افغانستان چې د امپراطوریو هدیره بلل کیږي او د تاریخ په اوږدو کې یې خپلو غلیمانو ته د سر په کاسه کې وینې ورکړې، د خپل شهامت او لوی برم د ساتنې تر ټولو لویه وسیله یې د ملت یووالی، همغږي او له خپل نظام سره اوګه په اوګه دریدل وه، چې د ملت او نظام د دغې لویې همغږي ټول کریډیټ منبر او د مقدس جومات ملا امام ته ورکول کیږي.
 د مختلفو زماني مقاطعو پرمهال، په افغانستان کې له منبر څخه د یرغلونو  پر وړاندې د خلکو د راپارولو او بسیجولو په موخه په بېلابېلو تاریخي دورو کې کار اخیستل شوی دی.
 منبر، د یوې دیني او ټولنیزې وسیلې په توګه، نه یوازې د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې، بلکې د داخلي بغاوتونو، ټولنیزو اصلاحاتو او دیني پیغامونو د خپرولو لپاره هم کارول شوی دی.
 د غزنوي او تیموري دورو په څېر تاریخي دورو کې، علماؤ  له منبر څخه کار واخیست، ترڅو د خلکو ترمنځ د اسلامي ارزښتونو او تعلیماتو تبلیغ وکړي، چې همدې ګام  په غیر مستقیمه توګه د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د یووالي لپاره زمینه برابره کړه.
 منبر په ۱۶مه او ۱۸مه پیړۍ کې د  مغولو او صفویانو د امپراطوریو پرمهال د بهرني تجاوز  پر وړاندې په اغیزمنه توګه وکارول شو.
 د پیر روښان لخوا د مغولو پر وړاندې د قبایلو د راټولولو او د صفوي امپراتورۍ پر وړاندې د محلي مقاومتونو پر مهال، په جوماتونو کې د منبر له لارې خلک د آزادۍ او خپلواکۍ اخیستنې په پار  هڅول یې څرګند مثالونه دي.
 د صفویانو پر وړاندې د هوتکیانو پاڅون، چې په ۱۷۰۹ کال کې پیل شو هم له منبر څخه په پراخه کچه د خلکو د بسیجولو  لپاره کار اخیستل شوی و. د هوتکیانو تحریک، چې د میرویس هوتک په مشرۍ پیل شو، د صفوي امپراتورۍ د ظلمونو او مذهبي فشارونو پر وړاندې یو ملي او دیني پاڅون و.
که یې له نږدې پېره را پیل کړو، نو د  ۱۹مې پېړۍ په لومړیو او منځنیو کلونو ۱۸۴۲ /۱۸۷۸ کې، کله چې انګرېزانو پر  افغانستان  یرغل وکړ، نو دیني مشرانو او علماؤ له منبر څخه د دغه اشغال پر وړاندې خلک وهڅول او  پر وړاندې یې د وسلوال تحرک روحیه یې ورکړه؛ په جوماتونو او کلیوالي غونډو کې، علماء کرامو او نفوذي شخصیتونو د انګرېزانو پر وړاندې د جهاد اعلان کاوه او د خلکو ملي او دیني احساسات یې د دغه څو پړاوویز اشغال پر وړاندې راوپارول.
 چې وروسته بیا ملا مشک عالم او نورو دیني مشرانو چې لا یې نومونه د تاریخ څپرکو کې ژوندي پاتې، په خپلو فکري او عملي هڅو بدمرغه انګریزانو ته د عبرت سخت درس ورکړ؛ چې  بالاخره د انګریز ټول درې واړه یرغلونه د علماء کرامو په قیادت او د منبر د فکري هڅو په برکت پای ته ورسیدل.
وروسته چې امان الله خان د همدې علماؤ په معنوي او عملي قرباني د واک ګدۍ ته ورسید او خپلواکي یې اعلان کړه، په تعقیب یې د واک د تداوم لپاره یو شمیر اسلام ضده کړنلارې له اروپا څخه کابل ته د تطبیق لپاره واردې کړې او غوښتل یې د نوښت په نوم یې پر افغانانو تحمیل او تپي، یوځل بیا همدا منبر او علماء وه، چې ولسونه یې د پردې تر شا له شومو پلانونو اگاه کړل او د سیکولریستي مفکورې تطبیق یې په نطفه کې خنثا کړ.
 وروسته بیا د شوروي اتحاد پر وړاندې (۱۹۷۹-۱۹۸۹)د ۷۰مې او ۸۰یمې لسیزو په اوږدو کې، کله چې شورويانو پر افغانستان یرغل وکړ، منبر یو ځل بیا د مقاومت لپاره یوه پیاوړې وسیله شوه؛ مولوي نصرالله منصور، مولوي محمد نبي، مولوي یونس خالص او نورو علماء کرامو او مجاهدو مشرانو، په جوماتونو او کلیوالي غونډو کې د شوروي اشغال پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ.
 چې د ملت له سرتاسري پاڅون وروسته شوروي مات او په کوردننه هم دړې وړې شو.
 له  ۲۰۰۱م  کال وروسته، کله چې امریکا او ناټو ځواکونو د ټول وسلوال ځواک په مټ   پر افغانستان یرغل وکړ او د ا.ا.ا نظام یې سقوط کړ، یوځل بیا د ملت له متنه علماء راوټوکیدل او د دغه اشغال پر وړاندې یې د پاڅون فتوا صادره کړه، چې تر شل کلن مقاومت او سترو مظالمو وروسته امریکا د خپلو ټولو بهرنیو  اشرباڼو او داخلي ملاتړو سره یوځای د سولې په نوم د تسلیمۍ خبرو  ته سرښکته او له افغانستانه تیښتې ته مجبور شول.
 خو د پاکستاني رژیم پر وړاندې له دې ټولو دورو داځل منبر په یوه جلا مقطع زماني کې اغیزمن کار کوي.
 ګاونډی رژیم چې  ریښې یې امریکایي ملاتړ ټینګې ساتلې، په داخل کې هیڅ هغسې  ولسي ملاتړ نه لري لکه امریکایانو، شورړیانو، انګریزانو او… چې درلود؛ داځکه چې د ملت د مفاد لپاره نه بلکې سیمه کې د امریکایی ګټو د خوندیتوب او د واک په اډانه کې د  یوې مرموزې حاکمې کړۍ د بقا لپاره یې نشأت راغلی دی.
 داځل منبر  داسې مهال خپل رول لوبوي چې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته پروت ولس   په یوه غږ د  رژیم او هلته د حاکمې کړۍ پر وړاندې په تحرک راغلی دی.
اوس په ګاونډ کې ټول سیاسي او ملي اپوزیسیونونه، مطرحې څیرې او عام ملت له خپل دغه مستبد واکمن څخه تر پوزې راغلي او د پر ځیدو لپاره یې ځینې نرمه مبارزه کوي او لوی شمیر یې پر وسلوال جهاد لاس پورې کړی دی.
پر کابل او یو شمیر ولایتونو د ګاونډي رژیم تر یرغل وروسته، نن په یوه غږ په ټول افغانستان کې له منبر څخه د ا.ا.ا  پر ملاتړ او د اشغالګرو پر وړاندې د اتحاد غږ پورته شو؛ چې دا کولای شي، سیمه کې د دغه رژیم بقاء ته د  خطر د لوی زنګ په معنا وي.
 ګاونډ کې د حاکمې کړۍ پر وړاندې د افغان جومات له منبرڅخه تر  منسجم غږ وروسته، د پایو انزوا ته ممکن د ګوتو په شمیر محدودې ورځې شپې پاتې وي..
 په پای کې:
 له همدې منبره چې د انګریزانو پر وړاندې غږ پورته شو، نسکور یې کړل، د شوروي او امریکایي اشغال پر وړاندې چې غږونه هسک شول، دواړه سرنګون شول؛ اوس د ګاونډ رژیم پرځیدو ته ګوتې شمارئ.
کتونکي باید یوې نقطې ته متوجه وي؛ تاریخ کې لومړی ځل دی چې پاکستان افغان خاوره کې د قاتل جاسوس له نشتون سره مخ دی او دا د افغان ملت د اتحاد، همدلۍ او یو موټي کیدا څرګنده نمونه ده..
 پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ مخامخ ځمکني او هوایي بریدونه، د isi او واکمن رژیم د بشپړې ناکامۍ او لوی مجبوریت څرګند دلیل دی.
 پاکستان که د ا.ا.ا د ځیرک ځواک پر وړاندې نور غوراوي درلودای، مخکې به یې عملي بڼه ورکړې وه.
 پاکستان چې تر دواړو بریدونو وروسته یې د اوربند زارۍ خپله مطرح کړې، دا هم د ا.ا.ا د فوقیت څرګنده نمونه ده.
 هوکې؛ ګاونډ کې حاکمه کړۍ نه ملت لري او نه په ولس کې خواخوږي، نور که امریکا پانګونه پرې کوي یا غرب د خپلو مفاداتو لپاره د ټیشو پیپر په توګه کاروي، زیان به یې خپل لور ته وي.
 ان شاءالله..
 
 



























 
 












