کله چې د اسلام لارویانو ته د جهاد امر وشو، ورسره هم مهاله د جهاد زرینه فلسفه هم پیل شوه، هغه فلسفه چې تل یې محکوم امت د عروج تر لوړو رسولی او د اسلام په دښمن یې د مغلوبیت تراخه څښلي دي.
د سیرت علماء د اسلام هغه لښکر ته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې ګډون کړی وي، غزوه وایي، نښته که شوې وي، یا نه او هغه لښکر ته چې ده مبارک پکې ګډون نه وي کړی سریه یا بعث (ټولۍ) وایي، نښته که پکې شوې وي یا نه.
د غزاء ګانو په شمېر کې بېلابېل نظرونه موجود دي، چې موسی بن عقبة، محمد بن اسحاق، علامه واقدي، ابن جوزي رحمهم الله او ګڼ شمېر نور علماء وایي چې ټولې غزاء ګانې (۲۷) دي، دغه ډول د سریو په شمېر کې هم د قولونو اختلاف موجود دی، د ګڼ شمېرو رایه داده چې د سریو شمېر اته دېرش (۳۸) دی.
دغه غزاء ګانې او سریې یوازې د لسو کلونو په اوږدو کې رامنځته شوې، کوم چې له هجرته پیل، بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات پورې، د دغه تسلسل لومړنۍ غزوه “أبواء” او وروستنۍ غزوه یې “تبوک” ده، له دې معلومولای شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څومره د جهاد مبارک حکم باندې عامل و.
د غزواتو او سریو په اړه د قولونو اختلاف ته لنډه کتنه:
دا چې د غزاء ګانو او سریو په شمېر کې بېلابېل قولونه راغلي، لامل یې سیرت لیکونکي دا ښيي، چې ځیني علماء څو غزاء ګانې له دې امله په یو بل کې مدغموي چې په یو سفر کې پېښې شوې وي او ځیڼي نور علماء بیا همدغه غزوات مستقله یوه یوه غزوه شمیري، په یوه سفر کې د را منځته کېدو ټکی نه رعایت کوي، په دې اړه نور توجیهات هم شته، موږ په همدغې یوې بسنه کوو.
لومړۍ غزوه: (غزوة الأبواء/ودان):
ابواء یا ودان د ځایونو نومونه دي، لومړنۍ غزاء ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ګډون پکې شاوخوا ۷۰ مهاجرینو صحابه کرامو ګډون درلود، دغه غزوه د هجرت په دویم کال د صفرې په میاشت کې رامنځته شوې، نښته پکې نده شوې، د مسلمانانو موخه د قریشو قافله چې د شام له لوري مخ په مکې روانه وه او د بنوضمره قبېله وه، د اسلام لښکر د ودان تر سیمې ورسېد، خو قافله تللې وه، او د ښکار له منګولو بچ شوې وه، د بنو ضمرة قبیلې جنګ ته زړه ښه نه کړ او صلحه یې وکړه، چې د صلحې څو مهم ټکي په لاندې ډول دي:
۱: بنو ضمره به له مسلمانانو سره جګړې نه کوي
۲: نه به د مسلمانانو له دښمنانو سره مرسته کوي
۳: د اړتیا پر مهال به د مسلمانانو مرستې ته ور دانګي
۴: تر څو چې دوی پخپل تعهد ولاړ وي، مسلمانان به یې مرسته کوي، خو که تعهد یې مات کړ، بیا یې په مسلمانانو مرسته نشته
د دغې غزاء برخوال ۱۵ ورځې له مدینې منورې څخه بیرون ول، په مدینه منوره کې د دولت چارې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ځای سعد بن ابی عبادة رضی الله عنه سمبالولې.
له دې غزاء اخیستل شوي درسونه:
الف: رسول الله صلی الله یوازې د منبر په سر د قران او د شریعت بیانوونکی نه و، بلکې د جهاد په دګر کې پوه پوځي، او د جنګ په تاکتیکونو اګاه جنرال هم و، هغه صلی الله علیه وسلم د جنګ په ټولو ابعادو پوه و، حال او راتلونکي ته په کتو یې د جنګ ډګر تل داسې سمبال کړی، چې په پایله کې یې بریا خپله کړې ده.
دا چې د بنو ضمره قبیلې د مکې او مدینې په لار کې یو ستراتیژیک موقعیت درلود او د مکې قریشو کولای شوای له موقعیته یې د ځان لپاره استفاده وکړي، نو ځکه یې په پورتنیو شرائطو صلحه ورسره وکړه، ترڅو له قریشو سره د راتلونکي پېښېدونکي جنګ په بهیر کې بنو ضمره د قریشو ملاتړ غوره نکړي.
ب: له کفارو سره د معاهدې جواز د رسول الله صلی الله علیه وسلم له همدې کړنې هم استنباطولای شو، سیاسي تړون چې مسلمان حاکم یې د مسلمانانو لپاره مصلحة وګڼي او د مسلمانانو د حالي یا راتلونکي ضرر او ننګونې مخنیوی وکړای شي، په شریعت کې اصل لري، چې د دغې غزوې پڅېر رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېرو ځایونو کې دغه کړنلاره غوره کړې ده.
خو په سیاسي تړون کې د مسلمانانو موقف باید معلوم وي، دا رنګه د ټولو مسلمانانو مشترک مصلحة ته باید کتنه پکې شوې وي.