د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې د پاکستاني پوځ له لوري له داسې تاوتریخجن تضاد سره مخ دی چې د هغه د اور لمبې د دولت د سولې او عادي پښتنو ولسي وګړو په قربانۍ بلې ساتل کېږي. د معاصر پوځي تاریخ له سترو او اندېښمنوونکو پوښتنو څخه یوه دا ده چې ولې یوه منظم پوځ، چې په پرمختللو پوځي ټکنالوژیو، د فضا پر ادعايي کنټرول او د نړۍ په غوره مسلکي روزنه سمبال وي، د څو زرو وسلهوالو جنګیالیو د شبکې پر وړاندې بېوسه او ناکامه ښکاري؟
د دغه امنیتي بنبست (Security Deadlock) د درک لپاره یوازې د جګړې د ډګر اوسنیو نقشو ته کتل بسنه نه کوي؛ بلکې اړینه ده چې د پاکستان د دولت پخوانۍ ستراتیژیکې پرېکړې، جغرافیایي بدلونونه او د دولت او وسلهوالو ډلو ترمنځ د ژورې بېباورۍ تاریخ هم وڅېړو. دلته د پوځي پرتله کولو دودیز اصول تر ډېره خپل وضاحت له لاسه ورکوي.
له یوې خوا د پېښور د یوولسم قول اردو تر قوماندې لاندې دیارلس دایمي پوځي کنټونمنټونه او هغه پوځي ځواک شته چې د اړتیا پر مهال یې شمېر تر یو نیم لک سرتېرو رسېږي او د سرحدي ځواکونو (فرنټیر کور) ملاتړ هم ورسره مل دی.
له بلې خوا، د نړیوالو څېړنیزو مرکزونو د اټکل له مخې، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د حافظ ګل بهادر ډلې د فعالو جنګیالیو ټول شمېر یوازې د شپږو تر اوو زرو کسانو ترمنځ دی. که د پاکستاني پوځ نوې نیابتي ډله «داعش» هم ورزیاته شي، نو دغه شمېر نږدې اته زرو ته رسېږي. داعش ځکه په دې شمېرنه کې شامله شوې چې پاکستاني پوځ په ظاهره ځان د داعش مخالف ښيي. په دې توګه د پاکستاني پوځ او وسلهوالو ترمنځ د ځواک تناسب ظاهراً شل په مقابل کې د یوه په کچه دی.
خو د پوځي علومو یو اصل، چې «ټوت ټو ټېل رېشیو» (Tooth-to-Tail Ratio) بلل کېږي، څرګندوي چې د هر پوځ لویه برخه د لوژستیک، استخباراتو او پوځي تاسیساتو د ساتنې لپاره ګومارل کېږي. له دې کسر وروسته هم پاکستاني پوځ په خیبرپښتونخوا کې خپله عددي برلاسي ساتلې ده، او همدا پوښتنه راولاړوي چې د امنیت ستونزه ولې تر اوسه نه ده حل شوې؟
ډېری پوځي شنونکي د چریکي جګړې پېچلتیا د پاکستاني پوځ لپاره د عذر په توګه وړاندې کوي، خو دا استدلال هغه مهال کمزوری کېږي چې د تاریخ پاڼې ورواړوو. د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال د شوروي اتحاد پر ضد افغان مجاهدینو ته د چریکي جګړې د فنونو د ورزده کولو دعوه کوونکي همدا د پاکستان امنیتي بنسټونه وو. دلته د پوځي تاریخ یو بنسټیز اصل راڅرګندېږي: «په بهرني قلمرو کې د نیابتي جګړې ملاتړ کول او په خپل جغرافیه کې د بغاوت ضد جګړه (Counter-insurgency) پر مخ وړل، دوه بېلابېل مهارتونه دي.»
په بهرني ډګر کې زیان د بل چا خاورې ته رسېږي، خو په کور دننه د درنو وسلو او هوايي ځواک بېپروا کارونه په حتمي ډول د ملکي تلفاتو (Collateral Damage) لامل ګرځي.
دغه ولسي زیانونه محلي خلک له دولت څخه زړه توري کوي او د وسله والو د تبلیغاتي روایت د پیاوړتیا لپاره مناسب چاپېریال برابروي.
کله چې دولت د خپلې اساسي قانوني واکمنۍ پر دعوې کلک ولاړ وي او وسلهوال هم له خپلو غوښتنو څخه د تېرېدو لپاره چمتو نه وي، نو د امنیت او ثبات بنبست رامنځته کېږي. په داسې حالت کې که هر لوری بریا خپله کړي، خو عادي وګړی خامخا د دولت د پالیسۍ جوړوونکو پر لیدلوري او پرېکړو پوښتنې راپورته کوي. په پاکستان کې د روان بحران ریښې تر ډېره هغو ستراتیژیکو پرېکړو ته رسېږي چې له یولسم سپتمبر وروسته وشوې او پاکستان یې د امریکا په مشرۍ جګړې لومړۍ کرښې ته ورټېل واهه.
د دغو پرېکړو په پایله کې ترسره شویو سترو پوځي عملیاتو که څه هم د وسلهوالو ځینې مرکزونه او پټنځایونه په لنډمهاله توګه له منځه یوړل، خو درنه بیه یې میلیونونو ځايي خلکو پرې کړه؛ زرګونه کورنۍ بېځایه شوې، د پوستو او امنیتي محدودیتونو له امله د ولس او دولت ترمنځ رواني واټن زیات شو، او دولت خپله هم د خلکو کرکه او نارضایتي په میراث واخیسته.
د «پښتون ژغورنې غورځنګ» (PTM) په څېر د سیمهییزو خوځښتونو راڅرګندېدل هم باید د همدې ولسي ناخوښۍ، بې باورۍ او پردیتوب احساس په رڼا کې وڅېړل شي. دولت هڅه وکړه چې د پوځي عملیاتو له امله رامنځته شوې تشه ډکه کړي، نو ځکه یې په ۲۰۱۸م کال کې له خیبرپښتونخوا سره د پخوانیو قبایلي سیمو (فاټا) یوځای کېدل یو مثبت ګام وباله. موخه دا وه چې قبایلي ولس د ایف سي آر (FCR) په څېر استعماري قانون له منګولو خلاص او د پرمختګ له بهیر سره یوځای شي.
خو حقیقت دا دی چې د قبایلي سیمو د خلکو له پاکستان سره وفاداري تل یو منل شوی او نه انکارېدونکی حقیقت ګڼل شوی دی. سره له دې، له ادغام وروسته د فدرالي حکومت له خوا د ژمنو شویو پرمختیايي بودیجو نه ورکول، او د ملکي ادارو اداري کمزوري او بېپامي د یوې خطرناکې اداري تشې لامل شوه.
تاریخ ښيي چې پوځ کولای شي یوه سیمه په لنډمهاله توګه له وسلهوالو پاکه کړي، خو د تلپاتې سولې او ثبات ساتل یوازې د پیاوړو ملکي بنسټونو، اغېزمنې ادارې او اقتصادي هوساینې له لارې شوني دي. د مذاکراتو په ډګر کې د بنبست اصلي لامل د دواړو خواوو ستراتیژیکې محدودیتونه او مجبوریتونه دي. دولت نه غواړي د داسې یوې وسلهوالې ډلې پر وړاندې نرمښت وښيي چې د هغه اساسي قانون نه مني. په مقابل کې وسلهوال هم د بېقید او شرطه تسلیمۍ له منلو ډډه کوي، ځکه د دوی په ذهنونو کې د دولت پر وړاندې تاریخي بېباوري ژوره ریښه لري.
د وسلهوالو په حافظه کې د ۱۹۵۹م کال هغه پېښه لا هم ژوندۍ ده چې د بلوچستان له مشر نواب نوروز خان سره د قرآن کریم پر سر شوی تعهد مات کړل شو او د هغه یو شمېر ملګري اعدام کړل شول. د دولت له لوري دغه تاریخي ژمنماتي د وسلهوالو په ذهنونو کې دا باور پیاوړی کړی چې له کومې نړیوالې یا سیاسي تضمین پرته د پاکستان دولت ته وسلې سپارل د ځان له منځه وړلو په معنا دي.
له همدې امله دا جګړه اوس د اوږدې ستړیا او فرسایشي جګړې (War of Attrition) بڼه خپله کړې ده. دولت پرمختللي تخنیکي امکانات لري چې وسلهوال د بشپړ واکمنېدو مخه یې نیسي، او وسلهوال بیا داسې چریکي شبکې لري چې د هغوی د بشپړ له منځه تلو مخه نیسي.
د نړۍ د بېلابېلو وسلهوالو خوځښتونو تاریخ دا درس راکوي چې تلپاتې سوله یوازې د ټوپک له شپېلۍ نه رازېږي، بلکې د سیاسي تدبر، تفاهم او هوښیارۍ له لارې ترلاسه کېږي.
که دولت رښتیا هم غواړي پاکستان ته سوله او ثبات راولي، نو باید یوازې د وسلهوالو ډلو په تعقیب بسنه ونه کړي، بلکې هغه عوامل هم له منځه یوسي چې له امله یې سولهییز وګړي ناخوښي احساسوي او د جګړې لارې ته سوق کېږي.
د دې ستونزې د حل لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره دا ده چې دولت په خپلو سختو دریځونو کې انعطاف راولي، سیمهییزې قبایلي جرګې او ولسي سیاسي ځواکونه د یوه بېطرفه منځګړي په توګه رامخې ته کړي، او وسلهوالو ته د باور وړ تضمینونه ورکړي څو د قانون او سیاسي چوکاټ دننه راشي.
تر هغو چې د پاکستان په بهرني سیاست کې موجود ستراتیژیک تضادونه پای ته ونه رسېږي، او سیمهییزو خلکو ته اقتصادي حقونه او چټک عدالت ورنه کړل شي، د پاکستان د تلپاتې سولې او امنیت خوب به د واقعیت بڼه خپله نه کړي.












































