اخترونه د الله جلجلاله له لوري پر مسلمانانو لورینه او انعام دی، په دوه اخترونو (عیدالفطر او عیدالقربان) کې مسلمانانو د دنیاوي خوشحالۍ تر څنګ ګڼې اُخروي ګټې او ثوابونه هم ترلاسه کوي. لوی اختر په اسلامي تاریخ بلکې په انساني تاریخ کې له عظمت ډکه فلسفه لري، چې نړۍ ګڼ شمېر مسلمانان راټولېږي او حرمینو شریفینو کې د سیدنا حضرت ابراهیم علیه السلام، سیدنا اسماعیل علیه السلام او حضرت هاجرې مور مناسک پر ځای کوي او په بدل کې یې الله جلجلاله مسلمانانو ته اجر او ثواب ورکوي.
ددې تر څنګ د مسلمانانو تر منځ پرته له نژادي، قومي او سمتي توپیر څخه د اتفاق، ورورولۍ، پېژندنې (تعارف) ښه وسیله ده او بلاخره مسلمانانو او د نړۍ انسانانو ته دا پیغام ورکوي، چې د الله جلجلاله حضور ته به یوه ورځ همداسې په همدې میدان راټولېږي او د خپلو کړنو حساب به ورکوي.
د لوی اختر او حج په مناسکو کې یو هم د قرباني کول دي، قرباني له قرب څخه اخیستل شوې د نږدې کېدو په معنا ده او اصطلاحي فلسفه یې دا ده؛ کله چې سیدنا ابراهیم علیه السلام خوب ویني، چې خپل زوی سیدنا اسماعیل علیه السلام قرباني (ذبحه) کوي او د پیغمبرۍ له مخې د انبیاء علیهم السلام خوبونه وحیې وي، نو له خپل زوی سره دا وحیې شریکوي، څرنګه یې چې زوی اسماعیل علیه السلام هم انبیاوو له ډلې څخه وو، هغه هم پرته له سوچ او فکر څخه د الله جلجلاله امر ته غاړه ږدي.
ابراهیم علیه السلام په همدې ورځ چې د لوی اختر له ورځو سره برابره ده، خپل زوی سیدنا اسماعیل علیه السلام د قربانۍ میدان ته راولي او تېره چاړه یې په مرۍ ږدي، کله چې ابراهیم علیه السلام د (بسم الله – الله اکبر) په الفاظو چاړه د زوی په مرۍ راتېروي او سترګې خلاصوي، ګوري چې سیدنا اسماعیل علیه السلام یې څنګ ته روغ رمټ ولاړ دی او پر ځای یې د قابل (چې د هابل ورور و) قرباني شوی ګډ (وری) الله جلجلاله د ابراهیم علیه السلام په لاس بیا قرباني کړ او الله جلجلاله ابراهیم علیه السلام په دې ازموینه کې بریالی کړ.
لکه الله جل جلاله چې فرمایلي: وَإِذِ ٱبْتَلَىٰٓ إِبْرَٰهِۦمَ رَبُّهُۥ بِكَلِمَٰتٍۢ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّى جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًۭا ۖ قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِى ۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِى ٱلظَّٰلِمِينَ[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 124]
ژباړه: او هغه وخت یاد کړه، چې پر ابراهيم د هغه رب د څو خبرو ازمېښت وکړ او ابراهيم هغه ټولې سرته ورسولې؛ نو (الله) وويل: “زه تا د ټولو خلكو قائد ټاكم!” – ابراهيم علیه السلام عرض وکړ: “او ايا زما له اولادې سره هم همدا وعده ده؟” – خدای جل جلاله وويل: “زما وعده له ظالمانو سره نشته.
نو له دې حقیقي واقعې او د پورته مبارک ایت له وروستۍ برخې څخه داسې پایله تر لاسه کېږي؛ چې نن ورځ هم مسلمانانو ته د خبل رب جلجلاله پر وړاندې نه یوازې د لوی اختر د حیواناتو قرباني ور په غاړه ده، بلکې د الله جلاجلاله په لار کې د خپلو مالونو، سرونو او اولادونو قراني هم ور په غاړه ده او که چېرې مسلمانان له دې امر څخه سرغړونه وکړي نو دوی به له ظالمانو څخه شي.
لکه څنګه چې سیدنا ابراهیم علیه السلام د نمرود او د هغه د لښکرو په وړاندې مقابله وکړه او بیا یې د الله جلجلاله سختو ازموینو ته بریالۍ ازموینه ورکړه، د نن ورځې مسلمانانو ته هم پکار ده؛ چې د الله جلجلاله د اوامرو منلو ته په بشپړ صداقت ور وړاندې شي، د مالونو د قربانۍ تر څنګ، د اسلام او د نړۍ په سراسر کې د مسلمانو خویندو، ورونو، ماشومانو او الهي شعایرو د ساتنې لپاره د خپلو سرونو قربانۍ ته ور وړاندې شي؛ تر څو په فلسطین، برما، پاکستان، ایران او د نړۍ په نورو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې مسلمانان او انسان د جابرو او ظالمو واکمنانو له ظلم څخه خلاص شي او پر ځای یې د الله جلجلاله اوامرو او احکامو ته د تطبیق زمینه برابره شي.
دا قرابت به یوازې هغه وخت مسلمانانو ته حاصلېږي؛ تر څو په ریښتينې معنا د الله جلجلاله په لار کې د ابراهیم علیه السلام په شان ځان اور ته وغورځوي، یعني د اسلام دفاع ته وړاندې شي، د ابراهیم علیه السلام په شان خپل اولادونه د اسلام د دفاع په لار کې قربانۍ ته وړاندې کړي او د معاصر ظلم په وړاندې د الله جلجلاله د احکامو پر بنسټ بغاوت وکړي.











































