محمد یوسف بدري
خدایه! مسلمان اُمت یوځل بیا خپل هغه پخوانې وحدت، انسجام، برم او عظمت ته ور وګرځوې.
موږ څومره خوار، بېوسه، کمزوري او د خپل مظلوم ورور او مظلومې خور د وامعتصما د چیغې د خاموشۍ څخه عاجزه یو.
زموږ هغه پرونی زرین دوران څه شو او د چا دلاسه له منځه ولاړی، هغه چې یو وخت به مو د ځمکې په کوره امپراطوري او خلافت چلیده.
موږ خو په خپل تاریخ کې عمر او علي، اوبوعبیده او خالد، ابو دوجانه او حضرت حمزه ( رض ) غوندې رهبران درلودل، هغوی چې د تورې قوت او زور یې د کفارو درستې امپراطورۍ را پرزولې.
موږ خو د طارق بن زیاد غوندې خلک درلودل چې د اسلام د سپېڅلي دین د اشاعت په لاره کې یې په تنها ځان د کفارو لوی لوی ملکونه فتح کول.
موږ خو محمد بن قاسم غوندې قومندانان درلودل چې د کفارو له منګلو څخه یې د دوو مسلمانو تور سرو د خلاصون په خاطر په قیادت کې په یوه غږ په زرهاو خلکو د جهاد ډګر ته را ودانګل او په کم عمر او کم وخت کې د هند او سیند لوی لوی ښارونه د سترګو په رپ کې فتح کول.
موږ خو بدر بن مغیره غوندې سر ښندونکي ځوانان درلودل چې ددښمن په مورچلونو به یې د شاهین غوندې حملې ور وړلې او په یوه لحظه کې به یې ددښمن بې شمېره کسان مړه او اسیران کړل.
موږ خو صلاح الدین ایوبي او نورالدین زنګي غوندي قومندانان درلودل چې د اقصی د آزادۍ لپاره یې په قیادت کې داسې قربانۍ ورکول شوې چې د نسلونو لپاره یو درس او تاریخ پاتې شو.
زموږ هغه دوران څه شو چې د اندلس په ځمکه مو ۸۰۰ کاله داسې حاکمیت وکړ چې تر اوسه آسمان د ځمکې په مخ د مسلمانانو دومره اوږد مهاله حکومت نه و، لیدلی.
هغه عثماني خلافت مو څه شو، هغه احمدشاه ابدالي، محمود غزنوي او میرویس غوندي رهبران مو څه شول چې د مسلمانانو د مرستې لپاره به یې عسکرو د هندوستان په پاټکونو، کلاګانو او قرارګاو، طوفاني حملې ور وړلې.
نن ولي زموږ په وړاندې د فلسطین ۳۲۰۰۰ زره مسلمانې خویندې، ماشومان او مستضعف مسلمانان په بې انتهاء مظلومیت سره په بمونو شهیدان کېږي خو زموږ په وجود کې لا هم د انتقام جذبه سړه ده او وینه مو په جوش نه راځې.
خدایه! ته موږ نور د غفلت له خوبه را پورته کړه، زموږ په ځوانانو کې د جهاد او ایثار جذبه را ژوندۍ او لیونۍ کړه او مسلمان اُمت ته یوځل بیا د ځمکې پر مخ د تورې په زور هغه پخوانی برم او اتحاد اعاده کړې. آمین
پای.