د عدل او صلهرحمۍ له امله عثمانیانو په اروپا کې قدرت تر لاسه کړ، د اسلامي عدل او انصاف په برکت دغه قومونه د وحشت او بربریت له تیارو راووتل او د برابري او انصاف له اصولو سره بلد شول. په بدترین ډول د خلکو غلامول یو منل شوی ملکي نظام و، چې د منځنۍ او جنوبي اروپا تر منځ پرې تړون شوی و. عثمانیانو دې ستر ظلم ته د پای ټکی کېښود.
همدارنګه د مالدووا، بولان او هنګري هېوادونو تر منځ دا تړون موجود و، چې که کوم بزګر د خپل څښتن ځمکه پرېږدي او دې سیمو ته لاړ شي، نو د هغې سیمې خلک به د لومړي مالک د امر پابند وي.
عثمانیان له صلهرحمۍ سره اروپا ته ننوتل، لکه څنګه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خپل ارشاد کې د دې خبرې تایید کړی دی. د دغو ترکانو شمېر ډېر نه و او نه یې د هغو حکومتونو په څېر پرمختللي جنګي وسایل درلودل چې وروسته یې فتح کړل، خو بیا هم هغوی د ټولو پر سرونو ځان تر فینیا پورې ورساوه. د غرونو، سمندرونو او دښتو ستونزې د هغوی د صلهرحمۍ له امله اسانه شوې، لکه څنګه چې له دوی مخکې د عربانو لپاره هم د صلهرحمۍ له امله د اسیا او افریقا مزلونه اسانه شوي وو.
سلطان محمد فاتح د صلهرحمۍ، عدل او انصاف لاره غوره کړې وه او خپلو لمسیانو ته یې وصیت کاوه چې د دې لارې پابند پاتې شي، تر څو د اسلام رښتيني ترجمانان واوسي. هغه بې له کوم تبعیضه د خپلو عوامو د ملاتړ لمن خپروله او په خپله یې هم دا اصل عملي کاوه چې د رعیت هر کس، که مسلمان وي او که نصراني، د هغه د ټولو حقوقو ساتنه وشي. په دې اړه د تاریخ په کتابونو کې ډېرې په زړه پورې پېښې ثبت شوې دي.
یوه پېښه داسې ده چې د خیوس د جزیرې له اوسېدونکو څخه د ذمې یو تاجر پور درلود، چې اندازه یې څلوېښت زره داکت وه. د دغه تاجر نوم فرانسسکو دِر ابیریو وو، دا شخص د جزیرې له خلکو څخه د پور په اخیستلو کې عاجز شو، نو په زړه کې یې دا خیال راغی چې سلطان به دا معامله حل کړي. ځکه چې تاجر د عثماني دولت له رعیت څخه و، نو دولت د هغه د حق ساتنه خپله ذمهواري ګڼله.
سلطان د حمزه پاشا په مشرۍ څو کښتۍ د جزیرې پر لور ولېږلې، خو د خیوس خلکو ځینې پوځیان ووژل او د نافرمانۍ له مخې یې د پور له ورکولو انکار وکړ.
سلطان محمد فاتح تاجر ته وویل: «له خیوس خلکو څخه ستا د پور اخیستل زما ذمهواري ده، او زه به د خپلو عسکرو د وژل کېدو دوه برابره بدله هم ترې واخلم.» سلطان سمندري بېړیو ته د حرکت امر وکړ او پخپله د پوځ په مشري د خیوس جزیرې ته ورسېد. د خیوس خلکو بې له جګړې د سلطان اطاعت ومانه. له دې سره سره، د «امیروس» او «سامودر» په نوم دوه نورې جزیرې هم د سلطان تر واک لاندې راغلې او د عثماني خلافت پوځونو ته یې خپلې دروازې پرانیستې.
د مجبورۍ له مخې د خیوس خلکو د تاجر پور ادا کړ، سلطان پرې کلنۍ جزیه هم وټاکله او همدارنګه یې د هغو کښتيو تاوان ترې واخیست چې د جګړې په لومړۍ مرحله کې ډوبې شوې وې. بېشکه د رعیت ملاتړ او د هغوی د حقوقو ساتنه د اسلامي امپراتورۍ له اساسي فرایضو څخه ده. د اسلام د خپرېدو لپاره هڅه کول د ځمکې د واکمنانو پر غاړه یو ستر مسوولیت دی. سلطان محمد فاتح به د جګړې پر مهال دا خبره هېڅکله نه هېروله چې وسلې د اسلام د پراخوالي یوازې یوه وسیله ده، نو ځکه به یې خپلو سپهسالارانو او پوځیانو ته د اسلامي عقیدې د خپرولو تلقین کاوه.
هغه به د هغو سپهسالارانو ستاینه کوله چې د دوی په لاس به نوي ښارونه فتح کېدل. کله چې سلطان خپل سپهسالار عمر بن طرخان ته د اتن پر لور د لښکر د حرکت امر وکړ، دغه سیمه ونیول شوه او د عثماني امپراتورۍ یوه بېتردیده برخه وګرځېده، نږدې دوه کاله وروسته سلطان محمد فاتح د دغه ښار د لیدلو لپاره ورغی او ویې ویل: «ابن طرخان به څومره بختور وي که د دې ځای خلک د اسلام دین قبول کړي.»
عثماني دولت د الله تعالی لارې ته له دعوت سره ځانګړې علاقه لرله او په اروپا کې یې د دین د خپرولو څرګندې نښې پرېښې دي. خو کله چې د مسلمانانو زوال پیل شو، نو عیسویانو د اروپا مسلمانان په زور نصرانیان کول. سره له دې، مسلمانانو تر ډېره حده مقاومت وکړ، چې د دې ثبوت دا دی چې تر ننه پورې په بلغاریا، رومانیا، البانیا، یونان او یوګوسلاویا کې مسلمانان ژوند کوي. د دغو سیمو د مسلمانانو شمېر تر سلګونو زرو رسېږي.
په اروپا کې تر اوسه د مسلمانانو شتون یوازې د الله تعالی د کرم او بیا د عثماني خلافت د هڅو پایله ده، چې هغوی په بېلابېلو ادارو او لارو د اسلام د خپراوي لپاره کړې دي. د عثماني امراوو د تګلارې مهم عنصر دا و چې خلک په حکمت، پوهه او ښه چلند سره د اسلام دایرې ته راوبولي.









































