د ۱۹۷۱م کال پر مهال د بنګالي مسلمانانو پر ضد د پوځ «جهاد»:
له یوې خوا پاکستاني پوځ د مشرکو کفارو پر وړاندې د شرموونکې بزدلۍ او بېغیرتۍ داسې بېلګې وړاندې کړې؛ خو له بلې خوا د ټولې جګړې په اوږدو کې همدغه خونړي او بدکردار پوځ پر بېوسه بنګالي مسلمانانو داسې راخوځېدلی و، لکه اصلي «جهاد» یې چې همدا وي.
د دسمبر د ۲۵مې او ۲۶مې شپې په ترڅ کې د ډهاکې ښار د درنو توپونو تر سختې او وحشیانه بمبارۍ لاندې ونیول شو او بېشمېره بېوسه ملکي وګړي پکې شهیدان شول. د سپټمبر او اکتوبر ترمنځ د «دهوم ګهاټ» په سیمه کې ځایي خلک په کتارونو کې ودرول شول او د ډزو د ځانګړو قطعو “Firing Squad” له خوا ووژل شول. د ۱۹۷۱م کال د مارچ په ۲۸مه د لېفټننټ جنرال یعقوب خان په امر د کومیلا په پوځي قرارګاه کې په یوه ورځ کې ۱۷ بنګالي افسران او ۹۱۵ بنګالي سرتېري ووژل شول. همدارنګه د «سلد اناسي» په سیمه کې شاوخوا ۵۰۰ کسان ووژل شول.
مشهور بنګالي لیکوالان، ډاکټران، انجنیران، استادان او سیاستوال یو په بل پسې په نښه او ووژل شول. په ټوله کې د بنګال د خلکو پر ضد د ظلم او وحشت یوه توره او خونړۍ کیسه ولیکل شوه.
د بنګلهدېش حکومت ادعا کوله چې د دغې جګړې په بهیر کې پوځ درې میلیونه بنګالیان وژلي دي، په داسې حال کې چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز (GHQ) په ۱۹۷۲م کال کې پخپله د ۲۶ زره بنګالیانو وژل منلي وو. که څه هم د بنګلهدېش د حکومت دا ادعا مبالغه ښکاري، خو دا حقیقت نه شي رد کېدای چې د وژل شویو شمېر په سلګونو زرو ته رسېده. ځکه د حمودالرحمن کمېسیون مخې ته د برېګېډیر اقبال الرحمن شریف د شهادت له مخې، د پوځ یو لوړپوړي چارواکي جنرال ګل حسن به د پوځي مرکزونو د لیدنو پر مهال له سرتېرو پوښتنه کوله: “How many Bengalis have you shot?”
»تاسو څو بنګالیان وژلي دي؟«
په بنګال کې د دغه پوځ جنایتونه یوازې تر وژنو محدود نه وو، بلکې د ۱۸۵۷م کال د پېښو په څېر یې د ګڼو بنګالي ښځو او نجونو باندې جنسي تېرۍ وکړه. د بنګلهدېش حکومت ادعا کوله چې شاوخوا دوه لکه ښځې د جنسي تېري قرباني شوې دي. د جنسي تېري پېښې دومره عامې وې چې نږدې هر افسر او سرتېری ترې خبر و، او ګڼ شمېر یې پکې مستقیم لاس درلود.
لفټننټ کرنل عزیز احمد خان د حمودالرحمن کمېسیون پر وړاندې په خپله ګواهۍ کې ویلي وو چې د پوځیانو ترمنځ دا جمله مشهوره وه:
“When the Commander (Lt. Gen. Niazi) was himself a raper, how could we be stopped”!
«چې زموږ قوماندان (جنرال نیازی) پخپله د ښځو په عزت تېری کوي نو بیا چا موږ منع کولی شول؟»
همدارنګه د بنګالي مسلمانانو مالونه او شتمنۍ هم د پوځ له لوټمار څخه خوندي پاتې نه شول. د جنرال راؤ فرمان علي د وینا له مخې، جنرال نیازي ختیځ پاکستان ته د رسېدو او د پوځ د قوماندې له اخیستو سمدستي وروسته ویلي وو:
«زه ولې د خوراکي توکو د کمښت خبرې اورم؟ ایا د دې سیمې خلک غواوې او وزې نه لري؟ دا د دښمن خاوره ده، هر څه چې غواړئ واخلئ! موږ په برما کې (د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال) همداسې کول.»
د جنرالانو د همدې هڅونې پایله وه چې افسرانو او سرتېرو د پلټنیزو عملیاتو پر مهال پراخه لوټماري کوله. کله چې په ځینو مواردو کې د پوځیانو بارکونه وپلټل شول، د حمودالرحمن کمېسیون د راپور له مخې ترې ټلوېزیونونه، یخچالونه، هوايي کولرونه، ټایپرایټرونه، سره زر، ساعتونه او ګڼ نور قیمتي توکي ترلاسه شولي.
په یوه بله پېښه کې د ۵۷مې لوا قوماندان برېګېډیر جهانزیب ارباب، له څلورو ډګروالانو او یوه مېجر سره په ګډه د سراج ګنج د ملي بانک له خزانې څخه دیارلس نیم ملیونه روپۍ غلا کړې. د دې غلا راز هغه مهال افشا شو چې د «پکسي پل» پر سر یو جې سي او په تصادفي ډول د غلا شوې شتمنۍ لېږدوونکې موټر تلاشي کړ.
برسېره پر دې، لوړپوړي جنرالان هم په لوټمار او مالي فساد کې ښکېل وو. د ډګروال بشیر احمد خان د شهادت له مخې، د مېجر جنرال محمد جمشید مېرمنې د ډهاکې د پرېښودو پر مهال زیاته اندازه غلا شوې نغدې پیسې لوېدیځ پاکستان ته انتقال کړې. جنرال نیازی هم د جګړې پر ځای د ټولې مودې په اوږدو کې د پان د قاچاق په چارو بوخت و.
په حقیقت کې، د هغو پوځیانو له اولادونو څخه چې په ۱۸۵۷م کال کې یې د ډهلي د مسلمانانو له کورونو ان تر کټونو پورې لوټ کړي وو، د داسې سپکو او خسیسو کړنو ترسره کېدل د حیرانتیا وړ نه وو.











































