په سیمه او بالخصوص د افغانستان په جیوپولیټیک ثبات کې وروستیو پرمختګونو وښوده چې د تېرې ورځې بریالي او بې ساري پوځي عملیات یوازې یو عادي تاکتیکي غبرګون یا د سرحدي شخړو د لړۍ یوه برخه نه وه، بلکې دا برید د کابل په نظامي او سیاسي ليدلوري کې د یو خورا لوی، ژور او بنسټیز اوښتون ښکارندویي کوي.
که څه هم د پوځي رژیم متجاوزو جنرالانو ته د ورکړل شوي پلان له مخې، ډېره موده هغوی زموږ په پاکه او اسلامي خاوره کې جنايتکاره بريدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې ډېری ملکي وګړي، بې ګناه ماشومان، پتمنې مېرمنې په شهادت ورسېدل او عامه تاسيسات ويجاړ شول؛ خو دا چې د اسلامي امارت بهرنۍ او امنیتي پالیسي پر زغم، مصلحت او د ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړه وه، نو تر دې دمه هڅه کېدله چې د هر ډول تحرکاتو په ځواب کې له ډیپلوماټیکو لارو چارو کار واخیستل شي.
خو د تېرې ورځې عملیاتو دا ثابته کړه چې د کابل د حوصلې او زغم څخه نور هيڅوک سوء استفاده نشي کولای، همداراز هيڅوک به حق ونه لري چې د اسلامي امارت مدبرانه پرېکړې، په ډار او بې ظرفيتۍ تعبير کړي، ځکه چې پخوانۍ دفاعي تګلاره په بشپړه توګه بدله شوې ده. نوی امنیتي دریځ دا دی چې امارت نور د دښمن د برید او ګواښ انتظار نه کوي، بلکې هر ډول احتمالي او استخباراتي ګواښ به د رامنځته کېدو له مخه کشفوي او په نطفه کې به یې خنثی کوي، چې دا نوی او پرېکنده دریځ په مستقیم ډول پاکستان او د هغوی تر چتر لاندې روزل کېدونکې د داعش فتنې ته یو سخت او د لوبې بدلونکی پیغام دی.
دې نوي رامنځته شوي تغیر ته په کتو، باید پر دې حقیقت سر خلاص کړو چې د تېرې ورځې برید د تېرو پېښو په مقابل کې کوم محدود، احساساتي یا غبرګونۍ انتقام نه و، ځکه که دا یوازې یو ساده غبرګون وای، نو له یو مشخص برید وروسته به پای ته رسېدلی وای. خو واقعیت دا دی چې دا عملیات په حقیقت کې د افغانستان د اسلامي او مقدسې خاورې په وړاندې د پرتو ټولو ګواښونو د ریښو ایستلو لپاره د یوې منظمې، پلان شوې او دوامداره جګړې د پیل رسمي اعلان دی.
موږ اوس په یو نوي هجومي پړاو کې یو چې پکې اسلامي امارت د جګړې ابتکار او مدیریت پخپل لاس کې اخلي او د دښمن د تمویل، تجهیز او روزنې پر ټولو مرکزونو به د هجوم دا لړۍ تر هغې په مکرر ډول دوام ولري، ترڅو چې د افغانستان د ټيکاو په وړاندې هر ډول احتمالي خطر په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.
د داسې یوې سترې او برخلیک ټاکونکې هجومي تګلارې د عملي کولو لپاره طبعاً لوړ نظامي چمتووالي او تخنیکي برلاسۍ ته اړتیا وه، چې د تېرې ورځې په عملیاتو کې د امارت د ځواکونو بې سارې ټکنالوژیکي او استخباراتي وړتیا د دغه کار ښکاره ثبوت شو.
د یوه داسې ګاونډي هېواد په زړه کې چې تل یې د خپلو عصري رادارونو او پرمختللو هوايي دفاعي سیسټمونو په بې سارې والي غرور کاوه، د نویو او پټو استخباراتي اهدافو په نښه کول یو ریښتینی پوځي شاهکار دی؛ د امارت اسلامي ځواکونو وکولای شول د معاصرو ډرون الوتکو په وسیله عملیات په داسې یو مهارت او بې غږه بڼه تنظیم کړي چې د پاکستان تر ټولو قیمتي دفاعي شبکې یې په کشفولو کې پاتې راغلې او دښمن یې په داسې حال کې غافلګیره کړ چې هیڅکله یې د داسې لوړ کیفیت لرونکي برید تمه نه لرله، چې دا بریا او د دښمن د مغروره دفاعي سیسټمونو ماتول واقعاً په لوړو ټکو د ستاینې وړ دي.
په ټوله کې ویلای شو، چې د تېرې ورځې عملیاتو دا واقعیت د تل لپاره روښانه کړ چې د نن مقتدر او منظم افغانستان د تېرو لسیزو بې ثباته هېواد نه دی او د سیمې د استخباراتي جګړو طراحان باید نور له خوبه راویښ شي. اوسنی نظام د خپلې خاورې د تمامیت او د خپلو خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره هم پخه اراده لري، هم پرمختللي نظامي وسایل او هم د برید او هجوم ځواکمنې مټې.
نو ځکه دا برید د هغو لویو طوفانونو یوازې لومړی څرک و چې په راتلونکي کې د افغانستان د دښمنانو د ثبات بنسټونه نړولای شي او د سیمې د هېوادونو لپاره د بقا یوازینۍ لاره دا ده چې د ګاونډیتوب اصول مراعات کړي او د داعشي فتنو له هر ډول ښکاره او پټ ملاتړه لاس واخلي.













































