المرصاد له خپلو باوري سرچینو څخه د خیبر په قمبرخېلو کې د نامعلومو وسلوالو لخوا د تیرو لیزري عملیاتو په ترڅ کې د یوه وژل شوي داعشي محمد جبار انځورونه ترلاسه کړي دي.
د دقیقو معلوماتو له مخې، محمد جبار د اسلام بادشاه زوی اصلا د اورکزیو ایجنسۍ د غلو چینې سیمې اوسېدونکی و، او د داعشي خوارجو په لیکو کې یې د فعال غړیتوب ترڅنګ، په سیمه کې په ګڼ شمېر اختطافونو کې مستقیم لاس درلود.









































