په ټولنه کې ځينې خلک داسې وي چې وفاداري يې د يو شخص، قوم يا نظام سره نه، بلکې له خپلو ګټو او منفعته سره تړلې وي، دغه ډول کسان د يوې ډلې يا مشر تر سيوري لاندې ژوند کوي او هر وخت د هغه مصلحت ساتنې ته تيار وي، خو دا وفاداري يې له اخلاقو، انصاف او انسانيت سره هيڅ تړاو نه لري.
داسې کسان د بادار په اشاره خپل قلم، ژبه او ځواک د هغه د دښمنانو د ځپلو لپاره کاروي. دوی د بادار د ګټو په لاره کې دروغ، چل او فساد عادي ګڼي، ځکه دوی د بادار په رضا کې خپله ګټه ويني. که بادار بدل شي، دوی سمدستي خپله وفاداري نوي بادار ته بدلوي، ځکه اصلي وفاداري يې د قدرت او ګټې سره ده. په ټولنيزو او سياسي بدلونونو کې، دا ډول کسان تر ټولو خطرناک وي، ځکه دوی د نظام د فساد بنسټ جوړوي. دوی نه د حق پلوي کوي، نه د عدالت، يوازې د خپل بادار خوشحالول او خپل مقام ساتنې ته متوجه دي.
د داسې کسانو تر ټولو څرګنده بېلګه اوس مهال د سپينې ماڼۍ د نوي-زاړه مېلمه ډونالډ ټرمپ او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير دي. کله چې ټرمپ بېرته سپينې ماڼۍ ته راستون شو، عاصم منير د هغه د ستراتيژۍ تر ټولو وفادار اجرا کوونکی وټاکل شو. په دې وروستيو کې، د عاصم منير د وفادارۍ تر ټولو وحشيانه بېلګه د ۲۰۲۶ م کال د مارچ مياشتې په ۱۶ مه، په کابل کې د “اميد” په نوم د معتادينو په روغتون باندې بريد و، چې دا د ۲۰۰۰ بسترو معتادينو درملنيز مرکز و، او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه يې د مخدره موادو روږدي کسان د درملنې لپاره راټول کړي وو.
د شپې ناوخته، کله چې معتادينو د تراويحو د لمانځه وروسته د خوب لپاره ترتيب جوړاوه، د پاکستان پوځي رژيم جيټ الوتکو په همدې روغتون بمبار وکړ، چې د عامې روغتیا وزارت او کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په دې بريد کې لږ تر لږه ۴۰۸ بې ګناه کسان شهیدان او ۲۶۵ نور ټپيان شول. د حکومت وياند مولوي ذبیح الله مجاهد دا بريد “د انسانيت پر ضد جرم” وباله او ويې ويل چې دا “د ټولو منل شويو اصولو خلاف عمل دی”.
اسلام اباد هڅه وکړه چې دا بريد “پر پوځي تاسیساتو” بريد وبولي، خو د روغتون شاوخوا کوم پوځي مرکز نه و. د بريد په اړه د بېلابېلو نړيوالو رسنيو له خوا خپاره شوي انځورونه هم دا ثابتوي چې دلته په وینو لړلې جسدونه او د ړنګو شويو دیوالونو لاندې بې ګناه کسانو پرته بل څه نه وو. په دې ټولو کې تر ټولو دردناکه حقيقت دا دی چې عاصم منير د خپل عمل په اړه مذهبي، قانوني او ستراتيژيکي توجیه هم لري. هغه وايي چې دا د پاکستان د خاورې ساتنه ده، دا د ترهګرو پر ضد بريد دی، او همدا ډول دا د ګاونډي هېواد په ثبات کې مرسته ده. خو حقيقت دا دی چې دا ټول دليلونه يوازې د هغه د وفادارۍ د پټولو لپاره جوړ شوي نقابونه دي. ريښتینې وفاداري يې د پاکستان له خاورې سره نه ده، بلکې د ټرمپ له ګټې سره ده.
همداشان عاصم منير پاکستان د خپلو ګاونډيانو په سترګو کې د يو بې اعتباره، د بهرنيو امرونو د پلې کوونکي هېواد په توګه راڅرګند کړ. عاصم منير ته بايد وويل شي: ته چې د خپل بادار په امر بمباردۍ کوې، خو پوه شه چې دا بمونه به ستا د هېواد (پاکستان) پر سر راولوېږي. دا بريدونه به د افغانستان د خلکو په زړونو کې ستاسې په وړاندې کرکه نوره هم ژوره کړي، او دا کرکه به يوازې د همدې بمونو په اورولو سره پای ونه مومي، بلکې د تاريخ په اوږدو کې به ستاسو د نسلونو په وړاندې پاتي وي.
خو دلته يو مهم حقيقت پرته له دې چې وويل شي، هغه دا چې افغانستان هيڅکله چاته سر نه دی ټيټ کړی، بلکې هر یرغلګر ته يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي. دا هېواد د تاريخ په اوږدو کې د سکندر له لښکرو نيولې د برتانيې تر امپراتورۍ، د شوروي اتحاد تر پوځي یرغل او د امريکا تر ټولو اوږدې جګړې پورې، داسې ميدان و چې هر یرغلګر پکې د فرعون په شان غرق شوی. د دې ځمکې هر څاڅکی د اتلولۍ او ازادۍ داستان لري، هر غر يې د مقاومت يادګار دی، او هر ډبره يې د هغو شهیدانو په وينه رنګينه ده چې د دې خاورې د عزت لپاره يې سرونه قربان کړل.
همداراز حاکم اسلامي نظام د الله تعالی په نصرت او د خپل مؤمن مسلمان مجاهد اولس په ملاتړ سره د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې یو نه ماتېدونکی سنګر دی. دا سنګر د هغو غلامانو په وړاندې ولاړ دی چې د بهرني بادار په اشارې سره پر بېګناه خلکو بريدونه کوي. حاکم اسلامي نظام د خپلې خاورې د هر انچ څخه دفاع کوي، د خپل ولس د عزت ساتنه خپله ملي وجيبه بولي، د اسلامي شریعت او ملي ارزښتونو ساتنه يې د خپل شتون اصلي لامل دی.
دا حکومت د هغو تېرو دورو په څېر نه دی چې د بهرنيو فشارونو په مقابل کې به ځنګېده؛ نن ورځ افغانستان يو متحد، با عزته او د خپل ولس په ملاتړ ولاړ نظام لري چې هيڅ ځواک يې نه شي ماتولی، د خپل ولس د دفاع په لاره کې هر ډول قرباني ته تيار دی. د دې حکومت سرتېري شپه او ورځ د خپلې خاورې ساتنه کوي، د دې نظام مسؤلينو د خپل ولس د خدمت لپاره خپل ژوند وقف کړی، او د دې ولس مېرمنې، بوډاګان او ځوانان د دې نه ماتيدونکي سنګر تر شا ولاړ دي. دا يوازې يو حکومت نه دی، بلکې دا د يوه ولس اراده ده چې د لسګونو کلونو جګړو، بې عدالتۍ او بهرنيو لاسوهنو څخه وروسته يې خپلې پښې په خپله ځمکه کې ټينګې کړې دي.
په پای کې افغانستان نن د خپل تاريخ تر ټولو پیاوړي، متحد او نه ماتېدونکي سنګر په بڼه ولاړ دی، د خپل ولس په ملاتړ به د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په ساتنه کې له هيڅ ډول قربانۍ دريغ ونه کړي. که دې سنګر ته څوک په زور سره راشي، نو پای به يې د هغو په شان وي کوم چې مخکې راغلي وو، او په همدې مغروره خاوره کې یې د غرور نيلي نسکور او نومونه يې د تاريخ په پاڼو کې نورو ته د پند په ډول ثبت شول.










































