څو ورځې وړاندې، د اکتوبر په ۲۵مه نېټه، د پاکستان بېکفايته دفاع وزير خواجه محمد آصف د سیالکوټ له ښاره په یوه ټلویزیوني وینا کې ګواښ وکړ، چې که د استانبول د سولې خبرې (چې د دوحې د اوربند د ټينګښت لپاره ترسره کېږي) ناکامې شي، نو پاکستان به له افغانستان سره ښکاره جګړه پيل کړي.
ښکاره جګړه هغه ده چې رسمي، علني او له هر ډول محدوديت پرته ترسره کېږي؛ په دې جګړه کې نه جغرافيه معنا لري او نه سرحدات. ټول پوځي وسايل د هوايي، ځمکني، توغنديزو او حتی سايبري ځواکونو په ګډون پکې کارېږي او موخه یې معمولاً د دښمن د پوځي ځواک له منځه وړل، د خاورې نیول او يا هم د رژيم بدلون وي.
اوس دا پوښتنه راپورته کېږي، چې د آصف دا ادعا تر کومه حده له واقعيت سره برابره ده؟ آيا رښتيا هم د پاکستان اوسنی رژيم د افغانستان د جګړې وړتيا لري؟ دا هغه پوښتنه ده چې موږ به یې په دې یادښت کې ځواب کړو.
په لومړي سر کې بايد ومنو، چې د پاکستان اوسنی حکومت د کور دننه له ګڼو ننګونو سره لاس او ګرېوان دی، مثلاً: وسلهوالې ډلې، درانه پورونه او د ولس د ملاتړ نشتوالی؛ دا درې هغه ستر بحرانونه دي، چې هر يو یې پخپله د حکومت د نسکورېدو او د نظام د بشپړې فروپاشۍ لپاره کافي دي.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان سیمو کې، د تحریک طالبان پاکستان او بلوچستان آزاد غوښتونکي سربازانو په څیر ډلې د حکومت پر وړاندې جنګېږي. د خپلو بېرحمه چریکي بریدونو او حتی د ښارونو د لنډمهاله نیولو سره، دې ډلو د پاکستان کمزوری امنیت ننګولی او د حکومتي چارواکو بې کفایتي یې نړۍ ته ښکاره کړې ده.
له بلې خوا، د پاکستان اقتصاد د کورنيو او بهرنيو درنو پورونو لاندې راګير دی. د هېواد ټولیز پورونه له ۲۸۰ ميليارده ډالرو اوښتي او د حکومت د عوايدو ډېره برخه د پورونو په بېرته ورکولو کې مصرف کېږي. لوړې بیې، بېکاري او اقتصادي رکود د خلکو زړونه له نهيلي ډک کړي او د پانګونې فضا ورځ تر بلې کمېږي.
سربېره پر دې، د شهباز شريف ائتلافي حکومت په ولس کې د باور او مشروعيت له سخت کمښت سره مخ دی. د ۲۰۲۴ کال ټاکنې د درغلیو له درنو تورونو سره مل وې، او مخالفين په ځانګړې توګه د عمران خان ګوند تر اوسه هم د حکومت مشروعيت نه مني.
په سياست کې د پوځ لاسوهنه، د مظاهرهچيانو ځپل، د نرخونو لوړوالی او بېکاري د يو داسې «غير ولسي» حکومت انځور جوړ کړی، چې خلک باور لري دا رژيم د دوی د هوساينې لپاره نه، بلکې د خپل واک د دوام لپاره کار کوي. همدا ولسي نارضايتي، د اقتصادي او امنيتي بحرانونو ترڅنګ، پاکستان په خطرناکې مرحلې کې اچولی او د دې هېواد راتلونکی یې مبهم کړی دی.
د دې ټولو ستونزو سره سره، د پاکستان دفاع وزير په ښکاره ډول افغانستان ته د جګړې ګواښ کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان پر خاوره د تېري وروسته، د افغان ځواکونو له سخت او ستړيکوونکي ځواب سره مخ شو؛ هغه غبرګون چې د ګڼ شمېر پاکستاني سرتېرو ژوند پرې تمام شو.
د افغانستان له لوري دغه غښتلی ځواب د پاکستان چارواکو ته بسيا و، تر دې چې يې له عربي هېوادونو وغوښتل، د افغانستان له چارواکو سره خبرې وکړي او د جګړې د بندېدو غوښتنه ترې وکړي.
نو څنګه دا ستړی او له دننه نړېدونکی رژيم، چې د څو افغان مجاهدينو پر وړاندې د ځمکني جنګ وس نه لري، د دفاع وزير يې راځي او په ټلویزیون کې داسې بېمانا خبرې کوي او د ښکاره او علني جګړې ګواښ کوي؟
هو! کېدای شي که خبرې ناکامې شي، د پاکستان حکومت يو ناپوهانه پرېکړه وکړي او د افغانستان پر وړاندې جګړه اعلان کړي. خو نه يوازې پاکستان، بلکې ټوله نړۍ ښه پوهېږي، چې د دې جګړې په پاى کې به يوازې يو ملت بريالی او سرلوړی پاتې شي او هغه د افغانستان اسلامي نظام او غيرتمند ملت دی او بس.
دا هغه حقيقت دی، چې له پاکستان نه څو چنده پياوړو قدرتونو، لکه انګلستان، پخواني شوروي اتحاد او امريکا ته هم ثابت شوی او که اړتيا وي، دا حقيقت به يو ځل بيا پاکستان ته هم ثابت شي.











































