د مسلمه امت د ژغورنې او د اسلام د اقامې لپاره یو اسلامي، خپلواک، آزاد او د غلامۍ له ځنځیرونو خلاص حکومت ته اړتیا ده. د اسلام له لومړنۍ زمانې آن د عثماني خلافت تر سقوط پورې موږ یو خپلواک او له حریته برخمن سیاست، حکومت او مشرتابه درلود، چې د یوه قائد او رهبر تر سیوري لاندې ټولو مسلمانانو د امن او سوکاله ژوند خواږه څکل.
که تاریخي پس منظر ته ولاړ شو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت پر فلسفې غور وکړو، له مکې معظمې څخه مدینې منورې ته د هجرت اساسي هدف د یوه اسلامي حکومت جوړول و، تر څو مؤمنان او صحابه کرام یو د امن ځای ومومي او په ګډه تر یوه قوي ځواک لاندې ژوند وکړي. هماغه وخت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته ورسېد، د داسې ځای بنسټ یې کېښود چې مؤمنان پکې پنځه وخته لمانځه ته راټول شي او د خپلو ستونزو د حل لپاره هم هلته یوه دارالندوه موجوده وي؛ چې وروسته د مسجد جوړول پیل شول.
له یهودو سره یې تړونونه وکړل او دا تړونونه یې ځینو نږدې قومونو ته هم وغځول، او د دعوت نوې لړۍ پیل شوه. وروسته د جهاد د فرضیت حکم راغی او د مؤمنانو دا تحریک پیل شو. مؤمنان د نبي علیه السلام تر ځانګړي قیادت لاندې د سرکشو کافرانو، مشرکینو او یهودو د مقابلې لپاره بېلابېلو سیمو ته تلل، چې په پایله کې یو اسلامي حکومت جوړ شو. دا لړۍ تر عثماني خلافت پورې روانه وه، خو د مسلمانانو د اختلاف او بېپروايۍ له امله هغوی له دې نعمت څخه بېبرخې شول.
د اسلامي حکومتونو تر سیوري لاندې نه یوازې مؤمنان خوشاله وو، بلکې د کافرانو، مشرکانو، یهودو، آن د حیواناتو او مرغانو لپاره هم یو منظم قانون موجود و، تر څو ټول د امن او سوکاله ژوند احساس وکړي. د عثماني خلافت له سقوط وروسته یهود، نصاری، مشرکان او ملحدین یو موټی شول او د دوه میلیارده مسلمانانو واګې د هغوی لاسونو ته ولوېدې. ځوانانو ته یې خپل عصري باطل نظریات وړاندې کړل او د بېلابېلو ایزمونو له لارې یې تر خپل اغېز لاندې راوستل.
نن ورځ ډېر پټ خولي سیاستوال، پوهان او علمي کدرونه د همدې فکري تسخیر پایله ده. دوی نړیوالې محکمې، ملګري ملتونه، د بشري حقونو سازمانونه او نور جوړ کړل. ظاهري داعیه یې دا وه چې د ظالم لاس به نیسي، د مظلوم غږ به اوري او په نړۍ کې به عدالت تأمینوي؛ خو تر شا یې داسې ځواک شته چې دا ټول تنظیمونه اداره کوي او د خپلو ګټو لپاره یې کاروي.
مسلمانان محکوم شول، د امت ځمکې غصب شوې، ماشومان په اورونو کې وسوځېدل، عامه تاسیسات په بمونو ویجاړ شول، او مظلومه غزه د صهیونیزم تر ظلم لاندې راغله؛ خو بیا هم دا نړیوال سازمانونه بېوسه پاتې شول. خو لله الحمد، یو شمېر ویښ ځوانان راپورته شول؛ افغانانو د دې یو قطبي ځواک (امریکا) ته ماتې ورکړه، د حماس ځواک د خپلو حقونو د احیا او د بیت المقدس د ازادۍ لپاره مبارزه پیل کړه، او یو شمېر نورو د احمد الشرع تر قیادت لاندې د دمشق فتحه ترلاسه کړه.
امریکا او د هغوی ملاتړي رژیمونه هڅه کوي چې د نړۍ اقتصادي، پوځي او سیاسي ځواک په خپل لاس کې واخلي. د همدې لپاره یې دوه مهم مرکزونه تر خپل نفوذ لاندې راوستي: یو اسرائیل او بل پاکستان، تر څو د منځني ختیځ، ایران او افغانستان ځواکونه کمزوري کړي. خو لله الحمد، د دوی ډېرې دسیسې نړۍ ته افشا شوي، دروغ یې بربنډ شوي او د ناکامۍ پر لور روان دي.
اوس نړۍ د تحول په حال کې ده، د مسلمانانو ځواک پیاوړی کېږي، د اسلامي سیاست ډګر پراخېږي، او ورځ تر بلې په مسلمانانو کې د ویښتیا روحیه زیاتېږي. باید ټول مسلمانان د اسلامي نظامونو د ملاتړ لپاره یو موټی شي او د دې ظالمانه ځواکونو پر وړاندې ودرېږي.









































