المرصاد له خپلو سرچینو څخه معلومات ترلاسه کړي چې د داعشيانو د خراسان څانګې د رهبرۍ مهمو کسانو په پاکستان، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې، پناه اخیستې ده.
د معلوماتو له مخې، د داعشیانو د خراسان څانګې زیاتره مهم غړي او وسله وال په ۲۰۲۳ز کال کې پاکستان ته تر انتقال وروسته په بلوچستان کې مېشت شول، خو کله چې د ۲۰۲۵ز کال د فبروري میاشتې په وروستیو کې هلته د دوی مرکزونه له منځه یووړل شول، دا کسان لومړی ښارونو ته راکښته شول او وروسته په پلاني ډول خیبر پښتونخوا ایالت ته انتقال شول.
سرچینې وايي، د داعشیانو د خراسان څانګې د رهبري شورا غړي او مهم عملیاتي مسؤلین اوس د خیبر پښتونخوا په غرنیو سیمو کې پټ دي.
د دې باخبره سرچینو په قول، د داعشیانو مهم مراکز د خیبر پښتونخوا د خیبر، اورکزیو او باجوړ په شینکو کمر، جبارمېله، غلجیو، تورسمت، ډبوري، کیمور غر او ډمه ډوله کې فعال دي او لاندې مهم کسان په همدې مراکزو او ورڅېرمه ښارونو کې ژوند کوي:
الف: په مرکزونو کې مېشت افغان داعشیان:
– ضیاءالدین زرخریدي، د قضاء ادارې مسؤل؛
– عبدالحکیم توحیدي، مخکنی امیر الحرب؛
– مولوي ګل نظیم (تسل ملا)، د رهبري شورا غړی؛
– شیخ ادریس، د دعوت ادارې مسؤل؛
– عباس ابرار (د عادل پنجشیري ورور)، د امنیت ادارې عمومي رابط؛
– حامد، د شرعي دورو عمومي مسؤل؛
– استاد عکرمه، مهم عملیاتي مسؤل؛
– رستم، مهم عملیاتي مسؤل؛
– مولوي صبغت، مهم عملیاتي مسؤل.
ب: په مرکزونو کې مېشت پاکستاني داعشیان
– اسد حمزه، د باجوړ مسؤل؛
– معاویه، د اوکرزیو مسؤل؛
– ادریس ملا (د بلوچستان اوسېدونکی)، د بلوچستان مسؤل؛
– حمزه بلوچ، په بلوچستان کې د مرکزونو عمومي مسؤل او اوسمهال مهم عملیاتي غړی؛
– اختر نبي صدیقیار، په قبایلو کې د یوه عملیاتي ګروپ مسؤل؛
– حذیفه (په قعقاع مشهور او د قمبرخېلو اوسېدونکی)، د خیبر د قبایلو مسؤل؛
– ملا فاروق، د رهبري شورا مهم غړی؛
– عبدالحکیم سجاد، مهم نظامي غړی؛
– ملا وقاص استاد (د اورکزیو اوسېدونکی).
په همدې مراکزو کې ځینې اوسېدونکي قومندان او مسؤلین په تېرو څو میاشتو کې د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي هم دي، لکه:
– عدنان (مشهور په ابو الحرب)، د خیبر د قبایلو مسؤل: نوموړی د تیرې فبروري میاشتې په دویمه نېټه د باړې د قمبرخېلو په شنکو سیمه کې د نامعلومو وسله والو په برید کې له ۱۰ نورو داعشیانو سره، چې بهرنیان هم پکې وو، ووژل شو.
– حاجي رحمن (ابو ناصر)، په خیبر کې د یوه مرکز مسؤل: نوموړی د تیرې فبروري میاشتې په ۲۸تمه نېټه د اورکزیو د غلجو په تورکاڼي – نریک سیمه کې په یوه برید کې له اتو نورو داعشیانو سره یوځای ووژل شو.
– ملا فاروقي، د حاجي رحمن ملګری: نوموړي له حاجي رحمن سره په شریکه د پيسو پیدا کولو او د خپلې ډلې د تمویل لپاره په اختطافونو کې لاس درلود او د تورکاڼي – نریک په برید کې له منځه ولاړ.
– حمزه او عابد، مهم عملیاتي مسؤلین: دواړه د حاجي رحمن او ملا فاروقي ملګري وو او له دوی سره یوځای ووژل شول.
– عبدالمالک، د خیبر مسؤل: نوموړی د قمبرخېلو اوسېدونکی و او د ۲۰۲۵ز کال په اګست میاشت کې د خیبر په سورغر سیمه کې نامعلومو وسله والو وواژه.
– ادریس (مشهور په یوسف)، د باجوړ پخوانی مسؤل: نوموړی په تېره فبروري میاشت کې د ابو بکر (عمران) باجوړي سره یوځای پاکستاني ځواکونو د نوښار په حکیم آباد کې تر هغه وروسته قتل کړ چې د دوی له لوري د اسلام آباد د اهل تشیع پر یوه جومات باندې په طرح شوي برید کې ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۶۰ نور ټپیان شول.
– زلمی (سلمان)، د ۲۰۲۵ز کال فبروري میاشت کې د کابل بانک پر کندز څانګه د برید طراح: نوموړی په یاد برید کې مستقیمًا دخیل و؛ د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر میاشت کې خیبر پښتونخوا ته وتښتېد او په تېره مارچ میاشت کې په خپله سزا ورسېد.
عبد المتین ابوبکر، مهم مسؤل او طراح: نوموړي په کابل او نورو لویو ښارونو کې څو ځله هڅه وکړه چې ځان وژونکی برید ترسره کړي، خو په ډېر مهارت یې مخه ونیول شوه. بالآخره له افغانستان څخه وتښتېد او په تېره مارچ میاشت کې په خیبر پښتونخوا کې د نامعلومو وسلوالو لخوا ووژل شو.
د سرچینو له قوله، د عملیاتي مسؤلینو ترڅنګ د داعشیانو تبلیغاتي دستګاه هم په بشپړ ډول له بلوچستان او خیبر پښتونخوا څخه کنټرولیږي او د پاکستاني استخباراتو په لاسونو کې د اعلام د مسؤل سلطان عزیز عزام راښکاره کېدل یې یو ثبوت کېدای شي.










































