د کریډیټ کارتونو د درغلۍ له لارې تمویل:
په معاصر وخت کې ترهګریز سازمانونه، په ځانګړې توګه داعش، له دودیزو تمویلي لارو اوړي او د سایبري فضا له پیچلو او نامرئی امکاناتو څخه پراخه او هوښیاره استفاده کوي، د دغو نوو لارو تر ټولو اغېزناکه او ګټوره لاره، د کریډیټ کارتونو درغلي ده، چې داعش یې د خپلو پراخو عملیاتي فعالیتونو، شبکو او ایدیولوژیکو تبلیغاتو د تمویل لپاره کاروي.
دا تاکتیک نه یوازې ارزانه او مؤثر دی، بلکې د څارنې له پلوه د نړیوالو امنیتي ادارو لپاره یوه لویه ننګونه هم بلل کېږي، داعش دا ډول درغلي په څو پړاوونو کې ترسره کوي: لومړی، د فیشینګ، مالویر، او Dark Web له لارې کارتونه ترلاسه کوي؛ بیا له دغو کارتونو څخه د قیمتي توکو، تحفه کارتونو، یا حتی کرپټو اسعارو اخیستو لپاره استفاده کوي او نهایتاً د حاصل شوو پیسو د سپینولو لپاره له غیر رسمي شبکو، حوالو او منځګړو اشخاصو څخهګټه اخلي.
دا پروسه ښيي چې داعش نه یوازې یو تاوتریخجن سازمان دی، بلکې یو ماليمحوره، مسلکي او تکنالوژیک شبکې لرونکی جوړښت هم لري، په اروپايي هېوادونو، ترکیه او خلیجي سیمو کې د ترسره شویو څېړنو له مخې، داعش یوازې د کریډیټ کارت درغلیو له لارې په لسګونه میلیونه یورو ترلاسه کړي دي.
په ۲۰۱۵ کال کې د Europol یو راپور ښيي چې د داعش یوازې یوې کوچنۍ هستهیي شبکې، د دې طریقې له لارې ۳.۵ میلیونه یورو ترلاسه کړي وو، چې له هغې وروسته بیا همدا شبکه د داعش د سایبري تمویل یوه له اصلي ستنو څخه وشمیرل شوه.
د کریډیټ کارتونو درغلي د داعش لپاره څو مهمې ځانګړتیاوې لري: لومړی، دا لاره د څار او کشف څخه تر ډېره پټه ده؛ دویم، د تخنیکي مهارتونو له امله دا سازمان کولی شي له کوچنیو پانګونو لوړې ګټې ترلاسه کړي؛ او درېیم، دا طریقه د نړیوالو سرحدونو محدودیتونه نه لري، له همدې امله، د داعش دا استراتیژي، د تروریزم د تمویل په برخه کې د پالیسي جوړونکو، امنیتي ادارو او مالي څارونکو لپاره یو جدي او دوامداره ګواښ ګڼل کېږي.
په پایله کې، دا څرګنده ده چې ترهګر سازمانونه، په ځانګړي ډول داعش، د نړیوالو بانکي او مالي نظامونو تخنیکي نیمګړتیاوې او سایبري خلاوې د خپلو شومو اهدافو لپاره کاروي، د کریډیټ کارتونو له لارې د درغلۍ تمویلي ماډل، د ترهګرۍ د عصري بڼې ژور انعکاس دی، چې له دودیزو طریقهوو څخه جلا او خورا پېچلی، ژر بدلېدونکی او نړیوال دی. د دې ډول ستراتیژیکو تمویلي تاکتیکونو پر وړاندې، یوازې یو ترکیبي، حقوقي، تخنیکي او نړیوال غبرګون کولای شي د داعش د مالي شبکې مخه ونیسي.
د کارتونو درغلي – د داعش لخوا کارېدونکی مکمل میکانیزم:
لکه څرنګه چې پورته ذکر شول، کریډیټ کارت درغلي یوه له هغو عصري سایبري تاکتیکونو څخه ده چې ترهګر سازمانونه، په ځانګړې توګه داعش ترې د مالي منابعو ترلاسه کولو لپاره استفاده کوي. دغه ډول درغلي کې، له غیري قانوني لارو د خلکو یا شرکتونو د کریډیټ کارت معلومات غلا کېږي، او بیا د دغو معلوماتو له لارې توکي اخیستل، پیسې انتقالول، یا نورې فریبکارۍ ترسره کېږي.
دا ډله لومړۍ د مختفلو تګ لارو په کارولو سره، د کارت معلومات لاسته راوړي، په دویم قدم کې لاسته راوړي معلومات کاروي او ترڅنګ یې یو شمېر تکتیکونه د هویت ډ پټ ساتلو په پار کاروي، د نړیوالو راپورونو له مخې، دې ډلې یه میلیونو ډالر له همدې لارې لاسته راوړي چې لاندې د یادولو وړ دي.
لومړۍ: د کارت د معلوماتو په غیر قانوني بڼه لاسته راوړل
داعش ډله د لاندې تګلارو په کارولو سره، د خلکو معلومات په غیر قانوني بڼه ترلاسه کوي.
فیشین :(Phishing) داعش پورې تړلي یا اجیر شوي هکران جعلي ایمیلونه، SMS او ویبسایټونه جوړوي چې ظاهراً د معتبرو بانکونو یا خدماتي شرکتونو دي، هدف دا وي چې قرباني خپل د کریډیټ کارت شمېره،CVV کوډ، د اعتبار پای نېټه او نور شخصي معلومات داخل کړي، دغه معلومات سمدستي هکرانو ته انتقالېږي.
مالویر (Malware) او کیلاګرونه (Key loggers): داعش یادوی پورې تړلې شبکې داسې ویروسونه جوړوي چې د کمپیوټر یا موبایل د کیبورډ ټول ټایپونه ثبتوي، د بانکي سایټونو د کارونې پر وخت، د کارونکي معلومات ثبتېږي او داعش ته لېږل کېږي.
د Dark Web نه کارتونه اخیستل: داعش غړي یا متحد هکران له ډارک ویب څخه غلا شوي کارتونه پېري. دا معلومات اکثر د روسي، آسیايي یا اروپايي هکرانو له لورې راټولیږي. هغه کارتونه چې فعال وي او پیسې ولري، د هغوی قیمت له ۵ ډالرو نیولې بیا تر ۵۰ ډالر پورې دی.