داعش جنګیالي په منځني ختیځ کې له ټولو اسلامي احکامو څخه لرې په داسې ډول جګړه مخته وړي چې هر ډول جنایت پکې کوي.
په ۲۰۱۴ کال کې یې د عراق په ګڼ شمیر سیمو کې قتل عام وکړ، ماشومان او نارینه یې قتل او ښځې یې د ځان سره ونیولې چې وروسته یې د جنسي غریضې په اشباع کې ترې استفاده کوله.
په افغانستان کې یې د هر ډول اسلامي اصولو او کلتور خلاف کړنې تر سره کولې، د جمهوریت او اشغالګرو ځواکونو په ځای به یې د سیمې د مجاهدینو سره جګړې کولې، هر وخت به د اشغالګرو سره د جګړې په وخت کې همکار کیدل او څو ځله ولیدل شول چې سخت محاصره شول نو د اشغالګرو هوایي ځواک به ژغورل.
یو ځل په ننګرهار ولایت کې دا پدیده رامنځته شوه، کم وخت کې یې د همدې لارې لارویان جذب کړل ځکه انګیزه یې ورکوله چې دوی د یو خاص هدف و مذهب لپاره جګړه کوي چې ویې ژغوري.
وروسته له فعالیت یې ولیدل شول چې هره سیمه کې د مجاهدینو د کمزورتیا او اشغالګرو د شتون لامل شول.
د جنګ تکتیک یې دا ډول وو چې د اشغالګرو په اسلحو به د مجاهدینو سره جنګیدل او مجاهدین به یې مصروف ساتل، د کابل ادارې به هڅه کوله سیمه لاندې او ژر تر ژره نظامي تاسیسات جوړ کړي او په سیمه کې خپل حضور پیدا کړي.
تیرو کلونو کې ځینو سیمو ته اشغالګر نشوی تللی ځکه د مجاهدینو د سخت مقاومت سره به مخ کیدل خو د دوی له پیدایښت وروسته چې د کابل ادارې د امنیت شورا به يې تمویل کاوه، اشغالګرو ډیرو ځایونو ته لاسرسی پیدا کړ.
نو دوی دلته بغیر د اشغالګرو له همکارۍ پرته بل هېڅ هدف نه درلود او د اشغالګرو له تیښتې بعد دا ډله او ګروفونه هم ختم شول، که وي هم په نوم داعش به د سیمو او نړۍ استخباراتي سازمانونو ته د کار زمینه سازي کوي.