د پاکستاني پوځي رژیم د هرې ورځې په تېرېدو سره د حقیقتونو له یوه نوي باب سره مخامخ کېږي او نړۍ ته یې د پټو او ترهګرپاله سیاستونو بېلابېل مخونه څرګندېږي. د دغه هېواد پوځي مستبد نظام د خپل پایښت او جنرالانو د واک او ځواک د ساتنې یا شخصي ګټو لپاره همېشه خپل سرتېري د نړۍ پوځي او استخباراتي قدرتونو ته په کرایه او اجاره ورکړي او د خپل مظلوم ولس ملي بودیجه یې مشرانو او یوه خاص ګوند ته د ښو امکاناتو او کاروبارونو په غوړېدو لګولې ده او یا یې هم په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو او نیابتي جګړو د تمویل لپاره په بدرېغه ډول لګولې ده.
له هغو نیابتي او خوارجي ډلو څخه یوه هم خراسان داعش ډله ده چې د پخوا په څېر ورباندې د امریکا او غربي هېوادونو په مشوره پانګونه کوي او غواړي چې د سیمې او نړۍ د بې ثباتۍ لپاره یې د غوړې مړۍ او یوې ګواښونکي او وېرېدونکي وسیلې په توګه د تور سیاست مارکېټ کې وکاروي، خو په ظاهره له دې هر څه نه انکار کوي او نړۍ ته داسې څرګندوي چې ګني پاکستان خپله هم د ترهګرۍ قرباني دی.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا راتګ سره داعشي خوارجي فعالیتونه نه یوازې چې صفر کچې ته را ټیټ شول، بلکې ډېر غړي یې له هېواده بهر د پاکستان په خاوره کې هم په قتل رسېدلي دي چې راپورونه یې خپله پاکستاني رسنیو هم خپاره کړي دي. د پاکستان په بېلابېلو خوندي او د پوځ تر ټینګ کنټرول لاندې سیمو کې د داعشي خوارجو د مشرانو په ځانګړي ډول د هغوی د ویاند سلطان عزیز عزام نیول دا څرګندوي چې داعشیان پخوا هم د پاکستان د پوځ یوه وسیله وه او اوس هم د هغوی په واک کې دي، خو یوازې هغه غړي یې افشا او نیول کېږي چې د پوځ له قوماندې او پلان تطبیقولو څخه سرغړونه وکړي.
د همدغه لړۍ په ترڅ کې خپله د داعش ډلې تر منځ هم ژور اختلافات رامنځته شوي دي او ډېر غړي یې په خپل منځي شخړو او اختلافاتو کې هم ترور شوي دي. خپاره شوي راپورونه څرګندوي چې په یوه تازه پرمختګ کې د اورکزیو د غلچو په تورکاني او نریک سیمه کې له داعشیانو سره نښته شوي چې په پایله کې د هغوی دوه مهم قوماندان حاجي عبدالرحمن مشهور په ابوناصر او ملافاروقي وژل شوي دي.
دغه واړه خوارجي مشران د داعشي حلقو له مهمو او کلیدي مشرانو څخه ګڼل کېدل او هڅه یې کوله چې په افغان خاوره کې د پنجابي پوځ او داعش پروژې پلي کړي، عام وګړي په شهادت ورسوي او عامه تاسیساتو ته زیان ورسوي، چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د بیدارۍ او تعهد له برکته له ناکامۍ سره مخ شوي او د خپلو اعمالو په سزا رسول شوي دي. دا په پاکستان کې د داعشي خوارجو د پټنځایونو او د هغوی د غړو د وژنې په اړه لومړی مورد نه دی، بلکې تر دې وړاندې هم په ګڼو سیمو کې د دوی پر ضد د ډرون په مرسته هوايي عملیات شوي او وژل شوي دي، چې بله تازه بېلګه یې د تیرا په توره دره سیمه کې د هغوی د یوې ډلې له منځه وړل وو چې ویډیوګانو یې المرصاد او نورو موثقو خبري اژانسونو خپرې کړي دي.
که پوځي رژیم فکر کوي چې ښايي پر افغان خاوره د خپلو هوايي بریدونو او د ملکي وګړو د وژنې له لارې به د اسلامي امارت د سیاست او پوځي ځواک بل لور ته واړوي او د دوی تر وزرونو لاندې داعشي خوارج به د نړۍ له پامه ووځي؛ دا به ډېر خام فکر وي، ځکه چې اسلامي امارت هېڅکله هم خپل کلیدي دښمنان نه هېروي، ځکه چې داعشي خوراج یوازې د افغان خاورې او مسلمان ولس قاتلان او دښمنان نه دي، بلکې د اسلامي شریعت پر وړاندې هغه معاصره فتنه ده چې د امریکا، یهودو او پوځي رژیم په څېر د هغوی د کرايي قاتلانو له لوري پالل کېږي او د اسلامي امارت د تاسیس فلسفه هم په سر او مال له رښتیني اسلام، شرعي نظام او سپېڅلو ارزښتونو څخه دفاع ده.
د اسلامي امارت ځواکونو حتی د ناټو د لسګونو هېوادونو، امریکا او کابل رژیم د ګوډاګي پوځ د سختو او تندو عملیاتو پر مهال هم له داعش سره له مبارزې لاس نه و اخیستی، بلکې په هره جبهه کې یې مهاله له دغه فتنې سره هم مبارزه کوله چې پام وړ لاسته راوړنې لري؛ نو په اوسني وضعیت کې خو هېڅ امکان نه لري چې دغه خارجي فتنه به هېره کړي، بلکې هڅه یې دا ده چې نور به له دې وروسته دا کرايي قاتلان د خپلو بادارانو په غېږ او پتنځایونو کې له منځه وړي چې تېرې لاسته راوړنې او بېلګې یې شاهدي ورکوي.
پاکستان او د داعش نور ملاتړي باید پوه شي چې افغانستان نور د نورو د فکري او پوځي پروژو د تطبیق نیابتي ډګر نه دی، دلته اوس سراسري امن راغلی او افغان امنیتي ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې غاښ ماتونکی ځواب ورکوي چې تر ټولو څرګند مثال یې د پاکستان پوځي رژیم د یرغل پر وړاندې انتقامي ځمکني او هوايي بریدونه دي چې په ټول پنجابي رژیم کې یې وېره ګده کړې ده، خو دا هم باید هېر نه شي چې افغانان د پاکستان د مسلمان ولس درناوی هېڅکله نه هېروي او دا درک کوي چې پاکستاني مسلمان ولس په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا او بلوڅستان اوسېدونکي خپله مظلوم دي.
څنګه چې د پاکستان پوځي رژیم په افغان خاوره کې د ړندو بمباریو له لارې ملکي وګړي په شهادت رسوي، همداسې یې په خپله خاوره کې هم ولسونه له مرګ ژوبلې او کډوالیو سره مخ کړي دي، خو دا باید د یوه حقیقت په توګه ومنل شي چې ظالم او مستبد نظامونه تلپاتې نه وي او د ظلم ماڼۍ خامخا یوه ورځ نړېږي چې دا ورځ پر پوځي رژیم هم راتلونکې، بلکې ډېره نږدې ده.











































