په تېرو څو میاشتو کې افغانستان له ډېر زغم څخه کار واخیست، هڅه یې وکړه چې له پاکستان سره کړکیچ را کم او موجودې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل شي.
داسیې معلومیږي چې پاکستانی پوځ خپل ناوړه سياست ته دوام ورکوي، نه له خپلو خلکو سره د ستونزو حل غواړي او نه هم له افغانستان سره.
پاکستانی پوځ پرلپسې د بې ګناه ملکي خلکو، ښځو او ماشومانو قتل عام ته دوام ورکوي.
له دې وروسته به د افغانستان ګوزار يوازې انتقام نه وي، بلکې د هر هغه تهدید پر وړاندې به اقدام کوي چې د افغانستان امنیت او ثبات ګواښي، دا ګواښ که د پاکستان د پوځ له لوري وي، یا د پاکستاني پوځ د اجیرو نیابتي ګروپونو له لوري.
الحمدلله اسلامي امارت د دې ظرفيت لري چې د پاکستاني حکومت ټول اهداف، په ځانګړې توګه د پاکستان نظامي حساس اهداف او د پاکستان د نیابتي ګروپونو مراکز دقیقاً په نښه کړي.
د پاکستاني پوځ د مغرورو او متکبرو جنرالانو یوه کوچنۍ اشتباه هم پاکستان ته د ډیرو حساسو پوځي او ملکي تاسيساتو د له منځه تګ په درنه بیه تمامېدلی شي.
افغانستان به په هیڅ صورت د خپل حریم نقض او د افغانستان د امنيت او ثبات پر وړاندې ګواښونه ونه زغمي.
افغانستان پوهيږي چې پاکستاني استخبارات د مونیخ له امنيتي کنفرانس څخه وروسته چیرته لاړل؟
د کومو فراريانو دروازې يې ور ورټکولې او اوس د بلوچستان ایالت په بیلا بیلو سیمو کې د پخوانیو فراري اربکیانو انسجام د څه لپاره کوي؟
افغانستان پوهيږي چې د خیبر پښتونخوا په کرمه، اورکزيو، خیبر، مهمندو او باجوړ ايجنسیو کې د داعش انسجام د څه لپاره روان دی؟ افغانستان په دې پوهيږي چې په چترال کې څه روان دي؟
افغانستان ټول تحرکات له نږدې څخه څاري او کامله استخباراتي اګاهي ترې لري.
پاکستان چې په کومه بهانه په افغانستان بمباري کوي او ملکي وګړي قتل عام کوي، افغانستان به بالاخره دا بهانه د پاکستان د پوځ له لاسه وباسي او نړۍ ته به ثابته کړي چې پاکستان اصلي د افغانستان د اوسني امنيت، ثبات، اقتصادي پرمختګ او ځان بساینې سره دښمني لري.
دا یو ځل بیا په تائید سره وايو چې که پاکستاني پوځ بیا د کوم برید غلطي وکړه، دروند قیمت به یې ادا کړي. او له سختې پښېمانۍ سره به مخ شي. ان شاءالله
همدا راز که پاکستانی پوځ د افغانستان د امنیت او ثبات د اخلال لپاره له نیابتي وسلې کار اخلي، افغانستان په دې برخه کې له پاکستان څخه زیات امکانات په لاس کې لري او که استفادې ته مجبور شو، بیا نو پاکستان له هر چا په دې ښه پوهيږي چې څه به پيښ شي؟











































