د جنګ له ډګر نه د ابلیس تېښته:
د کفر له لښکر سره ابلیس او لښکر یې هم مل و، ابلیس د سراقه بن مالک په شکل، او لښکر یې د بنو مدلج د خلګو په څېرو کې راغلی و، همدا لامل و، چې متعال رب د مسلمانانو نصرت لومړی په زرو، بیا په دوه زرو، بیا په دوه زرو نورو وکړ، چې مجموعي تعداد یې پنځه زره و.
ابلیس چې کله د ملائکو په کاروان سترګې ولګېدې، نو یې د جنګ له دګره پښې سپکې کړې، حارث بن هشام راونیو، د سراقه ګمان یې پرې وکړ، خو هغه یې په ټټر کې په سوک وواهه، او ځان یې ترې خلاص کړ، مشرکینو ورته وویل: سراقه! چېرته ځې، تا خو ویل چې زه به تر پایه درسره ملګری یم؟
ده ورته وویل: زه هغه څه وینم چې تاسو یې نه وینئ، زه له خدایه وېرېږم، هغه سخت عذاب ورکوونکی دی، بیا همداسې وتښتېده.
د أبو جهل مقاومت، او بشپړه ماتې:
أبو جهل چې کله د خپل لښکر بد حالت ولید، هڅه یې وکړه، چې تیت او پرک لښکر منسجم کړي، ګډې وډې لیکې منظمې کړي، نو په ډېر کبر سره یې غږ وکړ، چې د سراقه تېښته، د عتبه، شیبه او ولید وژنه مو د ماتي سبب نشي، لښکر ته یې د ترغیب خبرې وکړې، خو چېرته د متعال رب نصرت، او چېرته د مغرور کافر بې ځایه هڅه.
هماغه و چې ځینې کفار به وژل کېدل، ځیني مؤمنانو، او هغوی ته له اسمانه رالېږل شویو معاونینو (ملائکو) بندیان کول، او ځیني نور به تښتېدل؛ مسلمانان څوارلس تنه شهیدان شول، شپږ تنه مهاجرین او اته تنه أنصار وه، کله چې د بدر میدان د مسلمانانو د بري ننداره کوله، او د کفر لښکر مات شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم عبد الله بن رواحه او زید بن حارثه مدینې منورې ته ولېږه، ترڅو د فتحې زېری یوسي.
سائب بن أبي حبیش الاسدي به د عمر رضی الله عنه د خلافت پر مهال کیسه کوله ویل به یې: زه یو چا سخت خوشاله کړم، چې پوښتنه به ترې وشوه، چا خوشاله کړې؟
ده به کیسه داسې پیل کړه: کله چې قریشو د بدر په ورځ ماته وخوړه، نو زه هم د مات شوي لښکر برخهوال وم، دغه مهال زه یو کس ونیولم، چې اوږد، سپین سړی و، په آس سپور و، زه یې په رسۍ وتړلم، کله چې عبد الرحمن بن عوف راغی زه یې تړلی وموندلم، هماغه و، چې چیغه یې کړه: دا چا تړلی؟ هیچا دا نه ویل چې ما تړلی، نو زه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته بوتلم، هغه رانه وپوښتل: چا وتړلې؟
ما ورته وویل: نه مې پېژانده، او دا مې بده ګنله چې ټوله کیسه ورته وکړم، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ملائکې بندي کړی یې، بیا یې عبد الرحمن بن عوف ته وویل: بندي دي بوزه، نوموړي بیا څه موده وروسته اسلام راووړ.
د همدغو ملائکهوو غیبي نصرت و، چې د مکې مغرور لښکر یې د ماتي تر درشل ورساوه، اویا تنه یې ووژل شول، اویا تنه نور ترې بندیان شول، نور وتښتېدل، لکه د حشر د ورځې فضا چې وي او عاصیان د خپلو اعمالو تریخ برخلیک ویني، ټولو د نفسي نفسي چیغې وهلې، د ځان ژغورلو لپاره یې منډې وهلې.
د ابو جهل وژل:
عبد الرحمن ابن عوف وایي، د بدر په ورځ په صف کې دننه وم، که ګورم دوه تنه تنکي ځوانان مې بغل ته راغلل، راته ویې ویل: کاکا! أبو جهل کوم ده؟
ورته مې کړه: څه یې کوې؟ ویې ویل: خبر شوی یم، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې نامناسبه ژبه استعمالوي، قسم په الله که مې ولیدل، تر هغوی به یې پرېنږدم، چې یا یې ونه وژنم، یا ما شهید نه کړي.
عبد الرحمن ابن عوف زیاتوي: شېبه وروسته مې أبو جهل ولید، دوی ته مې وروښود، دوی په منډه ورغلل، د دې امت په فرعون (أبو جهل) یې د توري ګذارونه پیل کړل، او ویې واژه.
معاذ ابن جموح له همدغو تنکیو ځوانانو یو تن ځوان و، دی وایي: “مشرکینو به ویل چې أبو الحکم ته رسېدل نا ممکن دي، دی دغه مهال د ساتونکو په یوه دائره کې و، چې هغوی یې ټینګه ساتنه کوله، ما موقع لټوله، کله چې مې نښه برابره کړه، نو یو دم مې پرې ورټوپ کړل، او پښه مې په پنډۍ کې بوټه ترې پرې کړه، دغه مهال د أبو جهل زوی (عکرمه) په ما ګذار وکړ، او زما لاس یې بوټ پرې کړ.
زما لاس تش په پوستکې ځوړند و، خو داچې په جنګ بوخت وم، فکر مې ورته نه و، کرۍ ورځ مې جنګ وکړ، خو چې درد یې زیات شو، نو پښه مې پرې کېښودله، او له تنه مې بېل کړ، (پرې مې کړ) ایسته مې واچاوه، بیا معوذ ورغی، أبو جهل ما زخمي کړی و، یو سخت ګذار یې پرې وکړ، او همالته پرېووت، خو لاهم ساه پکې چلېده، معوذ تر هغو جنګېده، ترڅو شهید شو”
د جګړې په پای کې صحابه کرامو د أبو جهل لټون پیل کړ، عبد الله بن مسعود یې تنه وموندله، لاهم نفس پکې چلېده، په ټټر یې پښه ورکېښوده، او سر یې له تنه ترې بېل کړ، پدې سره د اسلام هغه دښمن نسکور شو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به یې په مکه کې ډول ډول دسیسې جوړولې، دا یو داسې دښمن و، چې د اسلام هر لاروی یې یا په توره، یا په ژبه زخم کړي و، د ظالمې تورې پڅېر یې له خولې هم زهر بادېدل.
کله چې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سر راووړ، هغه صلی الله علیه وسلم دری ځله داسې وفرمایل: “الله الذي لا إله إلا هو” بیا یې وفرمایل: “الله اکبر، الحمد لله الذي صدق وعده، ونصر عبده، و هزم الأحزاب وحده، انطلق أرنیه”
ژباړه: الله اکبر، ثنا او صفت هغه خدای لره دی، چې خپله وعده یې رښتوني کړه، د خپل بنده مرسته یې وکړه، او په یوازي یې ټولو مشرکینو ته ماتي ورکړه، بیا یې ابن مسعود ته وویل: ته راځه جسد یې راوښیه، چې کله یې جسد ته ورغی داسې یې وفرمایل: “هذا فرعون هذه الأمة” یعنې دا ددې امت فرعون و.