په نهروان کې د خوارجو سره د حضرت علي کرم الله وجهه محاوره:
په نهروان کې څو ځله د حضرت علي رضی الله عنه او خوارجو تر مينځ خبري اتري وشوې خو کله چې علي رضی الله عنه له خوارجو څخه وغوښتل چې د خپلې فتنې لاملونه بيان کړي، هغوی ځوابونه ورکړل او د لاندې شیانو یادونه یې وکړه.
۱:- د جمل په جګړه کې ولې ښځې او ماشومان د غنيمت په توګه ونه ويشل شوه، څرنګه چې پیسې وويشل شوې؟
۲:- د معاویه رضی الله عنه سره په صفین کې د هُدنې په لیکلو کې ولې د “امیر المؤمنین” لفظ حذف او د هغه اطاعت وشو؟
۳:- د حضرت علي رضي الله عنه وينا وحکمينو ته:
“که زه د خلافت لپاره وړ یم نو زما حق ثابت کړئ”، دا څرګندوي چې د خلافت په حق کې یې شک درلود.
۴:- د تحکیم په اړه چې ولې په هغه څه چې د هغه حق و، تحکیم ته رضایت ورکړ.
د دغو اعتراضونو ځوابونه حضرت علي رضی الله عنه ورکړل او هره شبهة یې رد کړه:
۱:- په لومړۍ شبهة کې چې د پیسو اخیستل یې د طلحة او زبیر لخوا د بصرې د بیت المال څخه روا بلل، هغه وویل چې دا پیسې کمې وې، ښځې او اولادونه بیا په جګړه کې برخه نه درلوده او د اسلام د دار لاندې مسلمانان وه.
۲:- په دویمه شبهة کې یې وویل چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیبیه د معاهدې په څیر و او هغه ورته وویل: “رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته ویلي و چې یوه ورځ د دوی سره داسې کار ترسره کوم.”
۳:- په دریمه شبهة کې یې د حکمينو د انتخاب په اړه وویل چې هغه یوازې د انصاف لپاره داسې وکړل او د نجران د وفد سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مباهلې د پیښې یادونه یې وکړه.
۴:- په څلورمې شبهة کې یې وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم سعد بن معاذ يې د بني قریظه قبيلې څخه حکم وګرځوی، سره ددې چي حق له نبی اکرم صلی الله علیه وسلم سره و.
د خوارجو د خروج او وتلو اسباب:
د خوارجو د خروج اسباب په لاندې ډول لنډوو.
۱:- د خلافت پر سر شخړه؛
دا د خوارجو د خروج تر ټولو قوي دلیل ګڼل کېږي، خوارجو د امام په اړه خپله ځانګړې، سخت دریځه نظریه درلوده، د هغوی په نظر حاکمان د خلافت مستحق نه وو، ځکه په هغوی کې د خوارجو سخت شرایط نه و پوره شوي، همدارنګه هغوی د حضرت علي او معاویه رضی الله عنهما تر منځ اختلاف د خلافت پر سر شخړه ګڼله، له دې امله هغوی ته د حضرت علي رضی الله عنه او له هغه وروسته د معاویه رضي الله عنه پر ضد د خروج کولو جرأت پیدا شو.
۲:- د تحکیم مسئله؛
خوارجو حضرت علي رضی الله عنه مجبور کړ چې د تحکیم فیصله ومني، کله چې دا کار وشو، هغوی بیا غوښتنه وکړه چې له دې پرېکړې دې بېرته وګرځي او اسلام دې نوی ومني، په ځواب کې حضرت علي رضی الله عنخ هغوی ته کلک غبرګون وښود.
۳:- د حاکمانو ظلم او د منکراتو خپرېدل؛
خوارج په خپلو خطبو او ویناوو کې ویل چې حاکمان ظالمان دي او منکرات خپاره شوي دي، خو په حقیقت کې هغوی خپله د وتلو په وخت کې څو چنده زیات ظلمونه او منکرات ترسره کړل.
۴:- اقتصادي عوامل؛
لکه د ذوالخویصرة پېښه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره او د حضرت عثمان رضی الله عنه پر ضد د هغوی دښمني، هغوی د حضرت عثمان رضی الله عنه له وژل کېدو وروسته د بیت المال لوټلو ته دوام ورکړ او د جګړې په میدان کې د حضرت علي رضی الله عنه پر وړاندې مخالفت وکړ.