راځو دې ته چې د پاکستان پوځي رژیم څنګه د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي؟
د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره، د پاکستان پوځي رژیم چارواکو د هغو مظلومو مهاجرو په اړه اندېښنه درلودل، چې د پاکستاني پوځ د ظلمونو له امله افغانستان ته مهاجر شوي وو. ځکه پوځي رژیم پوهېده چې پر دې غریبو مسلمانانو یې څومره ظلمونه کړي دي، او د خپلو اعمالو له عکسالعمل څخه وېرېدل.
دا چې د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې د افغانستان له خاورې به هېڅ ګاونډي هېواد ته ضرر نه رسېږي، او دا خبره یې په عمل کې هم نړۍ ته ثابته کړې ده، نو یې د علماوو شورا راوغوښته او هغه مهاجر ورونه یې قانع کړل چې نور به دلته د سولې او ارامۍ ژوند کوي، او اسلامي امارت به د دوی هر ډول خدمت کوي. د دې لپاره چې د پاکستان تشویش رفع شي، دغه مهاجرین یې له سرحدي سیمو څخه د هېواد مرکزي سیمو ته په عزت او احترام انتقال کړل. سره له دې چې دا د پاکستاني پوځي رژیم مسؤلیت و چې خپل عوام په هر ډول راضي کړي او په عزت یې خپلو کورونو ته ستانه کړي، خو د ډالرو معتاد پاکستاني جنرالانو نه یوازې دا چې د خپل ملت خیال ونه ساته، بلکې د هغوی له ستنولو یې هم انکار وکړ.
اسلامي امارت د اسلامي اخوت له مخې یاد کسان نورو سیمو ته انتقال کړل او پر هغوی یې ترحم وکړ. پاکستاني پوځي رژیم هېڅ داسې ثبوت نه لري چې دا مهاجر دې په پنځو کلونو کې یوه ورځ هم په پاکستان کې ناامني جوړه کړې وي. ځکه اسلامي امارت د هغو مهاجرو څخه تعهد اخیستی چې نور به د سولي ژوند کوي او پر هغوی یې محدودیتونه وضعه کړي دي، همدارنګه درېیمګړي هېوادونه شاهدان دي چې پاکستان پوځي رژیم لومړی مذاکراتو ته نه کښېني، خو که کښېني هم، نو له عقل څخه لرې او بېمنطقه غوښتنې کوي. اسلامي امارت له لومړۍ ورځې د ستونزو سولهییز حل غواړي او نه غواړي چې له کوم هېواد سره جګړه کې ښکیل شي، یا د افغانستان له خاورې بل هېواد ته مشکل جوړ شي.
خو اصلي خبره دا ده چې پر پاکستاني پوځي رژیم د امن له امله ډالري کڅوړې بندې شوې دي. اوس قصداً جګړه او په سیمه کې مشکلات جوړوي، تر څو د پخوا په شان بیا د جګړو له لارې د ډالرو لړۍ پیل شي. اسلامي امارت په خپل ټول توان د سیمې د امن ساتلو لپاره هڅې کړې دي. د دې لپاره چې مشکلات جوړ نه شي، پاکستاني رژیم دوه کاله پرلهپسې هره ورځ هڅه کړې چې پر ډیورنډ کرښه تخطي وکړي، خو اسلامي امارت ورته بیا هم حوصله کړې ده. پر فرضي ډیورنډ کرښه په تېرو پنځو کلونو کې هېڅوک نه شي ثابتولی چې امارت له خوا کومه ناامني جوړه شوې وي.
همدې څو میاشتو کې پاکستاني رژیم پر افغانستان یو ځل یرغل وکړ، خو په لومړي ځل امارت داسې انتقامي برید وکړ چې یوه ملکي کس ته هم زیان ونه رسېد. تر دې وروسته پاکستاني پوځي رژیم دوه ځله بیا په ښکاره پر افغانستان یرغل وکړ. سره له دې چې د ځان دفاع د امارت مشروع او مسلم حق و، خو بیا یې هم د ملکي خلکو او د سیمې د امن ساتلو لپاره انتقامي او دفاعي عملیات ونه کړل.
خو څو ورځې وړاندې یو ځل بیا پاکستاني رژیم پر افغان خاوره ناروا یرغل وکړ، چې په نتیجه کې مدرسې، قرآن کریمونه، عوام، ښځې او ماشومان شهیدان شول. اوس د افغانانو حوصله هم ډکه شوې ده، او هیچاته یې په تاریخ کې انتقام نه دی پرېښی. دا د اسلامي امارت مشروع او مسلم حق دی چې د خپلو اسلامي شعایرو او ملت دفاع وکړي او انتقام واخلي. نو د راتلونکو ستونزو ټول مسؤلیت به د پاکستاني پوځي رژیم د هغو خاصو کړیو پر غاړه وي چې د خپل قدرت بقا د مسلمانانو د وینو په تویولو کې ویني.
ولې مذاکرات ناکام شول؟
۱- د پاکستان په پوځ کې یوه خاصه حلقه شته چې د قدرت بقا او شخصي ګټې یې په جګړه کې دي؛ دوی قصداً نه غواړي چې سیمه امن شي.
۲- د پاکستاني پوځي رژیم او سیاستوالو تر منځ ژور اختلافات شته.
۳- خپله د پاکستاني جنرالانو تر منځ هم په پوځ کښې دننه اختلافات شته.
۴- پاکستاني جنرالان فکر کوي چې یو ځل بیا به غربیان سیمې ته داخل شي، پر دوی به د ډالرو باران وي، او د تروریزم د قرباني په نوم به امتیازونه واخلي او په غرب کې به جزیرې او د ودونو تالارونه واخلي.
۵- پاکستاني پوځي رژیم د دې لپاره چې له بل هېواد سره په جګړه اخته دی، خپل عوام اراموي او سیاسي مخالفین چوپ کوي.
۶- د مذاکراتو جریان کې داسې کسان لېږي چې هېڅ د مذاکراتو وړتیا نه لري.
که فکر وکړو، د پاکستان دا ادعا بېمنطقه ده چې د افغانستان څخه د دوی مخالفین ورځي او پر دوی حملې کوي. عجیبه نه ده چې د نړۍ اول نمبر پوځ دعوې کوي، خو بیا هم د خپلو سرحدي سیمو ساتنه نه شي کولی؟
پاکستاني پوځي رژیم ادعا کوي چې یو میلیون پوځ، طیارې او تخنیکي وسایل لري، خو بیا هم په ډېره سپینسترګۍ له امارته غواړي چې فرضي کرښه ورته وساتي. نو بیا دا دومره پوځ څه معنا لري؟
بله د تعجب خبره دا ده چې د پاکستان استخباراتي ادارې ادعا کوي چې په افغانستان کې یې په اصطلاح ترهګر په نښه کړي دي. هغه دروغجنه ادعا چې ټولې نړۍ ولیدل چې بې له ماشومانو او ښځو بل څوک نه دي شهیدان شوي. که فرض کړو چې دا رښتیا هم ده، نو دا څنګه استخبارات دي چې په خپل هېواد کې د ورځې سلګونه حملې کېږي، د اسلاماباد په زړه کې موټر بمونه کېږي، پر هغو نه خبرېږي، خو له پاکستانه بهر معلومات لري؟ ښه، که ته له افغانستانه د ترهګرو معلومات لرې، نو تعقیب یې کړه، چې پر فرضي کرښه در واوړي هلته حمله پرې وکړه، پر افغانستان یرغل ولې کوې؟
په پای کې باید ووایو چې پاکستاني جنرالان له هغه اور سره لوبې کوي چې د دوی استادانو او بادارانو امریکایي جنرالان لولپه کړل. که امارت د انتقام سلسله پیل کړي، بیا به دوی هم د امریکایانو په شان په خوب کې ارام نه لري، او دا اور به د اسلاماباد زړه وسوځوي. ټول مسؤلیت به یې هم د پاکستاني پوځي رژیم د یوې خاصې حلقې پر غاړه وي. هغه حلقه چې نه مذاکرات کوي او نه هم امن غواړې.










































