د بلوڅانو او پاکستان ترمنځ روانه شخړه نه ناڅاپي ده، نه وارداتي ده او نه هم د بهرنیو لاسوهنو زېږنده. دا یو اوږد، تاریخي او دوامدار بهیر دی چې ریښې یې د پاکستان د جوړېدو له لومړیو کلونو سره تړلې دي. سره له دې چې پاکستاني رسنۍ او امنیتي بنسټونه هڅه کوي دا شخړه د افغانستان له نوم سره وتړي، خو د تاریخ پاڼې، سیاسي واقعیتونه او میداني شواهد دا ادعاوې په بشپړه توګه ردوي.
کله چې پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې جوړ شو، بلوچستان د کلات خان تر نامه لاندې یو نیمه خپلواک سیاسي جوړښت درلود. کلات خان د خپلواکۍ اعلان کړی و او له پاکستان سره د الحاق مخالف و. خو په ۱۹۴۸ کال کې، د پاکستان پوځ د زور له لارې کلات ونیو او بلوچستان یې د پوځي فشار تر سیوري لاندې له پاکستان سره ونښلاوه. دا پیوستون نه د ولس د رایې له لارې وشو او نه یې د بلوڅ ولس د ارادې استازیتوب کاوه. له همدې ځایه د بې باورۍ، مقاومت او شخړې تخم وکرل شو.
له ۱۹۴۸ وروسته، بلوچستان لږ تر لږه پنځه ستر پاڅونونه تجربه کړي دي.
۱- په ۱۹۴۸ د الحاق پر ضد لومړنی مقاومت
۲- له ۱۹۵۸څخه تر ۱۹۵۹ د نواب نوروز خان پاڅون
۳- له ۱۹۶۲څخه تر ۱۹۶۳ پورې وسلهوال مخالفت
۴- له ۱۹۷۳ څخه تر۱۹۷۷ پورې پراخ پاڅون او د ذوالفقار علي بوټو د حکومت پر مهال له ۲۰۰۰ وروسته تر ننه دوامدار وسلهوال او مدني مقاومت.
هر ځل، د پاکستان پوځي رژیم ځواب پوځي عملیات، بمبار، بندیزونه او سیاسي ځپل وو. دا تکرار ښيي چې ستونزه امنیتي نه، بلکې سیاسي ده. بلوچستان د پاکستان د طبیعي زیرمو زړه بلل کېږي؛ د سوې ګاز، ریکوډیک مس او سره زر، ساحلي موقعیت او ستراتیژیک ارزښت لرونکې ځمکې. خو د دې ټولو تر څنګ، بلوچستان د پاکستان تر ټولو بې وزله او وروسته پاتې ایالت پاتې شوی. د سرچینو پرېکړه په اسلاماباد کې کېږي، عایدات بهر ته ځي او د بلوڅ ولس ژوند لا هماغسې بې برېښنا، بې اوبو او بې روزګاره پاتې دی، دا اقتصادي بې عدالتي د سیاسي قهر بله ژوره سرچینه ده.
له ۲۰۰۰م کال وروسته، په ځانګړي ډول د «جبري ورکېدنو» پدیده د بلوچستان د شخړې تر ټولو توره څېره ګرځېدلې ده. زرګونه بلوڅ ځوانان، زدهکوونکي، استادان، ژورنالیستان او سیاسي فعالان بې درکه شوي دي. د ورکو شویو کسانو مړي ډېر وخت د سړکونو پر غاړو، غرونو او شاړو سیمو کې موندل شوي؛ هغه څه چې د وژنه او غورځونه (Kill and Dump) سیاست په نوم پېژندل کېږي. دا کړنې نه یوازې وسلهوال، بلکې مدني مقاومت هم سخت ټپي کړی دی.
د بلوڅ مقاومت تاریخ د سیاسي، قبایلي او فکري مشرانو له نومونو ډک دی؛ له نواب اکبر بګټي نیولې تر خیر بخش مری پورې. نواب اکبر بګټي، چې یو وخت د پاکستان د سیسټم برخه و، په ۲۰۰۶ کال کې د پوځ په عملیاتو کې ووژل شو. د هغه وژنه د شخړې نوې مرحله پیل کړه او ثابته یې کړه چې حتی د سیستم دننه مشران هم خوندي نه دي.
په دې ټوله کیسه کې، د افغانستان نوم اخیستل یوازې د پاکستان لپاره د پلمې جوړولو وسیله ده. نه تاریخي شواهد شته، نه عملي ثبوت. د بلوڅانو مبارزه د بلوچستان له خاورې راټوکېدلې، هلته یې وده کړې او هماغه ځای کې دوام لري. افغانستان نه د دې جګړې برخه ده، نه یې ملاتړ کوي او نه هم د بلوڅ مشرتابه له دې ځایه فعالیت کوي.
د بلوڅانو روان مقاومت باید د پاکستان لپاره د ځان کتنې زنګ وي. تر هغو چې د جبري ورکېدنو سیاست پای ته ونه رسېږي، سیاسي واک شریک نه شي، طبیعي زیرمې د سیمې ولس ته ونه ګرځي او تاریخي تېروتنې ونه منل شي، دا شخړه به دوام کوي.
د افغانستان پر نوم د تورونو لګول نه د تاریخ پاڼې بدلوي او نه د بلوڅ ولس درد ختموي؛ دا یوازې له حقیقت څخه تېښته ده، چې د پاکستان درد نه شي دوا کولای.










































