اسلام د ايثار، فداکارۍ او قربانۍ دين دی. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت په دروند مسئوليت ونازول شو، د حق د رسولو، د دعوت د خپرولو او د شرک او بتپرستۍ پر وړاندې د درېدو په لاره کې يې نه ستړې کېدونکې کړاوونه وزغمل. د هغه ترڅنګ صحابه کرامو رضي الله عنهم هم د دعوت سختې ورځې، ځورونې او له باطل سره ټکرونه په خپلو سترګو وليدل او په خپلو بدنونو يې وزغمل.
تر دې چې ښځو هم د خپل وس او توان له مخې د حق په لاره کې قربانۍ ورکړې. رسول الله صلی الله علیه وسلم تل د خپل هدف په فکر کې و؛ هغه هغو سختيو ته هيڅ ارزښت نه ورکاوه چې ورسره مخ کېده. که به کوم صحابي يا نږدې ملګری شهيد شو، د هغوی هوډ به نه کمزورې کېده، بلکې لا به ټينګېده او په خپله لاره کې به يې لا ډېر اخلاص او استقامت اختياراوه.
دا د الله تعالی له الهي سنتونو څخه ده چې د دين د ساتنې او بقا لپاره قرباني حتمي ده. تر څو چې قرباني ورنه کړل شي، دين پرمختګ نه کوي. ځينې به د فتح او بري ورځې په خپلو سترګو وويني او الله تعالی به هغوی ته ښکلی نصرت ور وبښي، خو ځينې نور به د بري تر مخه د شهادت په وياړ ونازول شي. دواړه ډلې بريالۍ دي؛ ځکه مسلمان د «اِحدی الحُسنَين» مصداق دی: يا به شهادت وي او يا به کاميابي او فتح.
په اسلامي تاريخ کې دا حقيقت روښانه دی چې ډېرو مسلمانانو او مجاهدينو د اسلام د بريا لپاره سخت زحمتونه او تکاليف وګالل، خو د فتحې له رسېدو وړاندې شهيدان شول. له هغوی څخه سميه او ياسر رضي الله عنهما دي چي د اسلام په لومړيو ورځو کې، تر هغه وړاندې چې مسلمانان مدينې ته هجرت وکړي، شهيدان شول. همدارنګه حضرت حمزه او مصعب رضي الله عنهما د مکې د فتحې له رارسېدو وړاندې د شهادت جام وڅښل.
په معاصر تاريخ کې د فلسطين د ولس قربانۍ بېسارې دي. تاريخ به د هغوی د ثبات او استقامت کيسه وليکي؛ استقامت چې د غرونو په څېر نه لړزېږي. هغوی د خپلو قومندانانو په شهادت نه کمزوري کېږي، بلکې هوډ يې لا پياوړی کېږي.
که نن حذيفه سمير عبدالله الکحلول (أبوعبيدة) له خپلو ځينو نورو ملګرو سره د شهادت درجې ته رسېږي، دا د مسلمانانو لپاره نوې خبره نه ده؛ بلکې ډېر کسان به په همدې لار کې د حمزه او مصعب په څېر قرباني کېږي، او د دوی وينه به د اسلام نيالګي خړوبوي.
د يوه مجاهد ستره هيله همدا ده چې الله تعالی هغه ته د شهادت نعمت ور په برخه کړي، تر ټولو سخته خبره د يوه مجاهد لپاره دا ده چې ټول عمر د جهاد په لاره کې تېر کړي، خو په پای کې د طبيعي مرګ پر بستر وفات شي. او تر ټولو ښکلې هيله يې دا ده چې الله تعالی يې د شهادت په عزت ونازوي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم هم همدا هيله وه چي د الله تعالی په لار کي بيا بيا ووژل شي، څرنګه چي امام بخاري رحمه الله خپل په صحيح کي يو روايت نقل کړي چي نبي علیه الصلاة والسلام فرمايي:
«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَوَدِدْتُ أَنْ أُقْتَلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، ثُمَّ أُحْيَا، ثُمَّ أُقْتَلَ»(صحيح البخاري) .
نو زموږ مسئوليت د هدف پر لور حرکت دی، نه د پايلې تضمين. موږ د مبارزې مکلف يو، نه د ظاهري بري؛ ځکه بري د الله تعالی وعده ده. او هر څوک چې په دې لاره کې خپل ځان قربان کړي، که هدف ته ورسېږي او که ونه رسېږي، هغه بريالی دی.











































