اتل او ننګیالی شهید سعید حافظ حمدالله “بدر” تقبله الله د شین ګل زوی، د وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ د آبدرې د ګېداخېلو د کلي اوسېدونکی، په ۱۳۷۵ هـ.ش کال کې په یوه غریبه، متدینه او جهادپاله کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.
بدر تقبله الله په کوچینوالي کې د یتیم توب سپرې څپېړې وواهه، پلار یې په داسې حال کې دې فاني نړۍ ته شا واړوله، چې فامیل یې د غربت په سپېره غولي ناست او پر خالي میدان پاتې شو. بدر تقبله الله د ماشوموالي له خوندونو محروم و، ارمانونو یې یو په بل پسې کډه کوله. د ده ماشوموالی له یو لړ تکلیفونو، زحمتونو او سختیو سره لاس او ګرېوان و. بدر تقبله الله له خپل کلي څخه ښکته د یو بل کلي شپونکی شو، هغه د نازونو، ساتېریو او خوندونو دوره یې د غره په څنډو کې د څارویو په څرولو تېره کړه.
د ده وروڼو هم همت ونه بايلاوه، ایران هېواد ته په کارونو پسې ولاړل، چې اقتصادي وضعه یې لږ را ښه شوه، بدر تقبله الله درسونو ته مخه کړه.
د درسونو پیل یې له دیني مدرسې څخه وکړ. لومړی د اکاخېلو په دیني مدرسه کې داخل شو، هلته یې د قرآن کریم پر حفظ شروع وکړه، خو د حفظ ارمان یې ترسره نه شو؛ مګر په حافظ مشهور و، او نورو درسونو ته د ادامې ترڅنګ یې په پټه توګه له خپلو مجاهدینو وروڼو سره په جهادي امورو کې برخه اخیسته.
یوه ورځ د پرځېدلي جمهوریت د اوردو عسکرو په یاده مدرسه چاپه ووهله، د مدرسې طالبان یې دوه تقسیمه کړل، ماشومان یوې خواته او لږ را لویان شوي بلې خواته. شهید حافظ صاحب هم د ځوانانو په ډله کې و. بیا د اوردو عسکرو له ونو څخه لرګي رامات کړل، او د مدرسې په طالبانو یې د وهلو شروع وکړه، لکه وحشي لېوان چې له غره څخه راښکته شي او بیا هر څه ته خوله اچوي. تر داسې حده یې طالبان ووهل، چې چیغې یې تر لرې ځایه پورې اورېدل کېدې.
له هغې ورځې وروسته حافظ صاحب د اکاخېلو له مدرسې سره مخه ښه وکړه، او د خپل کلي په تعظیم القرآن مدرسه کې یې داخله واخیسته. وړه دوره یې لا نه وه بشپړه کړې، چې خپل وروستي آرمان ته وصل شو.
د جهاد مینه ورباندې غالبه وه او جهادي مصروفیتونو یې په درسي ماحول کې حضور کم رنګه کړ. هر وخت به یې ملګرو ته ویل: “راځئ دښمن ته د سړک پر سر کمین ونیسو! راځئ ماین ته ولاړ شو! راځئ…”.
کله چې ننګرهار ولایت ته په تشکیل ولاړ، څه موده وروسته یې مور خبره شوه، مور ته یې عصبي مشکلات پیدا شول، شهید بدر تقبله الله ډېر سخت ورباندې خپه و. هر وخت به یې ډېره یادوله، د ملګرو په منځ کې یې په غوره اخلاقو، تقوا او دیانت شهرت درلود. نبی کریم صلی الله علیه وسلم به یې ډېر په خوب لیده.
دا چې بدر تقبله الله په جهادي امورو کې یو متعهد، شجاع او دلاور زلمی و، د خپلو ملګرو په غوښتنه له مجاهدینو وروڼو سره یو ځای د خوارجو داعشیانو د ځپلو لپاره ننګرهار ولایت ته وکوچېد.
په لاره له رنګارنګ تکلیفونو سره مخ شوی و. دغه داسې ورځې وې چې سخت بارانونه هم شروع شوي وو، څو ځايه موټر په سختو خټو کې ونښلېده (بند شو). مجاهدین به له موټرو ښکته شول او موټر به یې ټېله کاوه، ترڅو له خټو یې وباسي.
په دغه سختو او پېچلو لارو له څلور ورځې مزل وروسته ننګرهار ولایت ته ورسېدل. له رسېدو سره سم بدر تقبله الله اول خط ته روان شو او له خوارجو سره یې سینه په سینه مبارزه شروع کړه. هلته تقریباً تر لسو ورځو پورې د خوراک، څښاک او د اوسېدو د ځای هېڅ بندوبست نه و. په دې سیمه کې داعش خورا زیات وو، مګر په دې ټولو سختو حالاتو کې شهید بدر تقبله الله هېڅ د ستړیا احساس نه کاوه؛ تل به یې په شونډو نرمه مسکا خوره وه.
د یوې دردونکې صحنې کیسه خپله شهید بدر (تقبله الله) یو ملګري ته داسې بیان کړې وه:
“د سهار له لمانځه وروسته ملګرو چانټې په تن، بوټونه پښو او میلونه مو اوږو ته کړل، په ډېره بیړه مو د حرکت تیاری وکړ. د ننګرهار په تورو، بدمرغه او خونړیو غرونو کې له لس تنه همسنګره ملګرو سره؛ چې نظامي جامې یې په تن وې، څنګ په څنګ یوې خواته روان شوم.
د ملګرو چوپتیا، د ونو له څانګو او پاڼو څخه راتېرې شوې لمرینې وړانګې، د پښو د قدمونو څپ، څپ او لرې د یو مرغه د ویر او غم نه ډکې سندرې، سره یو ځای او یو وېرونکی منظر یې جوړ کړی و. نه پوهېږم هغه چغېدونکي مرغه په خپلو غمونو ساندې کولې؛ که زموږ په راتلونکي یې ویر لړلې سندرې غږولې.
زه نه پوهېدم چې شېبه وروسته به دا ښکلي بوټي، ښايسته ونې او دغره سپين کاڼي زما د ملګرو په وینو رنګ شي.
هغه و چې یو ناڅاپه تر شنه آسمان لاندې د غره په یوه شېله کې دغه مرګونې چوپتیا، د ټوپکو له خولو د وتونکو ګولیو په کړسهار، د ونو د څانګو په ماتېدو او د یو، یو ملګري په راچپه کېدو ماته شوه. د دوښمن د ګوزارونو او کمین لوری هېڅ نه معلومېده. ما لاندې اوبو ته ځان ګوزار کړ، په اوبو کې له دوښمنانو څخه ورک شوم، یا یې داسې فکر وکړ چې دی هم وویشتل شو.
کله چې دوی ولاړل، زه وروسته له اوبو څخه راپورته شوم. د اسلام سرسخته دوښمنان، د مؤمنانو د وینو تږي، د غرب له لوري روزل شوي فتنهګر، پاس په ونو کې راته ناست وو.
کله چې د صحنې ځای ته راغلم، تر شنو ونو لاندې تر قیامت هم سخت منظر قائم و. نهه ملګري مې ټول په وینو رنګ سوري، سوري، خواره واره پراته وو، تا به ویل چې کوم ظالم د ګولیو لو کړی دی. د ملګرو له زخمونو څخه د باردو بوی ولاړېده. حیران او ترهېدلی ورته ودرېدم، له پښو مې سېک وخاته، ټوپک مې له لاسونو څخه ولوېد او په دواړو ګونډو مې په ځمکه تکیه وکړه. خپل قسمت ته مې په چیغو، چیغو وژړل. له لسو ملګرو یوازې زه ژوندی پاتې شوم.”
یوه شپه ناوخته د دواعشو له خوا په ټول خط باندې تعروض وشو، ډېر ملګري شهیدان شول، د مجاهدینو خط مات شو، ساحه داعشیانو ونیوله.
په همغه محاصره حالت کې شهید بدر تقبله الله او څو تنه نورو ملګرو له ډېر همت څخه کار واخیست، تر ډېره حده پورې ورسره وجنګېدل. کله چې سهار رڼا خوره شوه، بدر او ملګري یې جوړ او روغ ځینې راووتل. هغه خورا شجاع، متواضع او صابر شخصیت و. له یوې ورځې استراحت څخه وروسته بیا د مشرانو لخوا اول خط ته وغوښتل شو.
له دواعشو سره په دوه متری کې مخامخ کېدل:
یو وخت بدر (تقبله الله) او نور زیات ملګري له خوارجو څخه د تصفیې په پار، د ننګرهار ولایت په یوه ساحه کې په کلیو کې تصفیه کوله. په یوه مسجد کې د شپې پر مهال ورسره مخامخ شوی وو.
ملګرو دا ګمان پرې کړی و، چې مجاهدین به وي. غږ یې ورباندې کړی و، “تاسو څوک یاستئ؟” داعشیانو ورته ويلي وو، “تاسو څوک یاستئ؟” بدر دوی ورته ویلي وو: “مجاهدین یوو.” سمدستي خوارجو حمله ورباندې کړې وه، څو تنه مجاهدین یې شهیدان کړي وو. یو شهید شوی مجاهد تقریباً ۶ میاشتې ورپاتې شو. له همدې حملې څخه بدر هم روغ وتلی و.
د شهادت کیسه:
بالاخره د خوارجو داعشیانو د سر قاتل، ستړی او لالهانده مجاهد، حافظ حمدالله “بدر” تقبله الله، د ۱۳۹۹/۹/۷ هـ.ش کال د شنيز درې د ملي خېلو په کلي کې له یو بل مجاهد ملګري سره، چې دواړه پر موټرسایکل سپاره وو، یو ځای د ډرون په حمله کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
نحسبه کذلک والله حسیبه.