په داسې حالاتو کې چې د جګړې او تاوتریخوالي فضا حاکمه وي، ډېری خلک یوازې د پېښو په ظاهري بڼه بوخت پاتې کېږي او د هغو تر شا بنسټیزو علتونو او موخو ته لږه پاملرنه کوي. حال دا چې د پېښو د حقیقي عواملو پېژندنه د روحيې په ساتنه او د منفي تبلیغاتو له اغېز څخه د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.
په هر حال، پاکستان لکه د جمهوریت د دورې د ځینو برخو په څېر، داسې انګېرله چې د اوسني نظام له واک ته رسېدو سره به افغانستان د بېتجربګۍ او د حکومتي مهارتونو د نشتوالي له امله په بشپړه توګه د هغوی تر ولکې لاندې راشي. همدارنګه یې دا تمه لرله چې د جمهوریت له پاتې څېرو څخه په ګټې اخیستنې او د هغوی او نوي نظام تر منځ د اختلافاتو په رامنځته کولو سره به د بېثباتۍ زمینه برابره کړي او له همدې وضعیت څخه به هر کال میلیاردونه ډالر ګټه ترلاسه کړي.
دوی داسې فکر کاوه چې فساد په پخواني جوړښت کې دومره ژورې ریښې غځولې دي چې مهارول یې د نوي نظام له وسه وتلی کار دی. خو بدلونونه د دغو اټکلونو خلاف رامنځته شول. دوی دا تمه نه درلوده چې فساد او فاسدې څېرې به په چټکۍ سره له صحنې وایستل شي او یا دا چې افغانستان به د سیمې له هېوادونو لکه ایران، ازبکستان، روسیې او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا پر لور حرکت وکړي. همدارنګه دا هم نه وه اټکل شوې چې سوداګریز انحصار به راکم شي، پولې به د اړتیا پر مهال وتړل شي او بهرنۍ تګلاره به د روسیې، چین او آن تر هند پورې د اړیکو جوړولو ته مخه کړي.
له بلې خوا، په ځینو هېوادونو کې د سفارتونو فعالول، له بنګلهدېش په څېر هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا هڅې، د کورنیو فابریکو جوړول، د داخلي تولیداتو پیاوړتیا او د اقتصادي ځانبسیا پر لور حرکت، هغه نور بدلونونه وو چې د دوی له تمې بهر وو. همدارنګه بنسټیزو جوړښتونو ته پاملرنه، د اوبو د سرچینو مدیریت، د لارو پراختیا، د پوځي ظرفیتونو رامنځته کول او د امنیتي جوړښتونو بیا رغونه، ټول د داسې مسیر نښې وې چې له لومړنیو اټکلونو سره یې په بشپړه توګه توپیر درلود.
د دغو بدلونونو پایله دا وه چې پاکستان د ګډوډۍ او اندېښنې په حالت کې پاتې شي؛ تر دې چې د هغه هېواد ډېری کړنې د منظم پلان پر ځای، د غبرګون او اضطراب بڼه خپله کړي. دا وضعیت ښيي چې سیمهییزې معادلې د ځینو لوبغاړو د تمو پر خلاف بدلېږي.
په داسې شرایطو کې، هغه څه چې بنسټیز اهمیت لري، د خلکو تر منځ د یووالي، همغږۍ، پوهاوي او استقامت ساتل دي. هره ټولنه چې له دننه پیاوړې وي او د حالاتو سم درک ولري، د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې به لږه زیانمنه کېږي.
په پایله کې، د بدلونونو د حقیقي بنسټ پېژندنه، د ملي یووالي ساتنه او د مقاومت د روحيې پیاوړتیا هغه مهم عوامل دي چې کولای شي یو ملت د بهرنیو فشارونو پر وړاندې ټینګ وساتي.
له پوهاوي او همدردۍ پرته، هره ټولنه د تبلیغاتو او بحرانونو پر وړاندې زیانمنه ده؛ خو د بصیرت او یووالي په شتون کې، راتلونکی مسیر په ډېر باور او اطمئنان سره وهل کېدای شي.













































