په تېرو برخو کې یادونه وشوه چې د خوارجو ډلې یوازینۍ مهمه او بنسټیزه موخه د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو د یووالي او امنیت له منځه وړل وو او لا هم ده، د وروستیو کلونو په جریان کې موږ د دې شاهدان وو چې کفارو او د اسلام دښمنانو د همدې ډلې له لارې په اسلامي هېوادونو کې خپل اهداف او غوښتنې پلي کړې.
یهوديان د همدې ګمراهې ډلې له لارې وتوانېدل چې تر ټولو ستر زیان، یعنې په نړیوالو رسنیو کې د اسلام او مسلمانانو د انځور بدنامول؛ نړۍ ته منعکس کړي او داسې وښيي چې سپېڅلی اسلام، د دغې ډلې (خوارجو) په څېر د وحشت، تندلارۍ او د انسانیت دښمن دین دی.
خو په حقیقت کې یوازینی دین چې امنیت، سلامتي، رحمت او مهرباني یې بشریت ته راوړې او ورته یې امر کړی، هماغه مبارک دین اسلام دی. مګر د تاریخ په اوږدو کې د اسلام دښمنانو د بېلابېلو دسیسو، نیرنګونو او د دغسې ډلو په جوړولو سره هڅه کړې چې نړۍ ته د اسلام له حقیقي څېرې سره په ټکر کې انځور وړاندې کړي.
لنډه دا چې له ډېرو کلونو وروسته، کله چې اسلامي امت غوښتل په خپلو پښو ودرېږي، د اسلام دښمنانو وکولای شول چې په اوسني عصر کې د تکفیري ډلې داعش په جوړولو سره خپلې سلګونه موخې او دسیسې عملي کړي، مسلمانان کمزوري کړي او د دوی یووالي ګډوډ کړي.
هو! داعش د اختلافاتو په پارولو سره د مسلمانانو ترمنځ د کرکې، نفرتپارونې او کورنیو شخړو د پراخېدو لامل شو او د اسلامي امت یووالی یې سخت زیانمن کړ. افراطګرۍ، ظالمانه بریدونه او د ماشومانو، ښځو او سپینږیرو بېرحمانه وژل، د نړیوالو په ذهنیت کې د اسلام په اړه شکونه راپارول، په داسې حال کې چې اسلام د امن، ورورولۍ او یووالي دین دی.
داعش مسلمانانو او اسلامي نړۍ ته تر بلې هرې ډلې ډېر زیان ورساوه؛ د مسلمانانو له ژوند او امنیت نیولې، تر اقتصاد، یووالي، کلتور او د اسلامي نړۍ تر ناوړه انځور پورې. د دې ډلې کړنې له سپېڅلي اسلامي تعلیماتو او ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه په تېر کې اړه لرله او نه اوس، بلکې د کفارو دسیسې، د افراطګرۍ زهرجن فکر، جهالت او د دین له ناسم استعمال څخه زېږېدلې پایلې دي.
هیله مند یم چې د اسلامي امت ځوانان به د پخوا په څېر هوښیار، بیدار او بصیر پاتې شي او هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د اسلام او مسلمانانو نوم بیا د دغسې ډلو له لوري ناسم وړاندې شي.











































