په نړیوال سیاست کې ډېر ځله داسې پېښې رامنځته کیږي، چې د ظاهري ځواک او حقیقي قدرت ترمنځ پټ واټن ناڅاپه ښکاره شي. هغه شېبه چې یو دولت د زور، تبلیغاتو او فشار په وسیله خپل سیاسي هدفونه پر مخ وړي؛ ښايي په لنډ مهال کې بریالی ښکاره شي، خو تاریخ ښيي چې کله د حقیقت لحظه را ورسیږي، نو هماغه ځواک چې د نه ماتېدونکي غر په څېر ښکارېده، د شګو په کلا بدلېږي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي سیاسي تحولونه هم د همدې تاریخي حقیقت یو بل ژوندی مثال بلل کېدای شي.
په تېرو لسیزو کې د سیمې امنیتي فضا د استخباراتي لوبو، نیابتي جګړو او دوامداره فشارونو ډګر پاتې شوې ده. د پاکستان پوځي ادارې تل هڅه کړې، چې د سیمې د سیاست معادلې د زور او نفوذ له لارې تنظیم کړي خو اوس داسې نښې څرګندیږي، چې همدغه تګلاره خپله د ستونزو اصلي سرچینه ګرځېدلې ده. وروستي راپورونه چې ښيي د پاکستان پوځي رژیم له غیر مستقیمو لارو افغانستان سره د مذاکراتو غوښتنه کړې، یوازې یو دیپلوماتیک حرکت نه دی بلکې د یوې سترې سیاسي معادلې د بدلون نښه ده.
په نړیوالو اړیکو کې کله کله داسې وضعیت رامنځته کیږي، چې یو لوری د فشار او ګواښ له لارې د مقابل لوري اراده کمزورې ګڼي، خو کله چې مقابل لوری د خپل ملي حاکمیت او عزت په دفاع کې ټینګ دریځ خپل کړي، نو ټول حسابونه بدلیږي. د افغانستان اسلامي امارت وروستی غبرګون او قاطع دریځ د همدې بدلون مهم لامل بلل کیږي. همدې ټینګ دریځ هغه فضا رامنځته کړې، چې اوس د اسلام اباد سیاسي او پوځي حلقې له مختلفو لارو د خبرو د دروازې ټکولو ته اړ شوي دي.
دا چې ځینې سیاسي څېرې، قبایلي مشران او حتی متقاعد جنرالان د منځګړیتوب هڅې کوي، په خپله د دې خبرې څرګند ثبوت دی، چې د زور سیاست تلپاتې نه وي. کله چې یو نظام د فشار له لارې د ستونزو حل ته عادت شي، نو بالاخره داسې مرحلې ته رسیږي چې مجبور شي، چې د خبرو مېز ته راستون شي. خو د دې ترڅنګ بله مهمه پوښتنه هم را پورته کېږي: ایا دا غوښتنه د صادقانه تعامل لپاره ده که د وخت د ګټلو یوه بله سیاسي هڅه؟
د پاکستان د پوځ تر شدید سانسور لاندې رسنۍ هڅه کوي داسې تصویر وړاندې کړي، چې ګواکې افغانستان د مذاکراتو غوښتنه کړې ده. د شنونکو په اند دا ډول تبلیغات یوازې د حقیقت پټولو هڅې دي. کله چې یو نظام د واقعیت پرځای د تبلیغاتو پر وسیله د افکارو مدیریت کوي، نو دا یې د سیاسي کمزورۍ نښه بلل کیږي. په مقابل کې د افغانستان دریځ یو نسبتاً واضح او ثابت پیغام لري. د هېواد له خاورې، ولس او حاکمیت څخه دفاع یو اساسي اصل دی، خو د تفاهم او خبرو دروازه هم تړل شوې نه ده.
دا هغه سیاست دی، چې په نړیوال دیپلوماتیک عرف کې د ځواکمن دریځ نښه بلل کیږي؛ داسې دریځ چې نه د جګړې تندلاري شعارونه لري او نه هم د تسلیمۍ نښې.
تاریخ موږ ته ښيي، چې ملتونه هغه وخت خپل سیاسي وزن زیاتوي کله چې د فشارونو پر وړاندې خپل اصولي دریځ وساتي. افغانستان د اوږدو جګړو، قربانیو او سختو ازموینو له لارې دې مرحلې ته رسېدلی دی. د همدې تجربو له امله اوس د افغانستان سیاسي مشرتابه هڅه کوي، چې د سیمې سیاست د احساساتي غبرګون پرځای د حساب شوي دریځ له لارې مدیریت کړي.
د سیمې ثبات یواځې هغه وخت ممکن دی، چې ټول هېوادونه د یو بل حاکمیت ته درناوی وکړي. که پاکستان رښتیا هم غواړي، چې د دوامداره کړکېچ له دې دورې څخه ووځي، نو اړینه ده چې د پخوانیو فشارونو او پټو لوبو پرځای د شفاف تعامل سیاست غوره کړي. د زور سیاست ښايي لنډ مهاله بریاوې ولري، خو د اوږدمهاله ثبات لپاره هیڅکله اغېزمن نه وي.
افغانستان نن د تاریخ په داسې پړاو کې ولاړ دی، چې هره پرېکړه یې د سیمې پر راتلونکي اغېزه لرلی شي. افغانان د جګړو له اوږدو کلونو وروسته د داسې راتلونکي تمه لري، چې عزت، ثبات او خپلواکي په کې خوندي وي. همدې ارمان افغانستان دې ته هڅولی، چې د ملي حاکمیت دفاع د هر ډول سیاسي تعامل بنسټ وګرځوي. په همدې ځای کې د ځواک او حقیقت ترمنځ کرښه روښانه کیږي. زور هغه وخت تر ټولو کمزوری فکتور وي، چې د حقیقت پر وړاندې ودرېږي او حقیقت هغه وخت تر ټولو ځواکمن وي، چې د یوه ملت د ارادې او باور استازیتوب وکړي.
که د سیمې سیاسي لوبغاړي د تاریخ له درسونو زده کړه وکړي، نو ښايي دا شېبه د یوې نوې مرحلې پیل شي؛ هغه مرحله چې په کې د زور پرځای عقلانیت او د فشار پرځای تفاهم واکمن وي خو که پخوانۍ تېروتنې تکرار شي، نو تاریخ به یو ځل بیا ثابته کړي، چې د حقیقت پر وړاندې هیڅ ځواک دوام نه شي موندلی. همدا هغه درس دی، چې افغانستان یې یو ځل بیا نړۍ ته وریادوي:
ملتونه د وسلو په زور نه ماتیږي بلکې ملتونه هغه وخت ماتیږي، چې خپله اراده له لاسه ورکړي. افغانستان لا هم خپله اراده ژوندۍ ساتلې ده او همدا اراده د سیمې د سیاست په معادله کې تر ټولو مهم ځواک ګرځېدلې ده.










































