ابو عبیده هغه پټمخې څېره وه چې له اووم اکتوبر وروسته په بېسارې توګه د خبرونو او رسنیو سرټکی وګرځېد؛ داسې نقابداره سړی چې هره کلمه یې د دې امت پر زړو د ټپونو مرهم او د دښمنانو پر زړونو زهرجن غشی وو. هغه په پټ مخ راغی، خو د ډېرو څېرو څخه یې نقاب پورته کړ.
ابو عبیده د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر په ۲مه د جبالیا کمپ په النور جومات کې د قسام د ویاند په توګه خپله لومړۍ وینا د دې ښکلې جملې سره پای ته ورسوله، «وَ إِنَّهُ لَجِهَادٌ، نَصْرٌ أَوِ اسْتِشْهَادٌ». یوه جمله چې هر ځل ویل کېده ژوره معنی یې درلوده: د دې مقدس مسیر پای یوازې په دوو حالاتو کې را نغښتل کېږي؛ یا بریا او یا شهادت او په دواړو کې، د مؤمن لپاره بریا ده.
څرنګه چې صهیونیستي رژیم د ابو عبیده د خبرو له ژورو اغیزو څخه ناخبره نه و، نو د خپلو امنیتي او پوځي اقداماتو په سر کې یې د هغه په نښه کول ځای پر ځای کړل. له مختلفو ګواښونو څخه نیولې تر هغه چې د هغه اصلي هویت ومومي، سایبري بریدونه او رواني جګړې، ټولو ښودلې چې صهیونیستي دښمن تر هر څه ډېر له “کلمې” وېرېږي؛ هغه کلمې چې الهام ورکوي، روایت رامینځته کوي او د جګړې معادلې بدلوي.
دا نه ستړې کېدونکې هڅې بالاخره بېپایله پاتې نه شوې او د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۰مه، ابوعبیده د غزې ښار د الرمال سیمه کې په یوه ودانۍ باندې د هوايي برید پر مهال شهید شو. خو دا سړی چې تر نقاب لاندې وو، هغه زېرى ورکونکی غږ چې مسلمانانو ته یې هیله بښونکی او د صهیونیستانو او د هغوی د متحدانو زړونه یې لړزول څوک و؟
حذیفه سمیر عبدالله الکحلوت، چې د ابوعبیده او د ابو ابراهیم په نومونو مشهور و، د فلسطین د جهاد تر ټولو وتلې رسنیزه څېره ګڼل کېده، په ځانګړې توګه له اووم اکتوبر وروسته. هغه تل په سور چفیه او پوځي کالیو کې راڅرګندېده او خپله څېره یې له خلکو پټه ساتله. هغه د ۱۹۸۵ کال د فبرورۍ په ۱۱مه د غزې په تړانګه کې وزېږېد. د ده کورنۍ د نیلیا له کلي وه چې د ۱۹۴۸ جګړې پر مهال بېکوره شوه او غزې ته کوچېدلې وه او وروسته یې ډېری وخت په جبالیا کمپ او د غزې په نورو سیمو کې تېر کړل.
ابوعبیده د قسام د رسنیزو فعالیتونو له لومړیو کلونو سره راڅرګند شو او ډېر ژر د قسام په غږ بدل شو. د هغه رسمي حضور د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر په دویمه د النور جومات په خبري غونډه کې پیل شو، چېرې چې د «ایام الغضب» عملیات اعلان شول.
له دې وروسته، د هغه مسؤلیتونه نور هم پراخ شول؛ د رسنیو څانګې اداره، د قسام رواني او سایبري جګړه، د اعلامیو خپرول، د عملیاتو ویډیوګانې او د اسیرانو او ګواښونو اړوند خبرتیاوې.
هغه د کلونو په اوږدو کې، په خپل قوي اواز او مدبرانه پیغامونو سره، د فلسطیني جهاد په ډېرو مهمو پېښو کې رول ولوباوه؛ له «مات شوي وهم» عملیاتو له اعلان او د ګیلعاد شلیط تر اسارت او تر هغو کلیدي دریځونو پورې چې د لوېدیځې غاړې د الحاق پر طرحه او د ۲۰۲۱ نښتو پر مهال یې ونیول؛ او همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د «طوفان الاقصی» عملیاتو کې یې محوري ونډه لرله.
هغه څه چې د باطلو شعارونو څخه جوړ شوی دیوال یې نور هم ونړاوه، دا وو چې په ابو عبیده د ٢٠٠٧ کال راهیسې د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې له بندیزونو سره مخ شو، یوازې د هغه ملت د درد او کړاو په اړه د خبرو کولو لپاره چې د صهیونیستي رژیم د ظلم او جرمونو له امله د کلونو لپاره اسیر و؛ هماغه هیوادونه چې د بیان د آزادۍ غږ یې د نړۍ غوږونه کاڼه کړي دي.
په داسې حال کې چې اسلامي امت د هغه د زېري ورکوونکي غږ د بیا اورېدو تمه درلوده، صهیونیستي رژیم په یوه هوايي برید کې وتوانېد د فلسطیني جهاد له مهمو رسنیزو څېرو څخه یو په نښه کړي. دا کار، که څه هم د قسام پر رسنیز جوړښت ګوزار و، خو ونه توانید چې د مجاهدینو اراده او لوری ودروي.
هو! ابوعبیده د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۰مه په الرمال کې په هوايي برید کې شهید شو. په هغه وخت کې که څه هم د قسام لواګانې چوپتیا غوره کړه، خو د همدې کال د ډسمبر په ۲۹مه یې د هغه شهادت، ریښتینی نوم ـ حذیفه سمیر عبدالله الکحلوت ـ او لقب ابو ابراهیم رسماً تائید کړ.
که څه هم صهیونیستي رژیم د بې شمیره هڅو وروسته د ابو عبیده د غږ په خاموشولو کې بريالي شول، خو په دې امت کې، لکه څنګه چې پخپله ابو عبیده پخپله ویل: ډیری قوماندانان به د یو قوماندان ځای، لس عسکر به د یو عسکر ځای، او زر مجاهدین به د یو شهید ځای ونیسي. دا خاوره مجاهدین روزي او میوه ورکوي، لکه څنګه چې د زیتون ونې روزي.











































