علم دوستي، خاکساري او د علماؤ درناوی:
نظام الملک له علم سره ډېره مینه درلوده او د حديثونو له علم سره يې ځانگړې مينه وه، هغه به ويل: زه پوهېږم چې زه د حديثونو د روايتونو وړ نه یم، خو زه غواړم چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د حديثونو د ليکونکو په ډله کې شمار شم هغه به له قيشري بن مسلم بن مهر بن داور ابو حامد الزهري څخه حدیثونه اورېدل.
نظام الملک د زړه له تله غوښتل چې هغه مدرسې چې ده جوړې کړې وې بايد هغه هیلې پوره کړي چې اسلامي امت ورسره اړیکه لري، کله چې ابو حسن محمد بن علي واسطي فقيه شافعي ده ته څو شعرونه ور واستول، چې له ده په کې غوښتل شوي و چې د هغو فتنو په ختمولو کې ور سره مرسته وشي چې د صلیبیانو او اشاعره تر مینځ واقع شوې وې، نو نظام الملک سمدلاسه اقدام وکړ او دغو ولاړيو شويو فتنو ته یې د پای ټکی کښېښود، هغه شعر په لاندې ډول دی:
یا نظام الملک قد حل بغداد النظام
وابنك القاطن فيها مستهان مستضام
وبها اودى قتلی غلام و غلام
والذي منهم تبقى سالما وفيه سهام
یا قوام الذين لم يبق ببغداد مقام
عظم الخطب و للحرب اتصال و دوام
فمتى لم تحسم والداء ايادي الحسام
ويكف القوم في بغداد قتل و انتقام
فعلى مدرسة فيها ومن فيها السلام
واعتصام بحريم لك من بعد حرام
ای نظام الملکه! د بغداد نظام کمزوری او سست شوی دی.
ستاسې زوی چې په دې ښار کې اوسېږي بې عزته او ذلیل کېږي.
د هغه لوڼې دلته ژوندۍ ښخېږي او وژل کېږي.
او کومې چې ژغورل کېږي د هغوی بدنونه په غشو پورې نښتي دی.
ای د دین ساتونکیه! په بغداد کې هیڅ ځای پاتې نه شو.
حالات دیر خراب شوي دي د جگړې بازار تود دی.
د تیزې حرکت لرونکې تورې په څیر که ستا لاسونه دا ناروغۍ ختمې نه کړې.
نو په بغداد کې به قتلونه او غچ اخیستنه حالت نور هم خراب کړي.
نو بیا د مدرسو او په هغوی کې د لوستونكو دې خدای مل شي.
د عزت او وقار د څيز نيول به له دې وروسته په تا حرام شي، يعنې د دیندارۍ به کوم قدر پاتې نه شي.
د نظام الملک مجلسونه به په عالمانو او فقهاوو آباد و، نظام الملک به ټوله ورځ له دوی سره تېروله، یو ځل ده ته وویل شول چې دا خلک تا له اړینو او ګټورو کارونو څخه غافلوي، نو ده ورته وویل: دا خلک د دنیا او آخرت ښایست دی که دا خلک زه په سر کښېنوم، نو هم کمه ده.
ابوالقاسم قيشري او ابو المعالي جويني چې به کله د دوی خوا ته تشریف راوړ نو نظام الملک به ورته د تعظیم به نیت پاڅېد او له ځان سره به یې په خپل ځای کېنول او که چیرې به ابو علي تشریف راوړ نو ده به د خپلې ناستې ځای پرېښود او و به درید، هغه به یې خپل ځای کې کښېناوه او دی به هغه ته مخامخ کښیناست؛ کله چې ور څخه د دې په اړه وپوښتل شول نو ده وویل: «ابوالقاسم قيشري او ابو المعالي جويني چې کله راشي نو زما ستاینه کوي، زما عزت کوي او زما په اړه داسې خبرې کوي، چې دا ځانگرتیاوې په ما کې نه وي، زه چې کله د دوی خبرې واورم نو له بشري غوښتنو سره سمه وده کوم، ليكن كله چې ابو علي فارندي راشي نو ماته زما عیبونه را په گوته کوي او زه د خپلو تېروتنو د جبرانولو هڅه کوم.
ابن اثير ليکي: د نظام الملک په اړه مشهوره ده چې هغه عالم دیندار، سخي، عادل، صابر، له گناهونو څخه تېښته کوونکی او خاموش انسان و د ده محفلونه به له قاریانو فقها وو او اهل خیر څخه ډک وه.
هغه د قرآن حافظ و په یوولس کلنۍ کې یې قرآن حفظ کړی و او د شافعي مذهب په تحصیل بوخت و، تل به په اودس کې و اودس چې به یې وکړ نو تحية الوضو دوه رکعته نفل به یې کاوه، د اذان اواز چې به یې واورېد په کوم کار چې به بوخت و هغه کار به یې پرېښود؛ که اذان به شوی و نو لمونځ به یې کاوه او د لمانځه له کولو وړاندې به یې هیڅ کار نه کاوه، که به له مؤذن څخه اذان هیر و او د اذان وخت به و نو د اذان د کولو به یې ورته ويل، دا د وخت ساتلو او لزوم الصلوات هغه لوړه مرتبه ده چې يوازې د هغو خلکو په برخه کېږي چې له نړۍ بېزاره وي او ځان يې د خدای عبادت ته وقف کړی وي.
خدای جل جلاله د کمال درجې ته رسولی و، یوه ورځ یې بیان کاوه چې شیطان مې په خوب کې وليد ورته مې وویل: خدای دې تباه که، خدای تعالی ته پیدا کړې او مخامخ یې درته د سجدې امر وکړ او تا نافرماني وکړه گوره ماته الله تعالى مخامخ د سجدې امر نه دی کړی خو زه هر وخت د خدای په دربار کې سجده کوم او بيايي دا شعر ولوست.
من لم يكن للوصال فكل احسانه ذنوب
څوک چې د خپل محبوب دیدن ته قایل نه وي،
د هغه ټولې نېکۍ په گناه کې شمېرل کېږي.»
د هغه زړه کې دا هیله وه چې خپل مسجد یې وای او خپل عبادت يې کولای، هغه به ډېر ويل چې زه د دې خبرې هیله لرم چې یو وړوکی کلی مې وای! او په هغه کې یو مسجد وای چې زه په کې د نړۍ له مینې بېزار وای او د خپل رب په عبادت بوخت وای.
د خاکسارۍ او عاجزۍ یوه ټوټه وه، یوه شپه د ډوډۍ د خوړلو لپاره د دسترخوان یوې څنډې ته دده ورور ابو القاسم بلي څنډې ته د خراسان والي او د هغه ترڅنگ یو فقیر ناست و، چې یو لاس يې پرې شوی و، نظام الملک ولید چې د خراسان والي له فقير څخه ځان رانغاړي، نو ده فقير ته وويل راشه زما سره کښېنه خپلې خوا ته یې کښېناوه او یو ځای یې ډوډۍ وخوړه.
د هغه دا عادت و چې خپله ډوډۍ به یې مسکینانو ته ورکوله، فقیران به یې ترڅنگ کښېنول او یو ځای به یې ډوډۍ ور سره خوړل، د هغه یو شعر دی وايي
بعد ثمانين ليس قوة قد ذهبت شهوة الصبوة
كانني والعصا بكفى موسى ولكن بلا نبوة
له دې کال څخه وروسته مې قوت او ځواک پاتې نه شو، په دې عمر کې مې د ځوانۍ جوش او جذبه سړه شوه، لکه زه چې موسی علیه السلام يم او په لاس کې مې امسا وي، خو پرته د پيغمبرۍ موسی یم.
دا شعرونه هم دده یادېږي
تقوس بعد طول العمر ظهرى و داستني الليالي ای دوس قامي والعصا تمشى امامي كان قوامها وتر بقوس
د عمر د اوږوالي له امله مې ملا کږه شوه، شپو بد حاله کړی یم، حالات مي داسي دي چې امسا له ما څخه مخکې روانه وي، ته به وايي لکه دا چې د کمان تار وي.
د شعر له ویلو سره – سره چې به یې کله د نورو شاعرانو شعرونه اورېدل، نو له هغو څخه به اغیزمن کېده یو
وخت ناروغ شو نو علي قومساني یې پوښتنې ته راغی، دا شعر یې ورته ولوست:
اذا مرضنا نوينا كل صالحة فان شفينا فمنا الزيغ والزلل
نرجو الاله اذا و نخطه اذا امنا فما يز كولنا عمل
موږ چې کله ناروغان شو نو د هرې نېکی نیت کوو او کله چې روغ واوسو نو له حق څخه مخ اړوو او په گناهونو اخته کېږو، کله چې ووېرېږو خپلې هیلي په حقیقي معبود پورې تړو او کله چې په امن کې شو نو د معبود په خپه کولو لاس پورې کوو.
دا شعرونه چې یې واورېدل نو ډېر یې وژړل او ویې ویل: زما وضع همداسې ده لکه شاعر چې وویل
وفات
د (۴۸۵هـ) کال د روژې مبارکې لسمه او د پنجشنبې ورځ وه د روژه ماتي وخت چې راورسېد نو نظام الملک د ماښام لمونځ وکړ او د سترخوان ته کښیناست، د فقهاو، د قرآن کریم د حافظانو، صوفیانو او د اړمنو خلکو یوه لویه ډله وه، د اسلامي تاريخ تذکره یې پیل کړه؛ د خلیفه عمر رضي الله عنه په زمانه کې چې کله مسلمانان نهاوند (په عراق کې د یو ښار او غر نوم دی) ته ورسېدل نو هغه کومه سیمه وه چې هغوی هلته تم شول؟ د مسلمانانو او فارسیانو تر مینځ کومې نښتې وشوې؟ کوم – کوم لوی شخصیتونه وو چې د شهادت جامونه یې وڅښل، د شهیدانو له یادولو وروسته یې وویل هغه خلک نېکبخته و چې په دي شهيدانو کې و.
ډوډۍ يې وخوړه له خپل ځای راووت او د زنانه وو د کوټې لوري ته روان شو (حدث ديلمي) له هغه سره څنگ په څنگ روان داسې ښکارېده لکه د خپلې کومې تېروتنې بښنه چې ورڅخه غواړي او يا ورڅخه د مرستې او کومک هیله کوي، خو د ده نيت ښه نه و ناڅاپه يې په نظام الملک برید وکړ، شهید یې کړ؛ بیا یې حرم (زنانه اي کوټې) ته يوړ.
کله چې یې وروستی سلگۍ وي نو هغه وروستي لفظونه چې دده له خولې راووتل دا وه : زما قاتل ونه وژنۍ ما هغه وبخښه کلیمه دې ووايي او محبوب خالق ته یې وسپاری!