په نړۍ کې د انسانانو ډېر ډولونه شته، خو یو ځانګړی قشر بيا داسې دی چې نه خپله ورڅخه څه جوړیدای شي او نه هم د څه جوړېدو رښتينې هڅه کوي، خو د نورو په رڼا کې خپل سیوری د غره په څېر ښودلو هڅه کوي. دا هغه خلک دي چې د بریا اصلي زینې يعنې هڅه، اخلاص او تسلسل نه پېژني، خو د “څه” ښکارېدو غوښتنې ته تسلیم شوي وي، او داسې لارې غوره کوي چې له رښتیا او وقار سره په ټکر کې وي.
دغه خلک اکثره د خپلو ناکامیو وجه د نورو کامیابي ګڼي. د دوی په زړونو کې همېشه یوه خاليګاه وي چې له حسد، محرومۍ او همداراز د کمزورۍ د عقدو نه ډکو احساساتو ته پکې ځای ورکوي. کله چې دوی خپله څه نه شي کولای، نو د نورو د بریا د بېاعتباره کولو ته مخه کوي. دروغ جوړوي، اوازې خپروي، او دا هڅه کوي چې خپل زړه ته دا ووايي چې “زه هم څه یم!”
د همدې ډول کسانو له ډلې یوه د سي آئي اې پخوانۍ ایجنټه، سارا اډمز هم ده، چې د خپل ټول مسلکي ژوند پر مهال هېڅ داسې کارنامه نه لري چې ورباندې ووياړي، خو بیا هم له شرمه پرته په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د اسلامي امارت د داعش پر ضد بریالیو عملیاتو په اړه بېاساسه معلومات خپروي.
په تېر کې د افغانستان اسلامي امارت په اړه د سارا اډمز نږدې هره دعوه او خبره دروغ ثابته شوې، خو دغه ښځه هیڅکله پر خپلو دروغو نه شرمېږي، بلکې هر سبا بیا د دروغو له يوې نوې کڅوړې سر راپورته کوي.
وړمه شپه د اسلامي امارت استخباراتي ځواکونو په کابل کې د داعش پر ضد يو لړ بریالي عملیات ترسره کړل، چې پکې یې د دوی یوه بمي فابریکه ویجاړه کړه او د داعشي خوارجو دوه مهم کسان یې ووژل، له عملیاتو د خبر له خپرېدو وروسته نوموړې ښځې دا هم یو جعلي عملیات وبلل او یوه خیالي کیسه یې جوړه کړه، ویل یې چې دا کمپاونډ خو د طالبانو تر کنټرول لاندې دی.
تیره څه موده کی پرله پسې دې ښځې دېته ورته نورې بې اساسه خبرې د Day1, Day2, Day3, Day4 تر سرليکونو لاندې نشر کړې وې چې ټولې بې اساسه دي، هغه پيښې چې ځينې يې شخصي خصومت او ځينې يې جنايي اړخ لري داعش ته منسوبې کړې دي.
د دې پرونۍ احمقانه دعوې له مخې د نوموړې ذهني حالت ښه درک کېدای شي، او داسې ښکاري چې د نوموړې ټول مسلکي ژوند له جعلي عملیاتو او دروغو ډک دی.
پوښتنه داده چې، آیا څوک به د ننني عصر په داسې پرمختللي وخت کې خپل کور، کمپاونډ یا دفتر د داعش پټنځای وښيي؟ او په څو ساعتونو کی به دروغجن ثابت نشي؟ آیا دا دعوه د یوې عقدېلرونکې ښځې د خراب ذهني حالت څرګندونه نه ده؟
سارا اډمز ادعا کړې چې په کوم کور چی چاپه وهل شوې، ھغه د ذولفقار قطعې دفتر وو چې په کامله معنا بشپړ دروغ ده او یوه خیالي افسانه ده.
د افغانستان اسلامي امارت، داعش د افغانستان د خلکو او د اسلام دښمن بولي، او همدا لامل دی چې د دوی پر ضد له کلکو او جدي اقداماتو څخه کار اخلي. د داعش پر ضد د اسلامي امارت جګړه لا له هغه وړاندې پېل شوې وه چې دویم ځل امارت حاکم شو، او هم دا اسلامي امارت و چې د دې فتنې پر وړاندې یې کلک مقاومت وکړ او له افغانستان څخه یې دا فتنه ختمه کړه. اوس هم هر ځل له هرې سوړې چې دا فتنه سر راپورته کوي، نو هماغسې هم همالته ټکول کېږي.
د داعش پر ضد د اسلامي امارت د ځواکونو په بریالیو عملیاتو کې تراوسه سلګونه داعشي خوارج وژل شوي، سلګونه ژوندي نیول شوي، او همداسې په زیاته پیمانه له افغانستانه تښتيدلي او ګاونډیو هېوادونو ته خپلو پټنځایونو ته تللي دي.
د داعش پر ضد د اسلامي امارت د مؤثر او بریالیو عملیاتو اعتراف نه یوازې د سیمې هېوادونه کوي، بلکې هغه خلک هم دا مني چې پخپله د امارت مخالفین دي، آن تر دې چې هماغه CIA یې هم اعتراف کوي، چې همدې سارا اډمز نومې ښځې پکې د اجنټې په توګه کار کاوه.
اوس سوال دا دی چې آیا دا ښځه له خپل پخوانۍ ادارې هم لویه شوې؟ ځکه دغه اداره خو د امارت عملیات تائیدوي، خو دا یې دروغ بولي.
د افغانستان اسلامي امارت د چا په اشاره یا فرمایش اقدام نه کوي، بلکې خپل هېواد، خپل دین (اسلام) او د خپل ملت د خیر او فلاح لپاره پرېکړې کوي. د داعش پر ضد د اسلامي امارت جګړه، د یوې خطرناکې فتنې د لهمنځه وړلو او د خپل ولس د ساتنې لپاره ده.
لکه څنګه چې نور عملیات ترسره شوي، د وړمې شپې دا عملیات هم د خپلو خلکو د ساتنې او د امن او ثبات لپاره یو زړور او بريالی اقدام و، چې د دروغو ویلو اړتیا پکې نه شته، ځکه چې دا هر څه سره، له اسنادو او شواهدو سره محفوظ دي.
د سارا اډمز نومې دغې ښځې بېاساسه او دروغجنې دعوې دې ته اشاره کوي چې دا ډول عناصر په حقیقت کې د داعش ملاتړ کوي، او د خپلو ګټو لپاره دا ډله رسنیو کې لویوي. ځکه که هغوی داعش ته په رسنیو کې تبلیغ ونه کړي یا د هغوی پر ضد عملیات تر پوښتنې لاندې را نه ولي، نو د دوی رول به له منځه لاړ شي، او هغوی به خپله د بېارزښته کسانو په لیکه کې شامل شي، نو دوی هم دا کار د خپلې دندې د بقا لپاره کوي.
موږ دغو ډول کسانو ته دا پیغام ورکوو چې تاسو د افغانانو د ایمان، عزم او حقپالنې په وړاندې یو ځل مخکې هم شکست خوړلی دی، نو اوس به هم له دروغو او بېبنیاده پروپاګند څخه هیڅ لاس ته رانه وړئ، موږ به دا میدان هم د خپل حق، صداقت او ایمان پر بنسټ لتاسو ګټو. إن شاءالله.