بې له شکه د داعشي خوارجو د ماتې تر ټولو لوی دلیل او دا چې دوی ونشو کړای خپلو لوړو هیلو او ادعاوو ته ورسیږي، د دوی منهجي انحراف و؛ هغه ډله چې له پیل څخه یې ځانونه د القاعده پیروان او مشران بلل او ادعا یې کوله چې د اهل سنت او جماعت پر منهج دي، خو ډیر ژر یې په عقیدې کې لوی انحرافات څرګند شول او د دوی او اهل سنت ترمنځ واټن لا پسې زیات شو.
هو! د لنډې مودې په تېرېدو سره د داعشي خوارجو حقیقي ماهیت په ډاګه شو او نور هیڅ شک پاتې نشو چې دا ډله، په داسې حال کې چې ځانونه یې د اهل سنت استازي او د دوی د ژوند او مال مدافعین بلل، په حقیقت کې د دوی عقیدې له اهل سنت سره هیڅ ورته والی نه درلود او په بشپړ ډول ورسره په تضاد کې وه. له همدې امله، په خوارجو کې منهجي انحراف د دې لامل شو چې د اسلامي امت عام خلک له دوی څخه مخ واړوي او په پایله کې یې سقوط هم په هماغه چټکۍ سره شو چې د دوی ظهور شوی و. د دې لیکنې په دوام کې به د خوارجو د کړنو او د اهل سنت د عقیدې ترمنځ مهمو تضادونو ته اشاره وکړو:
د اهل سنت د عقیدې او د داعش د خوارجو د کړنو ترمنځ یو له مهمو تضادونو څخه، د مسلمانانو د تکفیر مسله ده. اهل سنت او جماعت د قرآن او نبوي سنتو د لارښوونو پر بنسټ، د مسلمانانو د تکفیر په اړه ډیر احتیاط کوي او یوازې په روښانه مواردو او د شرعي قوي دلایلو سره یې جایز بولي، ځکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هر کله چې یو څوک خپل مسلمان ورور ته کافر ووایي، دا خبره یو له هغوی دواړو ته بیرته راګرځي.
دا چلند د اسلامي امت د وحدت د ساتلو او له فتنې څخه د مخنیوي پر بنسټ ولاړ دی او د اهل سنت لویو علماوو لکه امام صاحب ابوحنیفه او امام شافعي رحمهم الله د بې بنسټه تکفیرونو څخه د لرې والي پر اړتیا ټینګار کړی دی. په مقابل کې، داعشي خوارجو په ښکاره منهجي انحراف سره، هر مسلمان چې د دوی له افراطي نظریاتو سره همغږی نه وي، په اسانۍ سره تکفیروي او وینه او مال یې مباح بولي.
دا کړنه، نه یوازې د اهل سنت له عقیدې سره په ټکر کې ده، بلکې د بې ګناه مسلمانانو د پراخو وژنو لامل شوې او اسلامي امت یې د تفرقې په لور بیولی دی؛ هغه ډله چې د سنتو د پیروۍ ادعا کوي، خو په عمل کې، د اسلام د پیل خوارجو په څیر، په بې حده تکفیرونو سره یې ځانونه له اسلامي دایرې څخه ایستلي دي.
دویم څرګند تضاد، د مسلمانانو او ملکي وګړو د ژوند ساتلو په اړه نظر دی. د اهل سنت عقیده د معتبرو احادیثو پر بنسټ، لکه حدیث «المسلم من سلم المسلمون من لسانه و یده» ټینګار کوي چې د مسلمانانو ژوند حرمت لري او بې له اندازې وژنه حتی په جګړو کې منع ده.
د اهل سنت علماوو، په شمول امام مالک او امام احمد بن حنبل هم، په جهاد کې د شرعي قواعدو د رعایت او له ملکي وګړو سره له تاوتریخوالي څخه د لرې والي پر اړتیا ټینګار کړی دی، تر دې حده چې حتی د دښمنانو سره په مقابله کې، د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو د ژوند ساتل واجب بولي.
خو داعشي خوارجو د دې عقیدې په بشپړ ډول مخالف عمل سره، د مسلمانانو او غیرمسلمانانو ډله ایزو وژنو ته مخه کړه او د زرګونو بې ګناه خلکو ژوند یې واخیست. دا انحراف، نه یوازې د اهل سنت له منهج سره سمون نه خوري، بلکې د تاریخي خوارجو فتنې په یاد راوړي چې د اسلام د دفاع په ادعا سره یې امت ته ترټولو لوی زیان ورساوه او په پایله کې یې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړ.
دریم تضاد، د اهل کتابو او دیني اقلیتونو سره چلند دی. د اهل سنت راسخه عقیده، د قرآن کریم د آیتونو پر بنسټ لکه «لا إکراه فی الدین»، پر زغم او د غیرمسلمانانو د حقونو ساتلو ټینګار کوي او په مدینه کې له یهودو سره د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) سیرت د دې چلند یوه نمونه ده. د اهل سنت علماوو، لکه امام غزالي هم د جزیې ورکولو او د اهل ذمه د امنیت د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی او ورته هر ډول تجاوز یې حرام بللی دی.
خو داعشي خوارجو په ښکاره انحراف سره، د دیني اقلیتونو لکه عیسویانو او ایزدیانو په وژلو او ځورولو لاس پورې کړ او د دوی حقونه یې تر پښو لاندې کړل. دې تضاد د اهل سنت له منهج سره، نه یوازې د اسلام څیره خرابه کړه، بلکې د دې لامل شو چې اسلامي نړۍ دا ډله د اسلام د ریښتیني استازي په توګه ونه مني او په پایله کې، له هغه څه ډیر ژر له منځه لاړه چې فکر یې کیده.










































