محب الرحمن مخلص
د تکفير لومړی لامل (غلط فهم):
خوارج چې مسلمانان په ګناه کافران ګڼي، ددې اساسي لامل د هغوی غلط فهم دی، ځکه دوی د يو شمېر قرآني اياتونو او نبوي احاديثو څخه داسې مراد اخلي، چې هغه د نورو اياتونو او احاديثو سره ښکاره ټکر لري.
امام بخاري رحمة الله علیه په باب قتل الخوارج والملحدين کې وايي: (کان ابن عمر يواهم شرار خلق اللّٰه وقال انهم انطلقوا إلی آيات نزلت في الکفار فجعلوها علي المؤمنين)بخاري.
ژباړه: ابن عمر رضي الله عنهما خوراج د اللّٰه جل جلاله د شریرو خلکو څخه ګڼل او وايي: چې خوارجو د کافرانو په شان کې نازل شوي اياتونه پر مؤمنانو تپلي دي.
مخکې تېر شول: څوک چې پر مسلمان د کافر حکم کوي، د هغه يو مراد د قران او احاديثو غلط فهمول دي. ابن عمر رضی الله عنه د خوارجو د تکفير په وجه د هغوی غلط فهمي بیان کړې ده، ځکه د هغه د وينا مقصد دا دی چې خوارج چې د ګناه په وجه مسلمان د دين څخه باسي، او کافر يې ګڼي، هغوی يو شمېر هغه اياتونه د خپل باطل مذهب لپاره دليل بولي ، چې هغه اصلاً د کافرانو په حق کې نازل شوي دي.
د مثال په توګه، که مسلمان قاضي يا أمير د دوو نفرو تر منځ د ظلم فيصله وکړي، يعني شرعي شواهد او دلايل د يوه حق ثابتوي خو قاضي قصداً د رشوت يا شخصي تعلقاتو له کبله د هغه بل په ګټه فيصله وکړي، د قاضي دغه ډول ناحقه فيصله که څه هم لوی ظلم او ګناه ده، خو د همدغي ګناه له کبله اهل السنة والجماعة پر دغه قاضي د کافر حکم نه کوي.
خو د خوارجو د عقيدې له مخي په دغه ډول ناحقه او د ظلم په فيصله قاضي کافر کيږي، ځکه دوی هغه آيات چې د کافرانو په شان کې نازل شوي دي، پر مسلمان قاضي هم تطبیقوي او وايي چې الله تعالی په قرانکریم کې ويلي دي (ومن له يحکم بما أنزل اللّٰه فأولئك هم الکافرون، المائدة ۴۴)، ژباړه: او څوک چې د اللّٰه د لوري په نازل شوي کتاب فيصله ونکړي، نو هماغه کسان کافران دي.
د پورتني آيت مصداق کافران دي او د هغوی عادت پکې بيان شوی دی، لهذا کوم کسان چې دا آيت پر مسلمانانو تطبیقوي او د ظالمانه پريکړې له کبله مسلمان کافر ګڼي، لامل يې غلط فهمي ده.
حضرت علي او معاويه رضي الله عنهما د خپل منځي اختلاف د له منځه وړلو لپاره پريکړه وکړه، چې هر يو به د خپل لوري حَکَم «پريکړه کونکي» ټاکي، څو شخړي ته د پای ټکی کیږدي، حضرت علي رضي الله عنه د خپل لوري څخه ابو موسی رضي الله عنه، او معاويه رضي الله عنه بيا د خپل لوري څخه عمرو بن العاص رضي الله عنه حَکَم وټاکل.
خوارجو د حَکَم ټاکل د همدي آيت خلاف کار وباله (ان الحکم الا لله) ژباړه: بې له اللّٰه څخه بل هېڅوک هم پريکړه نشي کولاي. تر داسې اندازې چې د حَکَم ټاکل يې کفر وباله، ځکه یې نو د حضرت علي رضي الله عنه په مقابل کې بغاوت وکړ.
په البدايه والنهايه کې وايي: چې ابن جرير رحمة الله عليه وايي، حضرت علي رضي الله عنه يوه ورځ خطبه ويله، يو کس د خوارجو څخه ور ولاړ شو ورته وې ويل: اشرکت في دين الله الرجال، ولاحکم الا لله، فتنادو من کل جانب لا حکم الا لله، فجعل علي يقول، هذه کلمة حق يراد بها باطل. (البداية والنهاية)
ژباړه اي علي: تا د الله تعالی په دين کې خلک شريکان کړل، او پريکړه بې له له الله تعالی څخه څوک نشي کولای، د هر اړخ څخه خوارجو ږغونه پورته کړل، او دا يې ويل: لا حکم الا لله، حضرت علي رضي الله عنه به ويل دا رښتينې وينا ده، خو دوی باطل مراد ځینې اخلي.
ځکه ددې آيت (ان الحکم الا لله) مراد دا نه دی، چې د خلکو د خپل منځي شخړو د حل د پاره پريکړه کونکي منع دي، ځکه د ښځې او مېړه تر منځ چې اختلاف راشي، نو د اختلاف د حل لپاره په سورة النسآء کې الله جل جلاله فرمايلي دي، چې د هر لوري څخه حَکَم ور وليږئ، (وان خفتم شقاق بينهما فابعثوا حکم من اهله وحکما من اهلها، سورة النسآء ۳۵) او که تاسو د ښځې او ميړه تر منځ د درز او اختلاف بيره ولری نو يو حَکَم (پريکړه کونکی) د ميړه د کورنۍ او بل حَکَم د ښځې د کورنۍ څخه ور وليږئ.
د حضرت علي او معاويه رضي الله عنهما لخوا چې ابو موسی او عمرو بن العاص رضي الله عنهما حَکَم وټاکل شول، دا د قرآن شريف خلاف کار نه وو، خو خوارجو د غلط فهم له کبله دا عمل د قران کريم خلاف، بلکې کافر يې وباله.
د پورتنیو مثالونو څخه ښه واضح شول چې د تکفير لامل يو د قرآن شريف او احاديثو څخه د اللّٰه جل جلاله او د اللّٰه جل جلاله د رسول د مراد خلاف شي فهمول دي او يا يې بې ځايه تطبيقول دي.