محمد بن تومرت چې د امازيغي قوم سره تړاو لري، په سوس سیمه کې زېږېدلی او په څلورمه هجري پېړۍ کې یې د شمالي افریقا په مغرب (اوسني مراکش) کې د الموحدین غورځنګ بنسټ کېښود، د نوموړي داعیې او دریځ د خوارجو له افکارو سرچینه اخیسته او خلک به یې په وړو وړو ګناهونو مرتد ګڼل.
د شمالي افریقا سیمې ته تر ستنېدو وروسته محمد بن تومرت د هغه وخت د المرابطون یا المرابطین دولت په وړاندې ودرېد او خلک یې د بغاوت خواته سوق کول، ده خپل ځان ته د “المهدي” لقب ورکړ او د عدالت، توحید او اصلاح شعارونه یې پورته کول او په همدې اساس یې د الموحدین غورځنګ پیل کړ.
محمد بن تومرت د خپل وخت په سیاسي او مذهبي فعالیتونو کې سخت دریځه ګڼل کېده، ځکه چې هغه د اسلامي عقیدې په تصفیه او د اصلاحاتو په عملي کولو کې خورا افراطي او زغرده دریځ درلود، د هغه سخت دریځي د ده په وینا د مذهبي بدعتونو، سیاسي بې عدالتۍ او هغه څه په وړاندې وه چې دی یې د “د دیني اصولو څخه منحرف” باله.
نوموړي په ښکاره ډول مخالفین، په ځانګړي ډول د المرابطون دولت او د یاد دولت امیر علي بن یوسف بن تاشفین کافر وبلل، د محمد بن تومرت د سختې عقیدې له امله د خلکو ترمنځ جګړې او د ټولنې دننه وېش رامنځته شو.
د محمد بن تومرت د سخت دریځه مذهبي نظریاتو د هغه وخت ټول علماء او عام مسلمانان مخالف و او د پیروانو په لاس یې ډېر خلک ووژل شول، په ځانګړې توګه د المرابطون د سقوط په ترڅ کې بې شمېره وینې توی شوې.
د ده هغه ادعاد چې پکې ځان یې امام مهدي ښودلی و د اسلامي علماوو له خوا په پراخه کچه رد شوه او د فتنې سبب وګڼل شوه.
محمد بن تومرت په خپله نظریه کې داسې ځای لري چې د معصومیت ځانګړتیاوې یوازې د انبیاوو لپاره خوندي ګڼي، خو هغه ځان د الهام او الهي لارښوونې پابند بللو، د دې دعوې موخه د خپلو پیروانو په منځ کې خپل دریځ قوي کول و، تر څو هغه دی بې چون و چرا د رهبر په توګه ومني.
هغه ادعاوې چې کله به د محمد بن تومرت پیروانو کولې په لاندې ډول دي:
اول:- د محمد بن تومرت کړنې او پرېکړې د الهي ارادې له مخې دي.
دوهم:- د هغه اقوال د خطا او تېروتنې څخه پاک دي.
درېم:- محمد بن تومرت د خلکو د هدایت لپاره د ځانګړې الهی الهام څخه برخمن دی.
بلآخره د نوموړي په هڅو د المرابطون دولت له منځه لاړ او د الموحدین دولت رامنځته شو.
د المرابطون دولت، چې په ١١مه او ١٢مه پېړۍ کې په شمالي افریقا او اندلس (هسپانیه) کې واکمن و، یوه اسلامي امپراتوري وه چې د سنګي قبیلې (د بربر قومونو یوه څانګه) لخوا بنسټیز شو.
دا دولت د عبد الله بن یاسین په مشرتابه پیل شو او وروسته د یوسف بن تاشفین په مشرۍ پراخ شو، چې د اندلس ډېره برخه او شمالي افریقا یې تر واک لاندې راوستله، د المرابطون دولت د اسلامي تاریخ یوه مهمه دوره ده، چې د اسلامي تمدن، علم او سیاست د پراختیا لپاره یې ډېر خدمت وکړ، خو د داخلي بې ثباتۍ او د الموحدینو د دولت چې په رأس کې یې محمد بن تومرت و د پوځي فشار له امله له منځه ولاړ.