څو ساعتونه وړاندې، د الجزیرې ټلویزیوني شبکې له قوله؛ په لبنان کې د ۲۷۰۰ څخه زیات کسان د اړیکو او د پیغام ليږدونې وړ آله(پیجر) په چاودنه کې په څو ښارونو کې په يو وخت ټپیان شول؛ په داسې حال کې چې رسنیو د ځینو اسرائيلي مقاماتو له قوله ویلي: دغه پېښه د حزب الله په وړاندي د اسرائیلو سایبري جګړه ده.
خو سایبري جګړه څه شی ده؟
سایبري جګړه هغه نښتو ته ویل کېږي چې پکې له ډیجیټل او انټرنیټي وسایلو څخه د برید او دفاع لپاره کار اخیستل کېږي.
دغه ډول جګړې د حیاتي بنسټونو پر ضد بریدونه، د آنلاین خدمتونو ګډوډي، د استخباراتي سیستمونو او انټرنیټي چینلونو ته نفوذ کول دي.
د سایبري جګړو پیل د ۱۹۹۰م او ۲۰۰۰م لسیزو په پیل کې شوی، هغه وخت چې د انټرنیټ او ډیجیټل وسایلو کارونه زیاته شوه، سایبري ګواښونه هم په چټکۍ سره زیات شول.
د دغو جګړو یوه بله څرګنده بېلګه سایبري بریدونه په عصري جګړو او نړیوالو نښتو کې دي چې پکې له ډیجیټل وسایلو څخه د رقیبانو د زیانمنولو لپاره کار اخیستل کېږي.
دغه جګړه په نړیواله کچه په چټکۍ سره پراختیا مومي او مختلفې بڼې لري:
١: تاریخچه او سابقه:
۱۹۹۰م لسیزه: د انټرنیټ او معلوماتي ټکنالوجۍ په پراختیا سره، سایبري بریدونه د یوه نوي ګواښ په توګه څرګند شول. په دې وخت کې، هکرانو او خپلواکو ډلو لومړني بریدونه لکه وایرسونه او ورمونه(زیان رسوونکي پروګرامونه) پیل کړل.
۲۰۰۰م لسیزه: سایبري بریدونه نور هم پیچلي شول او مختلف هېوادونو د سایبري امنیت ځانګړي واحدونه جوړ کړل. د سایبري بریدونو د لومړیو مهمو بېلګو څخه یوه؛ د ۲۰۱۰م کال سټکسنټ بریدونه وو، چې د ایران اتومي تأسیساتو ته یې زیان واړاوه.
٢: د سایبري بریدونو ډولونه:
بریدونه: (Distribute Denial of Service): DDoS په دې ډول برید کې، د زيات ډیټا(ټرافیک) استولو په واسطه، د سرورونو خدمتونه ګډوډېږي.
شبکې ته نفوذ: پدې کې د مختلفو لارو چارو له لارې د دولتي یا مؤسسو معلوماتو او سیستمونو ته غیرقانوني لاسرسی شامل دی.
وایرسونه او زیانجن سافټویرونه: هغه زیان رسوونکي پروګرامونه دي چې د کمپیوتري سیستمونو د زیانمنولو لپاره ډیزاین شوي وي.
٣: موخې او پایلې:
موخې: کېدای شي د حیاتي بنسټونو ګډوډي، د اساسو معلوماتو غلا، د عامه بېاعتمادۍ رامنځته کول او د حکومتونو یا شرکتونو باور ته زیان رسول شامل وي.
پایلې: اقتصادي زیانونه، د باور زیان، د عامه خدمتونو ګډوډي او په ځانګړو مواردو کې د سیاسي او نظامي کړکېچونو زیاتوالی.
٤: دفاع او مخنیوی:
د سایبري امنیت تګلارې جوړول او د هغو تطبیق: هېوادونه او مؤسسې د خپلو معلوماتو او سیستمونو د ساتنې لپاره د سایبري امنیت پالیسۍ او معیارونه جوړوي.
پوهاوی او روزنه: د سایبري ګواښونو په اړه د کارکوونکو او کاروونکو روزنه او د مخنیوي لارو چارو پوهاوی.
٥: سایبري جګړې او نړیوال سیاست:
په اختلافاتو کې د سایبري وسایلو کارونه: هېوادونه کېدای شي د سایبري بریدونو څخه د نړیوالو اختلافاتو او جګړو په وخت کې د ستراتیژیکې وسیلې په توګه کار واخلي.
نړيواله همکاري: د نړیوالو سایبري ګواښونو د مخنیوي لپاره، نړیوالې همکارۍ او د هېوادونو او نړیوالو مؤسسو ترمنځ د معلوماتو تبادله زیاته شوې ده.
سایبري جګړې په ډیجیټل عصر کې، په یوه حیاتي او پیچلي حوزه بدله شوې چې د نړیوال امنیت او پالیسۍ ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.