ابن باز او ابن عثمیین رحمهما الله په څېر مقام او حیثیت لري.
مقصد: دا اصطلاحات دي، که یو څوک ورته تولّي وايي، او که څوک ورته موالات وايي، خو اصل مقصد زمونږ د دغه عبارتونو څخه راوړل دا دي، چې تولّي او موالات د کفارو سره مطلقاً کفر نه دی، که چیرې کامله تولي او موالات وي، چې هغه د کافرانو د دین سره محبت کول، یا د هغوی سره د دې لپاره مرسته کوي چې په مسلمانانو غالب شي، نو دا کفر دی؛ خو که د عقیدوي فساد او عقیدوي خبث په وجه نه وي، بلکې د دنيوي اغراضو په خاطر وي، نو دا ګناه ده؛ کفر نه دی.
لکه څرنګه چې حاطب بن ابي بلتعة رضي الله عنه کړی و او لکه څرنګه چې د ټولو سلفو، متقدّمینو او متأخّرینو په دې باندې اجماع ده، چې د حاطب رضي الله عنه دغه عمل مخرج عن الملة ځکه نه دی، چې مبني نه و؛ په عقیدوي خبث او انحراف باندې او په خپله يې هم نبي علیه السلام ته دا شان وويل، لکه څرنګه چې بخاري شریف کې دي:
وَمَا فَعَلْتُ كُفْرًا وَلَا ارْتِدَادًا وَلَا رِضًا بِالْكُفْرِ بَعْدَ الْإِسْلَامِ.
او په بخاري شريف کې په بل روایت کې داسې راغلي دي:
وَاللهِ! مَا بِي أَنْ لَا أَكُونَ مُؤْمِنًا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، أَرَدْتُ أَنْ يَكُونَ لِي عِنْدَ الْقَوْمِ يَدٌ، يَدْفَعُ اللهُ بِهَا عَنْ أَهْلِي وَمَالِي.
خلاصه دا ده چې ما له کافرانو سره دا جاسوسي او مرسته د کفر او ارتداد په وجه نده کړې، فقط د دې لپاره مې وکړه چې په هغوي مې احسان کاوه چې د کورنۍ خیال مې وساتي.
د همدې په وجه د امت اجماع دا ده؛ کوم مسلمان چې عقیدوي انحراف پکې نه وي راغلی، د مسلمان خلاف په جاسوسۍ نه مرتد کېږي، مخکې مونږ د امام محمد رحمه الله، امام شافعي رحمه الله او د نورو سلفو، متقدّمینو او متأخّرینو عبارتونه او مواقف ذکر کړل، چې عقیدوي انحراف نه وي، د کفارو سره یو مسلمان د مسلمانانو په خلاف په تعاون او مرسته نه مرتد کېږي.