په تېره برخه کې مو په دې بحث وکړ چې خوارجو د اسلام د مبین دین په وړاندې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په عدالت څنګه نیوکه او بغاوت وکړ، دلته به د خوارجو پر اصلیت، ريښې، تعریف او عقیده بحث وکړو.
۱:- د خوارجو تعریف؛
خوارج د خارج جمع ده، له خروج څخه اخیستل شوی چې د وتلو په معنا دی، په اصطلاح کې هغه څوک چې د مسلمانانو پر مجتهد، متفق او منل شوي امیر خروج او له بیعت او اطاعت څخه یې منکر شي خارجي بلل کېږي.
د خوارجو ريښه له همدې عبدالله ذوالخیصره را پیل کېږي، هغه لومړی تن و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عدالت او وېش په وړاندې یې بغاوت وکړ، وروسته دا لړۍ اوږدېده، د حضرت عثمان رضی الله د خلافت په وروستیو کې ډېر شول، په دې بهانه چې عثمان رضی الله عنه د خلافت په څوکیو کې خپلوان ځای کړي، بغاوت وکړ، تر دې چې هغه رضی الله عنه یې په شهادت ورساوه.
وروسته د دې لپاره چې خپل رزالت پټ وساتي، په مکر او چل یې له حضرت علي رضی الله عنه سره بیعت وکړ، په همدې موده کې یې د حضرت معاویه رضی الله عنه او حضرت علي کرمه الله وجهه تر منځ اختلافات وزېږول، تر دې چې د صفین جګړه منځته راغله او سلګونه مسلمانان په شهادت ورسېدل، د صفین په جګړه کې اهل شام په خپلو نېزو باندې قران کریمونه پورته کړل او د اوربند غوښتنه یې وکړه.
حضرت علي رضی الله عنه پوهېده چې دوی دا کار د خپلې ماتې د پټولو او د جنګ د ماتې د اړخ د بدلولو لپاره کوي، خو خارجي قاریانو حضرت علي رضی الله عنه ته اخطار ور کاوه چې اوربند وکړه، بلاخره له دواړو لوري استازي وټاکل شول، د حضرت معاویه رضی الله عنه له لوري عمرو بن العاص او د حضرت علي کرم الله وجهه له لورې ابو موسی الاشعري وټاکل شول، په دومة الجندل کې ناسته تر سره شوه، خو د صفین څخه د ستنېدو په حال کې له حضرت علي کرم الله وجهه نه ۱۲۰۰۰ قاریان بېل شول او د لا حکم الا الله شعار یې پیل کړ او په همدې سره یې د حضرت علي رضی الله عنه تکفیر وکړ.
د حضرت علي رضی الله عنه د خلافت په دوره کې څو ځلې صحابه کرام خوارجو ته ورغلل، ددې لپاره چې له خپلې منحرفې لارې واوړي، یو ځلې یې حضرت عبد الله بن عباس رضی الله عنه ور ولېږه خو د حرقوص بن زهیر د ابن عباس رضی الله عنه اهانت او سپکاوی وکړ.
وروسته خوارج د نهروان سیمې ته لاړل، خو هلته یې د حضرت عثمان رضی الله عنه د شهادت په څېر یوه بله وحشتناکه کړنه او ګناه تر سره کړه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي عبد الله بن خباب بن الارت رضی الله عنه یې مرتد وباله او په چاړه یې ذبح کړ، چې په دې سره خوارج لومړني خلګ شول چې په چاړه یې ذبحه پیل کړه، د عبدالله بن خباب په شهادت او ذبح یې بسنه ونه کړه، د هغه رضی الله عنه میرمن چې حمل داره وه، له خپل بچي سره ذبح کړه، دا د خوارجو یوه وحشتناکه او له بربریته ډکه ګناه وه، چې هيڅکله به ونه بښل شي.
د خوارجو مشرانو هم هغه وخت خپلو لارویانو ته د جنت، حقانیت او بري توب انګېزې ور کړلې، رښتیني مسلمانان یې کفار بلل، د ارتداد او تکفیر په وروستي حد کې و، هر هغه څوک چې له مسلمانانو سره به جوړ و، یا به یې د دوی منحرفه او باطله عقیده نه منل؛ دوی د مرتدد په نوم په شهادت ورساوه، د حضرت عبد الله بن خباب او د هغه د میرمنې او بچي له شهادت او ذبحې وروسته حضرت علي کرم الله وجهه له خوارجو سره د جنګ پرېکړه وکړه، په هم هغه میدان کې د خوارجو مشر حرقوص بن زهیر په خپلو لارویانو غږ کاوه چې جنت ته تیار شئ او له مسلمانانو سره په جنګ کې شهادت وګټئ.
حال دا چې د دوی کړنلاره وحشت او بربریت خپرول و، دوی د الحاد او ارتداد په لټه کې و، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي؛ که زه چیرې پر خوارجو پېښ شوم نو د عادیانو په څېر به یې هلاک کړم، یعنې دوی هيڅکله د بښلو نه دي، شهید شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله به ویل؛ چا چې له خوارجو سره سر هم خوزولی وي، د هغه وژل فرض دي، دوی له خپلو منحرفو او باطلو عقیدو هيڅکله نه اوړي، پر دوی رحم هم ګناه ده.
سهل بن حنیف رضی الله عنه وايي، چې رسول الله صلی الله وسلم د عراق لوري ته په لاس اشاره وکړه او و یې فرمایل؛ له دې ځایه به یوه داسې ډله را پورته شي چې قران کریم به لولي خو تر ستونې به یې نه ښکته کېږي، له اسلام څخه به داسې وزي لکه غشی چې په ښکار پسې وزي.