په سیمهییز سیاست کې ځیني ځواکونه خپل دریځ د عقل، اقتصاد او ملي ثبات پر بنسټ جوړوي، خو ځیني بیا د قدرتونو د سیالیو په ډګر کې د اجیرو لوبو برخه ګرځي. پاکستاني پوځي رژيم له لسیزو راهیسې هڅه کړې، چې ځان د ستراتیژیک اهمیت نه بېلېدونکی محور وښيي، خو حقیقت دا دی چې د هر نړیوال بحران پر مهال یې خپله جغرافیه د نورو د جګړو په سنګر بدله کړې ده.
امریکا او ایران که هر ډول پایلې ته ورسېږي؛ که مذاکرات وي، که سیاسي تفاهم وي او که د مقاومت په ډګر کې د امریکا شاتګ، په دواړو حالتونو کې به واشنګټن د سیمې هغو لوبغاړو څخه بېرته حساب غواړي چې د بحرانونو په ژور کولو او د دوه مخو سیاستونو رول یې لوبولی دی. پاکستاني پوځي رژيم هماغه جوړښت دی چې تل یې له جګړو امتیاز اخیستی؛ کله یې د ترهګرۍ ضد جګړې نوم واخیست، کله یې د ستراتیژیک ملګري ادعا وکړه او کله یې د قربانۍ کیسې نړیوالو ته وړاندې کړې، خو نړیوال قدرتونه د اړتیا تر ختمېدو وروسته له خپلو اجیرو سره حساب خامخا کوي.
پاکستاني پوځي رژيم له کلونو راهیسې خپله بقا د بحرانونو پر مدیریت ولاړه کړې؛ د جګړو ساتنه، د اور لمبو ته نږدې پاتې کېدل او د نا امنۍ له فضا سیاسي او اقتصادي امتیازات ترلاسه کول یې د پالیسۍ برخه ګرځېدلې ده خو تاریخ ښودلې هغه جوړښتونه چې خپله بقا د نورو په شخړو تړي، بالاخره د هماغو شخړو تر ټولو ستر قربانیان ګرځي.
نن پاکستانی پوځي رژيم داسې حالت ته رسېدلی، لکه یوه کوچنۍ چونګښه چې د فیلانو د جګړې منځ ته ځان اچوي. کله چې ستر قدرتونه ټکر کوي، کمزوري او محتاج لوبغاړي د فشار تر ټولو لومړني هدفونه ګرځي. اسلامآباد شاید فکر کاوه، چې کولای شي د امریکا، چین، خلیج او سیمې تر منځ په یو وخت څو لوبې وکړي، خو نړیوال سیاست د احساساتو نه، بلکې د ګټو میدان دی. کله چې ګټې بدلې شي، پرونۍ دوستۍ هم په څو ساعتونو کې پر فشار او سپکاوي بدلېږي.
هغه صحنې چې د پاکستاني چارواکو د بهرنیو سفرونو پر مهال نړۍ ولیدلې، یوازې امنیتي پروسیجرونه نه وو بلکې دا د یوه کمزوري نړیوال حیثیت انعکاس و. هغه رژيم چې کلونه یې ځان د اټومي ځواک، ستر پوځ او مهم جیوپولیټیک لوبغاړي په نوم معرفي کاوه، نن یې مشران د شک، بې باورۍ او تحقیر تر سیوري لاندې ګرځي. دا د یوې ورځې نتیجه نه ده بلکې د لسیزو د متناقضو او دوه مخو سیاستونو پایله ده.
پاکستاني پوځي رژيم تل هڅه کړې، چې د داخلي ناکامیو پړه پر بهرنیو حالاتو واچوي، خو حقیقت دا دی چې د اقتصاد سقوط، سیاسي بې ثباتي، د افراطیت پراخوالی او د نړیوال باور کمېدل د همدې پالیسیو محصول دی. نړۍ نوره هغه پخوانۍ نړۍ نه ده، چې هر څوک دې د “ضرورت” تر عنوان لاندې ومنل شي. اوس هېوادونه د ثبات، صداقت او روښانه دریځ له مخې ارزول کېږي.
که سبا امریکا له ایران سره تفاهم وکړي، نو واشنګټن به هڅه وکړي په سیمه کې نوی نظم جوړ کړي او په هغه نظم کې به د شکمنو او دوه مخو متحدینو لپاره ځای محدود وي او که امریکا د مقاومتونو له امله شاتګ ته مجبوره شي، بیا به هم خپله غوسه او ناکامي پر هغو لوبغاړو تشه کړي چې په محاسباتو کې یې غلط رول لوبولی. په دواړو حالتونو کې پاکستاني پوځي رژيم د فشارونو له یوې نوې او سختې څپې سره مخ کېدای شي.
همدا اوس د پاکستان دننه اقتصادي کړکېچ، سیاسي اختلافات او امنیتي بحرانونه د هغه راتلونکي نښې دي، چې ښايي نور هم تریخ شي. یو رژيم چې خپل ملت ته د علم، صنعت او پرمختګ پر ځای د امنیتي لوبو فلسفه وړاندې کړي، بالاخره د همدې لوبو قرباني کېږي.
تاریخ د قدرتونو د جګړو له کنډوالو ډک دی، خو تر ټولو دردناک برخلیک د هغو جوړښتونو وي چې خپل هویت د نورو د جګړو په سیورو کې لټوي. که پاکستانی پوځي رژيم لا هم د سیمهییزو بحرانونو د حل پر ځای د بحرانونو په تجارت بوخت پاتې شي، نو راتلونکی به یې لا پسې سخت، دروند او له انزوا ډک وي. ملتونه د ټوپکونو په شور نه، بلکې د فکر، اقتصاد، علم او د اسلامي او ملي وقار په ځواک ژوندي پاتې کېږي. هغه رژيمونه چې خپل سیاست د اور په لمبو تود ساتي، یوه ورځ به همدغه لمبې د دوی تر دروازو ورسیږي.













































