په دې وروستیو کې داسې یوه خبره خپره شوه، چې د ټول اسلامي امت پر زړونو د صاعقې په څېر ولوېده. د خیبر پښتونخوا ولایت د چارسدې ولسوالۍ اوسېدونکې مشهور عالم دین، شیخ محمد ادریس، د ورځې په رڼا کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ولګېد او هماغه ځای کې یې ساه ورکړه.
شیخ محمد ادریس چې د ترنګزو قبیلې سره یې تړاو درلود، په جامعه نعمانیه او د دارالعلوم حقانیه (اکوړه خټک) کې د شیخ الحدیث په حیث تدریس کاوه. که ووایو چې د آسیا په کچه یې هر کال زرګونه زده کوونکي فارغول او د حدیثو په تدریس کې یې لوړ مقام درلود، نو دا به هېڅ مبالغه نه وي.
هغه ډېر نرم مزاجه انسان و او له بېلابېلو اړخونو څخه د درنو نسبتونو خاوند و. هغه د شیخ حسن جان شهید زوم و، او د دارالعلوم دیوبند له نامتو فارغینو څخه د مفتی شهزاده لمسی هم وو. د هغه پلار هم یو پېژندل شوی عالم و. د دې ټولو تر څنګ، خپله هم یو داسې شخصیت و چې یوازې په ځان کې یوه ټولنه ګڼل کېده.
په خیبر پښتونخوا کې هغه د معیار او کیفیت نوم و. د هغه خبرې، لیکنې او وینا ته د سند حیثیت ورکول کېده. تر دې هم مهمه دا چې هغه بېغرضه انسان و. ویل کېږي چې له پیدایښت راهیسې یې په فطرت کې د شخصي ګټې هېڅ ځای نه و. د هغه په جنازه کې داسې صحنه ولیدل شوه چې د ټولنې هر قشر خلک په ژړا کې ډوب وو. علت یې یوازې دا و چې د هغه ژوند د مینې او خواخوږۍ نه ډک و، او نفرت ورڅخه لرې و. یو مینه وال لیکلي وو چې شیخ صاحب په خپل ټول ژوند کې له هېچا سره تر ژبې شخړه هم نه وه کړې. حتی هغو کسانو ته یې هم په مینه ځواب ورکاوه چې د هغه سپکاوی یې کاوه. خو بیا هم هغه شهید کړای شو. نو پوښتنه پیدا کېږي چې ولې خبره تر وژنې پورې ورسېده؟
خو هغه کسان چې د پاکستان له تاریخه، د دولت له فکر او پالیسیو سره اشنا وي، یا لږ تر لږه یې سطحي کتنه کړې وي، ښه پوهېږي چې د شیخ محمد ادریس د زړه بوږنوونکې شهادت او د هغه د مرموز قتل تر شا کوم عوامل پراته دي.
د پاکستان له جوړېدو راهیسې تر نن ورځې پورې، د دې هېواد نومیالي او مخکښ علماء، ملي مشران، سیاسي شخصیتونه، او آن هغه کسان چې څو ځله د دولت پر مهمو څوکیو ناست پاتې شوي، په ډېره بېرحمانه توګه وژل شوي دي. دا کار هېڅ تصادفي نه دی، بلکې په منظم پلان سره ترسره شوی دی.
د بېلګې په توګه، د کراچۍ یو عالم دین، مولانا محمد یوسف لدھیانوی، په ډېر ظالمانه ډول په ډزو ووژل شو. څه موده وروسته یې قاتلان ونیول شول، خو کله چې د پلټنې مرحله پیل شوه، هغوی له کومې محکمې پرېکړې پرته خوشې کړل شول. پر دې کار د پاکستان علماوو سخت غبرګون وښود، حکومت ته یې اعتراضي لیکونه واستول، او په کلکو ټکو یې دا عمل وغنده، او د قاتلانو د سزا غوښتنه یې وکړه، خو هېڅ اورېدنه ونه شوه.
برعکس، هماغه قاتلان بیا د علماوو ګواښلو ته مخه کړه او په ښکاره یې ویل: «تاسو پوهېږئ چې موږ څوک یو او له چا سره تړاو لرو؟» او له هغه وخته تر نن ورځې پورې هېچا هم د هغوی مخه نه ده نیولې. همدا اوس په دې وروستیو کې، د پاکستان د یوې سترې سیاسي-مذهبي ډلې د مشر په اړه، د «جنگ» ورځپاڼې یو مشهور کالم لیکونکي یوه حیرانوونکې پېښه بیان کړه چې زموږ په سیمه کې یو پولیس افسر (SHO) په ډزو ووژل شو. کله چې قاتل ونیول شو، نو دولتي ادارې سمدستي راودانګل او په دې پلمه یې خوشې کړ چې «دا خو زموږ خپل کس دی.»
دا یوازې یو یا دوه پېښې نه دي، بلکې سلګونه داسې پېښې شته چې عاملین یې «نامعلوم» بلل کېږي، او تر قیامته هم همداسې نامعلوم پاتې کېږي، ځکه چې تر شا یې ناوړه موخې تعقیبېږي. نو پوښتنه دا ده چې دا پټې موخې څه دي، چې د علماوو وینه پرې تویېږي؟ ولې سیاسي ارزښتونه تر پښو لاندې کېږي؟ ولې مشران او لارښودان په نښه کېږي؟
په دې لړ کې تر ټولو ډېر مذهبي قشر هدف ګرځېدلی دی. که پنجاب وي، که بلوچستان، که کراچۍ وي او که ګلګت بلتستان او پختونخوا—هر ځای د ویني تویولو کیسې شته. د ورځې په رڼا کې ملي او نړیوال شهرت لرونکي کسان وژل کېږي، خو قاتلان یې لسګونه کاله وروسته هم نه پېژندل کېږي. د بېلګې په توګه، د راولپنډۍ په څېر مهم پوځي مرکز کې، د مولانا سمیع الحق حقاني په څېر لوی علمي او سیاسي شخصیت په خپل کور کې په ډېرې اسانۍ سره په چړو ووژل شو، خو تر اتو کلونو وروسته هم د قاتلانو هېڅ درک ونه لګېد.
دا ځکه چې تر شا پټ اهداف کار کوي، او دا اهداف یوازې دولتي ادارو ته معلوم وي، او هماغوی د دې پېښو اصلي محرکین وي. د پاکستان ځینو سیاسي مشرانو څو ځله په ښکاره ویلي دي چې هغه قتل چې قاتل یې معلوم نه وي، د هغه مسؤل دولت وي. ځکه د دولت مخې ته علم، دین او سیاست ډېر ارزښت نه لري؛ دولت خپله یوه تګلاره (بیانیه) جوړوي، او د هغې د پلي کولو لپاره هر حد ته رسېږي.
کله ناکله دا بیانیه دا غوښتنه کوي چې فلانکی او فلانکی کس د لارې خنډ دی، نو له لارې لرې کېږي. کله بیا د خلکو پام بل لور ته اړول ضروري وي، نو د هېواد له هرې برخې یو څوک هدف ګرځي، څو توجه منحرفه شي. او کله داسې وي چې د یو شخص خبرې د بیانیې لپاره ګټورې وي، خو وېره وي چې ښايي وروسته یې وضاحت وکړي یا مخالفت وکړي، نو هغه هم له منځه وړل کېږي.
دا دولتي بیانیه ډېر ځله له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي، نو ځکه د دې لارې د پرمخ بیولو لپاره تل علماء قرباني کېږي. له مولانا حق نواز جهنګوي څخه نیولې، تر ایثار القاسمي، سرفراز شهید، شمس الدین، ضیاء الرحمن قاسمي، حبیب الله مختار، مولانا عبدالسمیع، محمد بنوري، مولانا حسن جان، شیخ نصیب خان، مفتی نظام الدین شامزئي، مفتی جمیل، او بیا تر مولانا سمیع الحق، حامد الحق، ډاکټر عادل خان او تر شیخ محمد ادریس پورې—که هره پېښه وکتل شي، شالید یې روښانه کېږي.
څو کاله وړاندې په کراچۍ کې پر نامتو عالم، مفتی محمد تقی عثماني، هم خونړی برید وشو. په دې برید کې څو کسان ووژل شول او د هغه موټرچلوونکی ټپي شو. وروسته مفتی صاحب په یوه مرکه کې وویل چې کله پر دوی ډزې وشوې، د ډرایور لاس ولګېد او وینه ترې روانه وه، موږ له پولیسو مرسته وغوښته، خو هغوی په ښکاره انکار وکړ.
اوس فکر وکړئ چې د مفتی تقی عثماني په څېر نړیوال شخصیت ټپي شوی وي، دومره ستره پېښه شوې وي، خو پولیس یې مرسته هم ونه کړي!
اوس د شیخ محمد ادریس پېښه هم وګورئ: په چارسده کې، د ورځې په رڼا کې، په بازار کې ډزې کېږي او قاتلان په آرامه تښتي. پر دې سربېره، دولت د اصلي مجرمینو د نیولو پر ځای هڅه کوي چې د خلکو پام بل لور ته واړوي. ځینې څېرې وړاندې کوي او بېلابېل تورونه لګوي.
څو شېبې وروسته داعش هم یوه اعلامیه خپروي چې دا کار یې موږ کړی دی. خو پوښتنه دا ده چې داعش څوک دي او له کومه راځي؟ د تېرو کلونو د پېښو په رڼا کې دا شک نور هم پیاوړی کېږي چې دا ډول اعلامیې د پلان له مخې خپرېږي.
وروسته بیا د دولت له ځینو نږدې کسانو هڅه کېږي چې پېښه افغانستان ته منسوبه کړي. خو د جنازې او فاتحې پر مهال ډېرو علماوو دا خبره په ښکاره رد کړه او ویې ویل چې دا تورونه یوازې د اصلي قاتلانو د پټولو لپاره دي.
چارسده خو کوم سرحدي کلی نه دی چې څوک له افغانستانه راشي، قتل وکړي او بېرته وتښتي؛ دا سلګونه کیلومتره فاصله ده، او په سیمه کې پولیس، پوځ او استخباراتي مرکزونه شته. نو بیا څنګه دا ادعا کېدای شي؟
کله چې پر مفتی تقی عثماني برید شوی و، هغه وخت یې د ضیاء چترالي په نوم یو خبریال ته مرکه ورکړې وه، چې په «امت» ورځپاڼه کې خپره شوې وه او اوس هم موجوده ده. هغه په څرګنده ویلي وو چې پر ده برید نه داعش کړی و او نه هم کومه بله وسله واله ډله، بلکې بریدګر نور کسان وو.
اوس که دا خبره د پولیسو د چلند سره یو ځای وڅېړئ، نو پایله به خپله روښانه شي چې بریدګر څوک دي او کوم خلک هدف ګرځوي.
دوام لري…










































