د افغانستان په معاصر تاريخ کې داسې شخصيتونه ډېر کم تېر شوي چې په يوه وخت کې دې هم د سياست او نظام د ډګر بې ساري مدبرين وي او هم د تقوا، عاجزۍ او اخلاص عملي بېلګې. د اسلامي امارت دويم مشر، شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله له داسې کسانو څخه و، چې قيادت يې د امارت په تاريخ کې يو ځانګړی او بې ساری باب بلل کېږي.
کله چې نوموړي ته د مشرتابه دروند مسؤليت وسپارل شو، امارت د خپل تاريخ له تر ټولو پېچلو، حساسو او سختو سياسي او پوځي بحرانونو سره لاس او ګرېوان و. خو د هغه مدبرانه سياست او له ولس او مجاهدينو سره بې کچې عاجزۍ دا بېړۍ تر ساحله ورسوله. د تاريخ يو تريخ واقعيت دا دی چې زياتره مشران له ليرې څخه امرونه صادروي، خو د شهيد منصور صاحب ځانګړتيا دا وه چې هغه د دروند سياسي مسؤليت سره سره، د جګړې له لومړۍ کرښې ځان نه شو جلا کولای.
د منصور صاحب د دورې څو تنه ملګري او د پېښې عيني شاهدين وايي: هغه مهال چې په هلمند، کندز او نورو ولايتونو کې جګړې تر ټولو سختې مرحلې ته رسېدلې وې، منصور صاحب په خپله د جګړې لومړيو ليکو ته سفرونه کول، ترڅو د مجاهدينو روحيه لوړه کړي او له نږدې څخه د جګړې مديريت وکړي.
دا يوازې يو نمايشي حضور نه و؛ هغه به د عادي مجاهدينو ترڅنګ په خړو پړو سنګرونو کې کېناسته، د هغوی ستونزې به يې اورېدې او په ډېرو سختو شرايطو کې يې د دښمن د لويو پلانونو مخه ونيوله. د کندوز د لومړي ځل سقوط او په هلمند کې پراخه فتوحات د هغه د همدې نږدې څارنې او مدبرانه قيادت پايله وه. د شهيد منصور صاحب د قيادت دوره د کورنيو او بهرنيو توطييو يو طوفان و. نوموړی د درېيو سترو چيلنجونو سره مخ و چې هر يو يې د امارت د دړې وړې کېدو لپاره کافي و.
۱. د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر د شهادت خبر پټ ساتل: دا د نوموړي د سياسي تدبير تر ټولو لوړه کچه وه. د مشرانو په مشوره، د داسې يو حساس خبر پټ ساتل تر هغې چې د مجاهدينو صفونه مستحکم شي، امارت له يوې لويې تفرقې او سقوط څخه وژغوره.
۲. د فتنې او بغاوت مهارول:
په دغه حساس وخت کې د “داعش” په نوم فتنې غوښتل په افغانستان کې پښې وغځوي او د مجاهدينو ترمنځ کورنۍ جګړه پيل کړي. شهيد منصور صاحب په پوره قاطعيت، نظامي ځيرکتيا او سرعت سره دغه فتنه په نطفه کې خنثی کړه او د مؤمنانو او مخلصو مجاهدينو صف يې له انشعاب څخه وژغوره.
۳. د سياسي ډېپلوماسۍ پياوړتيا:
هغه امارت ته په نړيواله کچه سياسي هویت ورکړ. د قطر د دفتر فعالول او له ګاونډيو او سيمې هېوادونو سره د متوازنو اړيکو جوړول د هغه د بصیرت ښکارندوی و، چې امارت يې له سياسي انزوا څخه وباسه.
د هغه چا لپاره چې په زرګونو مسلح ځواکونه يې تر امر لاندې وي، د غرور پيدا کېدل يو طبعي امر دی، خو منصور صاحب د عاجزۍ يو داسې تصوير و چې ليدونکي به يې حيرانول. نوموړی د بيت المال په مصرف کې دومره محتاط و چې د خپل ځان لپاره يې هيڅ ډول امتياز نه غوښت. په ناستو او مجلسونو کې داسې کښېناسته چې چا به پېژندلی نه شو چې همدا د ټول تحريک مشر دی.
کله به چې مجاهدينو د هغه د امنيت په اړه اندېښنه ښودله، ده به په مسکا سره ويل: «زما ژوند د اسلامي نظام او د مجاهدينو د يووالي په پرتله هيڅ ارزښت نلري.» د نوموړي همدا اخلاص او تقوا وه چې د مجاهدينو په زړونو کې يې د هغه مينه بې کچې زياته کړې وه.
شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله په داسې حال کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې شهيد شو، چې له يوه مهم سياسي سفر څخه د بېرته راګرځېدو په حال کې و. هغه خپل ځان قربان کړ، خو امارت ته يې يو داسې متحد، منسجم او منظم صف په ميراث پرېښود چې وروسته د هیواد د بشپړې ازادۍ او فتحې بنسټ وګرځېد. د هغه قيادت دا ثابته کړه چې رښتینی رهبر هغه نه دی چې په عادي حالاتو کې حکومت کوي، بلکې هغه دی چې د طوفانونو په سينه کې خپلو خلکو ته د نجات لاره وباسي.









































