شیطاني پوځ او شیطاني یې کړنې؛ هسې خو د پاکستان حکومت له پیله له اسلام او مسلمانانو سره د جفا او خیانت پر بنسټ رامنځ شوی هېواد دی او دا خبره له چا پټه نه ده. خو په دې وروستیو کې د علماء کرامو له شهادتونو سره دا شیطاني څېره تر بل هر وخت بربنډه شوه، چې هر سالم او خپلواک فکرمند یې په شیطاني فریبونو پوهېږي.
څو ورځې وړاندې په ۱۴۰۵/۲/۱۵ – ۱۴۴۷/۱۱/۱۸ – ۲۰۲۶/۵/۵ نېټه یې د اسلامي علماوو له لښکر څخه بل عالم شیخ ادریس رحمه الله شهید کړ او ددې ظالم او جابر رژیم دا ظلم به تر هغه روان وي؛ ترڅو چې د پاکستان حقاني علماء او ولسونه د خپل ځان، دین، هېواد، ژبو او ورکو بچیانو د دفاع، خپلواکۍ او موندنې لپاره په خپله لاس په کار نه شي. د پاکستان پوځ او بېلابېلو حکومتونو وخت ناوخت د اسلام له ګټې او زیان څخه د خپل ظالم رژیم د بقا لپاره ګټه اخیستې او په دې وروستي برید کې یې هم د ځینو شواهدو پر بنسټ همدا پوچ هدف نغښتی دی.
د شیخ ادریس رحمه الله له شهادت نږدې څو ساعته وروسته د داعش شیطاني لښکر خبر خپور کړ، چې شیخ ادریس رحمه الله موږ د افغانستان پولې ته نږدې له منځه وړی دی، په علومو کې د بیان فن نن ورځ تر بل هر وخت پرمختللی دی او انسانان هم له بل هر وخت څخه ځېرک دي، ځکه دا هغه زمانه ده، چې انسانانو یې مصنوعي ځيرکتیا رامنځته کړې؛ نو د پاکستان پوځي رژیم او څارګره اداره دومره سربداله دي، چې د خپلو خبرو، جملو او عبارتونو په استعمال هم نه پوهېږي، چې کومه خبره کله، څنګه، چیرې او ولې وکړي.
د دوی له دې سربداله حالت څخه دا جوتېږي، چې شیخ صیب رحمه الله د داعش له خوا نه بلکې د پاکستان د څارګرې ادارې (ISI) او پوځي چارواکو لخوا ترور شوی دی.
د پاکستان پوځي رژیم او څارګره اداره په دې ډول غواړي له یوې خوا د داعش د روزلو، پاللو، ساتلو او له هغوی سره د لاس لرلو تور له ځانه لرې کړي او له بلې خوا د افغانستان اسلامي امارت د داعش په رزولو، پاللو، ساتلو او له هغوی سره په لاس لرلو تورن کړي. په دې ډول به د پاکستان مسلمان ملت د افغانستان په اسلامي نظام بدګمانه کړي او که یې خپلو بادارانو ته قناعت ورکړای شو؛ چې د داعش د مقابلې لپاره کوم پنډوکی پرې ترې ترلاسه کړي او خپله شڼېدلې اداره پرې تر څو نورو اونیو او یا میاشتو لپاره وچلوي.
د داعش په نوم د پاکستان پوځ او څارګره اداره دا ادعا په داسې الفاظو کوي، چې: (موږ د افغانستان پولې ته نږدې). په دې عبارت کې څو کلمې د پام وړ دي؛ موږ، د افغانستان پوله او نږدې. (موږ) مسئله په داعش پورې تړي او (د افغانستان پولې ته نږدې) د داعش پالنه، روزنه، ساتنه او په ځانګړي ډول د شیخ صیب شهادت پر افغان حکومت ور تپي، چې په دې توګه له یوې خوا د پاکستان مسلمان ولسونه په افغان حکومت بدګمانه کوي او له بله اړخه نړیوالو ته د پیغام ورسوي، چې لا هم د داعش ګواښ له افغانستان څخه راپورته کېږي.
خو د پاکستان مسلمان ولسونه او حقاني علماءکرام په دې پوهېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت داعش آن په نطفه کې پېژندلي او د شیخ صیب د شهادت تر ځای (چارسدې) او د فرضي کرښې ترمنځ واټن یې په خپلو سترګو لیدلی. نړیوال هم له ټیکنالوژۍ سره بلد دي او په څو ثانیو کې دا ځان ته په ډاګه کولی شي، چې له فرضي کرښې تر چارسدې پورې شاوخوا (۱۲۰) کیلومتره مزل دی. په دې ډول څرګنده شوه، چې د داعش ژبه هم د (ISI) په واک کې ده او ټوپک کې هم، چې څه ډول وغواړي هسې یې څرخوي.
نو د پاکستان سربداله پوځ او څارګره اداره په یوه ډز دوه ښکاره کول غواړي، خو پر دوی الله جلجلاله د قرانکریم دا آیت ښه دلیل ګرځولی چې؛ مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ ٱلَّذِى ٱسْتَوْقَدَ نَارًۭا فَلَمَّآ أَضَآءَتْ مَا حَوْلَهُۥ ذَهَبَ ٱللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِى ظُلُمَٰتٍۢ لَّا يُبْصِرُونَ[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 17]
ژباړه: د دوی (منافقانو) مثال داسې دى، لكه يو څوك چې اور بل كړي او چې كله هغه (اور) ټوله شاوخوا رڼا كړي، نو الله د دوی د سترګو بينايي ورڅخه واخلي او دوی په داسې حال كې پرېږدي، چي په ترږمیو كې هيڅ نه ویني.










































