د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې د خپل وروستي خبري کنفرانس پر مهال د ګاونډي هېواد پاکستان د اوسني نظام په اړه ځینو داسې مهمو ټکو ته اشاره وکړه، چې د پاکستاني ولس تر منځ یې ژور درزونه او بحثونه را پارولي دي، خو دا چې هلته د بیان ازادي تش په نوم ده او پر حکومتي پالیسیو او نیمګړتیاوو نیوکې د سر په بیه تمامېږي، هېڅوک هم ددغه ترخو واقعیتونو د یادونې جرات نه لري.
ښايي د پاکستان تش په نامه ملکي حکومت او پوځي واکمنو هم دا درک کړې وي چې نور یې پټې دسیسې او د مالي امکاناتو غیر مشروع سرچینې د پټولو نه دي او د بهرني سیاست جامه نه شي ور اغوستلی، نه هم د افغانستان پر اوسني نظام د نیوکو او له فرضي پولې دې خواته پر بریدونو دا ستونزه د پټېدو ده.
ښاغلي مجاهد په څرګنده ژبه وویل چې د پاکستان ملکي وګړي او د حکومت یو شمېر ملکي پلوه چارواکي هېڅ وخت هم د افغانستان شر نه غواړي، خو په پوځ کې یوه حاکمه او مقتدره کړۍ غواړي چې د خپلو شخصي موخو او ګټو لپاره پاکستان نوم بدی او قرباني کړي. ددې واقعیتونو څرکونه نور له چا څخه د پټېدو نه دي، په ځانګړي ډول د فرضي کرښې شاوخوا بریدونو کې د افغان امنیتي ځواکونو سختو انتقامي او دفاعي بریدونو د پوځ شریره څېره لا بربنډه کړه.
د عاصم منیر خپلسرۍ:
د پاکستاني پوځ مشر عاصم منیر چې ځان ته یې د قاري، حافظ او په اصطلاح سید جعلي ماسکونه هم اچولي دي، د خپلو ځانګړو پوځي ملګرو په مرسته یې پاکستان د تباهۍ په درشل درولی دی، د خپل ولس هیلې او غوښتنې، د ګاونډیتوب اصول او ټول هغه نورمونه یې هېر کړي دي چې د دوی په اصطلاح د یوه جمهوري حکومت او دیموکراسۍ لپاره ورته وضعه شوي دي.
د منیر پوځي او استخباراتي ډلې د هېواد لومړی وزیر شهباز شریف هم په واک کې اخیستی او په زور یې عاصم ته د شخصیت ورکولو لپاره له هند په ماتې خوړلې جګړه کې د فید مارشال لقب تر لاسه کړ چې د خندا وړ خبره ده. ددې تر څنګ امریکا ته په لابي ګرۍ او بیا د مصر غونډه کې د پاکستاني لومړي وزیر چاپلوسانه انداز پاکستان لا هم په عامه اذهانو کې څنګزن او نوم بدی کړ.
ولسي ناخوښي:
همدا اوس په پاکستان کې پراخه غبرګونونه شوي، پر افغان خاوره او ولسي وګړو یې د پاکستان شریر پوځ بریدونه غندلي او بیا بیا یې غوښتنه کړې چې له افغانستان سره له ډغرو تېر شي، بلکې خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي، خو پاکستاني پوځ دا غوښتنه تر پښو لاندې کړې او د ولس غږ یې غلی کړی دی، دوی حتی د هغو پوځیانو د جنازو او ورانیو وضاحت هم نه شي ورکولی چې افغان ځواکونو په انتقامي او دفاعي بریدونو کې ور اړولي دي.
داعشي پروژه: پاکستاني پوځ چې همېشه د ډلو ټپلو په روزنه او ساتنه خپلې ستراتیژيکې موخې پلې کوي، اوس یو ځل بیا د نړیوالو په سترګو کې خاورې اچوي او داعشي خوارجو ته یې په اورکزو او نورو ساحو کې پناه ورکړې او فکر کوي چې یو ځل بیا به له نړۍ سره سوداګري وکړي او په خپل لاس روزلي خوارج به نړۍ ته د یوه ستر ګواښ په توګه معرفي کړي، حتی ډېر ځله دا ادعا هم کوي چې دا خوارج له افغانستانه راځي، حال دا چې په افغانستان کې د داعشي خوارجو په ګډون هېڅ کومه بهرنۍ استخباراتي ډله د پښې اېښودلو ځای نه لري، بلکې دا خپله پاکستاني پوځیان دي چې دا ډول ناوړه پروژې تطبیق کوي.
د ټي ټي پي پر وړاندې بې وسي: دا یو واقعیت دی چې د پاکستاني طالبانو تحریک اوسمهال په پاکستان کې د پوځي حکومت لپاره یو تر ټولو ستر سر خوږی دی او د شتون فلسفه یې هم په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پوځ له بې سارو ظلمونو او بې عدالتیو سرچینه اخلي، د ټي ټي پي مبارزین په قبایلو سیمو کې څرګند فعالیت لري، هره ورځ پر پوځي مرکزونو او موخو بریالي بریدونه کوي، تر دې چې نور پاکستاني ملېشې ورسره د مبارزې توان نه لري او په یوه ډول یې پوځي وړتیا د امریکا او اروپايي هېوادونو پر وړاندې تر پوښتنې لاندې راغلې ده، ځکه خو بیا بیا دا بهانه وړاندې کوي چې ټي ټي پي له افغانستانه پر دوی بریدونه کوي او هلته د اسلامي امارت ملاتړ ورسره دی.
خو پاکستان تر ننه پورې داسې شواهد هم وړاندې نه شو کړلی، اړتیا ده چې په خپله بې وسۍ اقرار وکړي او ټي ټي پي له افغانستانه بهر د یوه ځايي واقعیت په توګه قبول کړي.
نشه یي توکي او تور کاروبارونه: د پاکستان د پوځي مقتدرې شر غوښتونکې کړۍ خپل کاروبارونه هم لري، دوی اکثرو د اروپايي هېوادونو او امریکا تابعیتونه هم تر لاسه کړي دي، چې د بدې ورځې پر مهال یا له تقاعد وروسته هلته ژوند وکړي، د خوارجي ډلو د ساتنې او روزنې تر څنګ یې پر خپله خاوره د نشه يي توکو، قاچاق او برمته نیولې یو جال هم خپور کړی دی، چې له دې لارې میلیونه ډالر تر لاسه کوي او بیا یې د تورو پیسو په توګه په خپلو کاروبارونو لګوي.
پورتنیو ستونزو او ناخوالو ته په پام سره هېڅ امکان نه لري چې دا پوځي ډلګۍ دې د نړۍ په نني مشروع سیاست او کړنلارو کې له ګاونډیانو سره اصولي مناسبات ولري، نه د ډیالوګ او سیاست په ژبه پوهېږي او نه هم خپل هېواد د یوه باوري مملکت په توګه په سیمه او نړۍ منلی شي، چې د پاکستان دا ډول سیاست مشروعیت هېره ورځ له سوالیو سره مخ دی.
د دواړو هېوادونو تر منځ وروستیو شخړو وښوده چې افغانستان څوک له نظامي لارې او د ګواښ په ژبه نه شي ماتولی، د نوک ځواک په سوک ورکوي او اسلامي له داسې ولسي ملاتړ او مشروعیت څخه برخمن دی چې هر وګړی یې په داوطلب ډول دغه مبارزې ته را دانګې، د خپل لوېشت لوېشت خاورې او هېوادوالو دفاع کوي.
افغانستان د یوه غوره ګاونډي په توګه د پاکستان د مشروعیت او حیثیت موضوع مطرح کوي او تل یې سپارښتنه کړې چې د پټکو او ګواښونو زمانه پای ته رسېدلې، افغانان سیال او ځواکمن حکومت لري او لومړی ځل د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د یوه داسې سیاست پر بنسټ مخته ځي چې خپل لومړیتوبونه په هېڅ ډول له لاسه نه ورکوي.
ښه به وي چې پاکستاني ځانګړې پوځي کړۍ خپل هېواد تر دې نور بدنام نه کړي او نه هم خپل ولس ته د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو دښمنۍ د یوه تاریخي میراث په توګه پرېږدي، بلکې غوره به وي چې د خپل حیثیت او د نړۍ په جغرافیه کې د راتلونکي شتون پر موضوع غور وکړي. بله دا چې خپل پوځي دې واقعا ملي پوځي کړي، ولس او خاوره دې ورباندې وساتي، نړۍ ته یې دې د کرايي قاتلانو او اجاره ګرو په توګه په واک کې نه ورکوي، کنه د هند او بنګلدیش پر وړاندې د پاکستان د پوځي تاریخ تېرې تجربې بیا هم تکرارېدلی شي.








































