د داعشي خوارجو د نامشروع مالي سرچينو څرنګوالی
د اسلامي خلافت تر نامه لاندې د داعشي خوارجو د ظهور په لومړيو کې، بېشمېره مسلمانان د کافي پوهاوي د نشتوالي، د دوی ظاهري دیندارۍ او د عوامو غولونکو شعارونو تر اغېزې لاندې راغلل.
له همدې امله، بېشمېره مالي او انساني مرستې د زړهسوانده مسلمانانو له لوري دې ډلې ته واستول شوې، پرته له دې چې پوه شي دغه ملاتړونه د دين د اقامې په لار کې نه، بلکې د يو داسې نظام په چوکاټ کې وې، چې پرته له فساد او جنايت یې بل هېڅ حاصل نه درلود.
داعش، چې د خوارجو د پخوانيو لړيو تسلسل دی، له ولسي سرچينو د پرې کېدو سره، د خپل بقا لپاره نامشروعو او ناپاکو لارو ته مخه کړه، تر ټولو مهمې لارې يې انسان تښتونه او باج اخيستل وو؛ د نړيوالو معتبر راپورونو له مخې، يوازې په ۲۰۱۴ کال کې دغې ډلې له برمته کولو څخه شاوخوا ۲۵ ميليونه ډالر عايد ترلاسه کړي.
په وروستيو کلونو کې هم دا لاره د دوی د عوايدو له مهمو سرچينو ګڼل کېږي او يوازې د عراق په دياله ولايت کې، له خپلو پټو شبکو څخه په ګټه اخيستو، له قربانيانو او د هغوی له کورنيو څخه سلګونه زره ډالر واخېستل.
د داعشي خوارجو د واکمنۍ پر مهال، نه يوازې د سيمې د خلکو ژوند له خطر سره مخ و، بلکې د سيمې فرهنګي او تمدني ميراثونه هم له سخت زيان سره مخ شول.
د زمانې دغه خوارج، سره له دې چې ځانونه د بتماتوونکو او د شرک له نښانو سره مخالف ښکارول و، خو په عمل کې به يې د مجسمو له ويجاړولو د هغوی خرڅلاو ته لومړيتوب ورکاوه او لرغوني آثار به يې چور او چپاول.
په هغه موده کې چې د خوارجو تور سيورى د اسلامي ښارونو پر سر خپور و، د اسلامي هېوادونو تاريخي آثار به يې قاچاقبرانو ته سپارل، څو يې د ترکيې له لارې اروپايي بازارونو ته ورسوي او له دې لارې به يې سلګونه ميليونه ډالر ګټل.
دغې ډلې خپله دوهمخيتوب هغه مهال روښانه کړ، کله چې له يوې خوا به يې لويديځ د کفر د جګړې دښمن معرفي کاوه او له هغه سره هر ډول معامله حرامه ګڼله، خو له بلې خوا، چې کله به مالي ستونزې ورپېښېدې، هماغو هېوادونو ته به يې لاس اوږده و او سوداګري به يې ورسره کوله.
تر دې جالبه دا چې د واکمنۍ په وروستيو کې يې د سوریې د منبج په ښار کې يوه رسمي “د لرغونتوب چارو اداره” جوړه کړې وه، څو د لرغونو آثارو خرڅلاو او انتقال به يو منظم شکل خپل کړي.
په پاى کې ويلی شو، چې داعش خوارج د خپل ناپاک وجود د دوام لپاره له هرې وسيلې – که مشروع وه که نامشروع کار واخيست، مګر الهي سنت پر دې تکیه دی چې ظالمان او مفسدان، که څه هم لنډ مهال بری وګټي، خو انجام يې رسوايي او نابودي وي، لکه څنګه چې الله تعالی جلجلاله فرمايي: “إِنَّ اللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ” (یونس، آيت ۸۱)
بېشکه الله متعال جلجلاله د مفسدينو کړنې نه سموي.