په تېره برخه کې مو ولوستل چې اسلامي امت ته لازمه ده خپل اصلي دښمن وپېژني، خو دا پېژندنه هغه وخت ممکنه ده چې موږ د دښمن صفات، افکار او هغه آفتونه وڅېړو چې د صهیونیزم له فاسدو نظریاتو او د تلمود له خطرناکو تعالیماتو سرچینه اخلي. له همدې امله به مونږ د یهودو د صفاتو، او افکارو تشریح په منظم ډول وکړو.
۱: تعصب او نژاد پرستې
لومړنی صفت او آفت چې یهود، په ځانګړي ډول نړیوال صهیونیزم، پرې اخته دی هغه نژادپرستي او تعصب دی، الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمایي: {وَقَالُوا لَنْ يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَنْ كَانَ هُودًا أَوْ نَصَارَى}
ژباړه: یهودو به ویل چې جنت ته به یوازې یهود داخلیږي، او نصاراؤ به ویل چې جنت ته به یوازې نصاراء داخلیږي.
مفسرين رحمهم الله فرمایي: دا آیت څرګندوي چې د یهودو په طبیعت، بنسټ او جرړو کې تعصب، برتري غوښتنه او ځانمني ژوره ريښه لري، تر دې چې پرته له خپل قوم څخه بل هېڅ قوم د جنت وړ نه ګڼي.
یو بل ښکاره دلیل پر دې چې یهود تعصبي افکار لري، دا دی چې د نبي علیه الصلوة والسلام له مبعوث کېدو مخکې به دوی د مدینې اوس او خزرج قبایلو ته تل خبرداری ورکاوه چې ډېر ژر به د وروستۍ زمانې پیغمبر راښکاره شي، او موږ به د هغه په ملاتړ ستاسې سره جګړه وکړو او تاسې به د عاد او إرم قومونو په څېر هلاک کړو. خو کله چې نبي علیه الصلوة والسلام مبعوث شو، خپله یهود د هغه مخالفت وکړ. ځکه دوی داسې ګومان کاوه چې د وروستي زمانې نبي به حتماً له بني اسرائیلو څخه وي، خو کله چې هغه مبارک د بني اسماعیل له مخې مبعوث شو، د دوی ژوره نژادپرستي او قومي تعصب پرې نه ښودل چې پر نبي علیه الصلوة والسلام ایمان راوړي.
تلمود، هغه کتاب چې یهودیان یې لکه د تورات په څېر بلکې ځینې یې تر تورات هم لوړ ګڼي، په ډېر ښکاره ډول داسې مفکورې بیانوي چې د نژادي برترۍ احساس پکې وده کړې ده. په هغه کې لیکل شوي چې یهودیت یو ځانګړی دین دی، تورات د دوی ځانګړی کتاب دی او خدای د “اسرائیلو” د قوم ځانګړی رب دی.
دا په داسې حال کې ده چې موږ په قرآن عظیمالشان کې بیا بیا لوستي چې الله تعالی «ربُّ کُلِّ شَیء»، «ربّ العالمین» او «ربّ الناس» دی. یعنې د نړۍ د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی، نه یوازې د یوه ځانګړي قوم.
یهودیان په خپل فکر او عقیده کې دا باور لري چې دوی د الله برگزیده او غوره قوم دی. موږ وایو چې دا خبره هغه وخت درسته وه چې دوی د توحید رسالت، د بتپرستۍ پر ضد مبارزه، او د الله او رسولانو اطاعت کاوه؛ خو کله چې دوی منحرف شول، له اخلاقي ارزښتونو واوښتل او د رسولانو د دعوت مخه یې ونیوله، الله تعالی هم د هغوی په اړه خپل چلند بدل کړ.
یهودیت او صهیونیزم ځکه خطرناک دي چې د تعصب، نژادپرستۍ او ځانبرترۍ له سختو افکارو ډک دي. دا خطر یوازې مسلمانانو ته نه دی، بلکې د ټولې نړۍ لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي. حنا مسعد، چې یو مسیحي لیکوال دی، د یهودي او صهیوني افکارو د تعصب په اړه ژورې څېړنې کړې دي. هغه په خپل کتاب «همجية التعاليم الصهيونية» کې لیکي چې د یهودو په نزد خدای هم یو نژادي خدای دی، او صهیونیستان فکر کوي چې خدای یوازې د یهودانو رب دی، نو ځکه تل د «إله إسرائيل» اصطلاح کاروي.
کله چې دا روښانه شي چې یهودیت او صهیونیزم د نژادي تعصب له مفکورې ډک دي، نو هغوی دا هم وايي چې یو یهودي ته روا نه ده چې بل یهودي ووژني، خو د نورو قومونو، په ځانګړي ډول د کنعانیانو او فلسطينيانو، وژل واجب بلل کېږي. حتی ادعا کوي چې له جګړې وروسته باید د هغوی ښځې او ماشومان په غلامۍ ونیول شي او مالونه یې غارت او تصاحب شي.











































