د روژې په مبارکو شپو ورځو کې پر افغان ولسي وګړو د پاکستاني یرغلګرو بې رحمانه بریدونو یو ځل بیا د پاکستان پوځي رژیم او پوځي واکمن حکومت ثابته کړه چې دوی نه اسلامي نظام لري او نه هم د اسلامي ارزښتونو او اصولو پر بنسټ رامنځته شوی نظام دی، بلکې د نړیوالو استعماري پروژو د پلي کولو هغه وسله واله کرايي ډله ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې نه کوم بری تر لاسه کړی او نه یې هم په خپل مظلوم ولس رحم کړی دی.
د پاکستاني رژیم غلیمانه سیاست د تاریخ په اوږدو کې تل د افغانستان پر وړاندې له کرکې او دښمنۍ ډک و چې افغان ولس د ګاونډیتوب او دین ټولو اصولو ته په درناوي سره په سړه سینه ځواب ورکړی او یا یې ځان غلی کړی دی، که نه په حقوقي اړخ کې د افغانستان د تېرو څو لسیزو د ورانیو داستان خپله د پاکستاني څارګرې ادارې او پوځي رژیمونو پلورل شویو جنرالانو لیکلی او د خپلو اجنټانو په مرسته یې تطبیق کړی دی، خو دا ډېر د شکر ځای دی چې بالاخره د توطیو دا لړۍ د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره پای ته ورسېده او افغان ولس له څه کم نیمې پېړۍ وروسته د ارام ساه واخیسته، سوله او امنیت راغی او د عمومي عفوې په رڼا کې په واقعي ډول ټولنیز ثبات او امن ته زمینه مساعده شوه، خو کله چې پاکستاني پوځي رژیم دغه الهي لورېینه او د اسلامي امارت د مدبرانه سیاست مثبته پایله ولیده؛ یو ځل بیا لاس په کار شو او د خپل غربي او امریکايي تمویلونکو او بادارانو په مالي او سیاسي ملاتړ یې د بهانو او جنجالونو لړۍ پیل کړه.
په تېرو څلور نیمو کلونو کې اسلامي امارت په ډېره مېړانه او مدبرانه سیاست سره د پاکستان د هرې اندېښنې په اړه د مذاکراتو او مفاهمې وړاندیز کړی، څو ورته ثابته کړي چې امارت د خپلې کړې ژمنې او څرګند بهرني سیاست په رڼا کې هېچا ته هم اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د پردیو پر ضد وکارول شي یا ورته ګواښ متوجه شي، خو ټولو ته څرګنده ده چې د پوځ تر واک لاندې ملکي پاکستاني حکومت په قطر او ترکیه کې د مذاکراتو له مېز ځان و اېست او خړې سترګې یې اسلام اباد ته ځانونه ورسول.
دا په دې معنی هم نه ده چې ګني له افغان ولس او اسلامي امارت سره د دوی د تېریو او جابرانه سیاست ځواب نشته، بلکې امارت څرګنده کړې چې هم د مذاکرې او مفاهمې خپلواکه ژبه لري او هم په پوځي برخه کې له داسې روحیې او پوځ څخه برخمن دی چې د ناټو او امریکا د معاصر پوځي یرغل د ماتونې ویاړلې مخینه لري. د هر ډول انتقام پر وړاندې یې انتقامي ځواب ښه په مېړانه ورکړی دی چې وروستی هغه یې د ډېورند کرښې پر ټولو برخو کې پر پاکستاني پوستو هم مهاله بریدونه وو چې ګڼې هغه یې فتحې او په کې لسګونه کرايي پاکستاني پوځیان هلاک شول.
اوس پوښتنه داده چې پاکستاني پوځیان او بې واکه ملکي حکومت د څه لپاره دا ډول ناوړه او شرمېدلی سیاست غوره کړی دی؟ ولې د پاکستان ملاتړي هېوادونه او په اصطلاح نړیواله ټولنه پر دغه چوپتیا چوپه خوله ده، سره ددې چې پر ننګرهار او پکتیکا کې یې د خپلو وروستیو بریدونو قربانیان، چې ښځې او ماشومان وو، په خپلو سترګو ولیدل. ځینو مهمو لاملونو ته یې په لاندې ډول اشاره کېږي.
د خپلو کمزوریو پټول: پاکستانی پوځي رژیم اوسمهال په کور د ننه له سختو ستونزو او بې اتفاقیو سره مخامخ دی، چې ډېره برخه یې اقتصادي او امنیتي دي، په اقتصادي برخه کې ددې هېواد هر وګړی د پوځ د ناوړه سیاستونو او پروژو لپاره د پورونو اخیستلو په سبب زرګونه ډالر پوروړی دی، په امنیتي برخه کې ټي ټي پي او بې اېل اې هغه پاکستاني واقعیتونه دي چې هلته فعالیت کوي او پوځ یې پر وړاندې مورال بایللی دی، هره ورځ چاودنې کېږي او پوځي افسران په بې درېغه ډول په نښه کېږي.
د افغانستان د پرمختګ مخنیوی: له تېرو څلور نیم کلونو راهیسې افغانستان په سوله او ارامۍ کې ژوند کوي او دې ته ښه موقع مساعده شوې ده چې د بیا رغونې او اقتصادي غوړېدنې پراخه کارونه تر سره شي، د تورخم او سپین بولدک لارو له بندښت وروسته نورې بدیلې لارې فعالې او صادرات او واردات تر پخوا هم په ښه ډول جاري وساتل شي، چې په بدل کې یې د پاکستان د خپل سیاست په سبب پاکستاني توکي له یوې مخې بند شوي او د افغانستان پر بازارونو یې هېڅ منفي اغېز نه دی کړی، افغانۍ ثبات لري او کلداره ورځ پر ورځ د ډالر مقابل کې غورځي.
له نړیوالو د پروژو او ډالرو اخیستل: د پاکستاني پوځ مشر، چې د پاکستان اصلي واکمن هم دی، په لنډه موده کې امریکا او سعودي عربستان ته ګڼ سفرونه کړي دي، څو په سیمه کې د غرب او امریکا د اشغالګرانه موخو د تطبیق لپاره خپل سرتېري په کرایه ورکړي او پروژې تر لاسه کړي، چې د یمن په اړه د سعودي له دریځه ملاتړ ورسره د عربي متحده اماراتو اړیکې هم خرابې کړې او د پور سود یې ورباندې اوچت کړ. ددې لپاره چې دا ډول ډالرې پروژو ته ښه پروپوزل وړاندې کړي، نو خپلې کورنۍ ستونزې لکه ټي ټي پي، بلوڅ مبارزین او نورې ناخوالې ترهګري او سیمه ییزې ستونزې معرفي کړي او په ضمن کې خپله پوځي وړتیا هم ورته ثابته کړي.
د خپلو خلکو سترګو کې خاورې شیندل: تر ټولو بده یې لا همدا ده چې پاکستاني رژیم د خپلو مظلومو خلکو په ځانګړي ډول پښتنو او بلوڅو غږ نه اوري او یوازې پر پنجاب کراسۍ یې تکیه کړې ده، پاکستاني پوځ په پراخه کې د خپل ولس او مشروع اعتراضونو د مخکښانو په وژنه کې ښکېل دي او د مخپټو قاتلینو نقش تر سره کوي. د همدې سیاست د دوام لپاره د خپلو خلکو په سترګو کې خاوري شیندي او داسې انګېزه ورکوي چې ګني په دې ټولو کې افغانستان ښکېل دی او د دوی رقیب هند هم غواړي د افغانستان له لارې د ټي ټي پي او نورو وسله والو په مرسته پاکستان نا امنه کړي، چې اسنادو په بیا بیا دا ادعا رد کړې او پاکستاني ولس هم نور دا حقیقت درک کړی دی.
په پای کې افغانان حق لري چې له هغه نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو سخته ګیله وکړي چې تل د بشریت او انسان نارې وهي او د ځمکني تمامیت اصول یې رامنځته کړي دي، ځکه دوی پر افغان خاوره د پاکستان د تېریو او ظلمونو مشاهده او پاکستان ناحقه دریځ ګوري، خو د سلامت او ملامت غږ او پرېکړه نه کوي، که څه هم «یتیم په ژړا پوخ دی» او افغانستان د خپل برحق دریځ د ثابتولو لپاره د دوی ملاتړ ته اړتیا نه لري، مګر لږ تر لږه باید دغه تاریخي شرم له ځانه لري کړي چې د دوی ارزښتونه او اصول یې له پرېوتنې سره مخامخ کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د یوه ملي نظام په توګه د خپل ولس له پراخ او هر اړخیز ملاتړ څخه برخمن دی او پاکستان باید پوهېږي چې د دوی دغه کړنې په خپل شر کې هم افغان ولس ته ګټه رسولې ده او هغه د یوه تاریخي غلیم پر وړاندې له بر هر وخت یو موټي کېدل، هم نظره کېدل او له اسلامي امارت کلک ملاتړ دی.
هغه بهر مېشتې او د پاکستان زېره خوړونکې ډلې چې په دغه ناورین کې پاکستان برحق ګڼي او د خپلو وېزو او پروژو د تمدید لپاره د خپل ولس وینې او اوښکې له پامه باسي، هېڅکله هم افغانان نه شي کېدی، بلکې افغان کېدل یې هم د افغانستان په ګټه نه دي، دوی ته د روژې مبارکه میاشت کې یوازې د نېکۍ او هدایت دعا ډالۍ کوو.











































