تېره ورځ په کراچۍ کې د پاکستان د ټولو مسلکونو یوه پرتمینه او درنه غونډه جوړه شوه، په دې ناسته کې د دیوبندي، بریلوي، اهل حدیث، تنظیمِ اسلامي او شیعه په ګډون د هر مکتبِ فکر مخکښو علماوو او اکابرو ګډون کړی و، د کنفرانس مشر د ناستې اجنډا په لسو ټکو کې وړاندې کړه او بیا یې له ټولو وغوښتل چې خپل نظرونه څرګند کړي، هر ګډونوال په خپل وار، چا ډېر او چا لږ، خو ډېرې اغېزناکې او هر اړخیزې خبرې وکړې، په پای کې د کنفرانس یو مخکښ عالم او د بریلوي مکتبِ فکر مفتي اعظم، مفتي منیب الرحمان یو مفصل اعلامیه وړاندې کړه.
د کنفرانس ټوله اجنډا او اعلامیه پر دې څرخېده چې دا مهال په پاکستان کې اسلام، اسلامي لارښوونې او اسلامي هویت له جدي خطر سره مخ دی؛ که موږ په دې اړه اغېزمن ګامونه پورته نه کړو، نو لیرې نه ده چې خپل اسلامي هویت له لاسه ورکړو او بیا به د غرناطې د پاچا عبدالله په څېر یوازې په زولنو کې نندارې کتلو ته پاتې شو.
په دې کنفرانس کې زما لپاره ډېرې حیرانوونکې ویناوې وشوې، پخپله اعلامیه او لس مادهییزه اجنډا دا ښکاره کوله چې دغو عالمانو او اکابرو ته د پاکستاني حاکمې طبقې له لوري د اسلام شتون په خطر کې ښکاري، کله چې هم څوک د پاکستان حاکمي کړۍ ته د هغوی د ناروا کړنو او په پایله کې یې د اسلامي احکامو د تر پښو لاندې کولو یادونه کوي، هغوی په ډېر ویاړ وايي چې زموږ اساسي قانون سل په سله کې اسلامي دی او موږ یو خالص ایماني قانون جوړ کړی دی.
خو د پاکستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پاکستان نامتو عالم مفتي محمد تقي عثماني صاحب د دغه اساسي قانون پرده څیري کړه، نوموړي نه یوازې د اوس، بلکې د ۱۹۷۴ کال په اساسي قانون کې هم ثابته کړه چې هغه وخت هم یو غیر شرعي مهم ټکی پکې ځای پر ځای شوی و او دوی پرې هغه مهال هم نیوکه کړې وه، چې نن هم په ریکارډ کې شته، ښکاره ده چې مفتي محمد تقي صاحب پخپله د اساسي قانون له جوړونکو څخه دی او په جوړېدو کې یې د ده او د ده د کورنۍ لوی رول دی؛ نو ځکه د هغه له ژبې داسې خبرې ډېرې عجیبه، بېسارې او جلا نوعیت لرونکې وې، د اوسنیو حالاتو په تړاو چې هغه څنګه خبرې وکړې او د حاکمي کړۍ په بدو اعمالو یې څنګه رڼا واچوله، داسې ښکارېده چې ګواکې د پاکستان حاکمه کړۍ په لوی لاس د اسلام شتون له منځه وړي، مفتي صاحب په پارلمان کې د ۲۷م ترمیم په اړه د خبرو پر مهال وویل: په دغه ترمیم کې چې فیلډ مارشال او ولسمشر ته کوم تاحیات (تلپاتې) استثنا ورکړل شوې، دا عمل نه یوازې د شریعت، اسلام، اسلامي لارښوونو، اسلامي روح او عدلي قوانینو له مخې ناسم دی، بلکې زما په نظر د تاریخ په هیڅ قانون کې داسې څه نه دي تېر شوي، هغه په ډاګه وویل: چې کله په اساسي قانون کې داسې کړنې ترسره کېږي، نو نور دې خدای خیر کړي!
او د نورو پاتې شوو موضوعاتو په اړه چې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر کومه رڼا واچوله، هغه هم سترګې خلاصولې، هغه یوه ډېره حیرانوونکې او مانا لرونکې خبره وکړه چې د پارلمان په تالار کې د رئیس الوزراء مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ودرېد او ویې ویل چې “موږ مسلمانان یو او هر ګام به د کتاب او سنتو په رڼا کې اخلو”. مولانا فضل الرحمان وویل: “د هغه دا خبره چې مې واورېده، دا مې احساس کړه چې دا خبرې په احساساتو کې کوي او د حالاتو له حساسیت څخه نه دی خبر؛ ځکه په ترمیم کې هغوی یوه داسې ماده ایښې وه چې د لږکیو یا اقلیتونو قانون پر ټولو قوانینو برتري لري، له دې څخه دا خطر و چې اوس به هر اسلامي قانون او هره اسلامي لارښوونه د دغه قانون له مخې لغوه ګڼل کېږي، ځکه خو ما په دا بله ورځ زنګ ورته وکړ چې ایا د دې خبرې په اړه دې نوري حاکمي کړۍ په اعتماد کې اخیستي؟ هغه وویل چې نه دي مې اخیستي خو ضرور به یې واخلم، ما ورته وویل کله دې چې اعتماد ترلاسه کړ، نو ما خبر کړه چې غیر اسلامي شیان درته په ګوته کړم، خو هغه تر نن ورځې پورې چپ دی. د مولانا په وینا، د حاکمي کړۍ ارادې ډېرې خطرناکې ښکاري او هغوی د غرب په امر د اسلامي لارښوونو د له منځه وړلو هوډ کړی دی.
زه د مولانا د خبرو د جديت په اټکل لګیا وم، چې د بریلوي مکتبِ فکر یو بل ستر عالم، صاحب زاده ابوالخیر زه ولړزولم، هغه وفرمایل: چې موږ د “ملي یکجهتي کونسل” غونډه نن په همدې ورځ ټاکلې وه او نیټه یې پنځه میاشتې مخکې معلومه شوې وه، خو حالات دومره ترینګلي دي او خبره دومره حساس ځای ته رسېدلې چې تاسو یې تصور هم نه شئ کولای، ځکه خو موږ خپل ټاکل شوی پروګرام لغوه کړ او دلته راغلو؛ ځکه که اوس موږ اقدام ونه کړو او د اسلام وجود ته چې کوم خطر پېښ دی په هغه سر خلاص نه کړو، او په پاکستان کې چې له دین او مذهب سره کومه لوبه روانه ده، د هغې مخه ونه نیسو، نو وروسته به د دې ټولو ناوړه پایلو مسوولیت موږ ټولو ته ډېر په سختۍ را له غاړې وي.
د پاکستان یو بل مستند عالم، مولانا منظور صاحب له یوې بلې زاویې دا خطر داسې روښانه کړ، چې له یوې خوا په پارلمان کې دا توپان دی، او له بلې خوا بیا د عالمانو په نوم ځینې بدبخته خلک د خپلو موخو لپاره کاروي، کوم چې نه کارول کېږي، هغوی په خپلو کې سره جنګوي او یو په یو نوم او بل په بل نوم له منځه وړي، د هغوی کارونه په نورو لیبلونو بندول کېږي، جوماتونو ته قلفونه اچول کېږي، له بلې خوا د بې ځایه ستاینه کوونکو خلکو له لوري پر هغو کسانو د “خارجي” ټاپه لګول کېږي چې د نبوي فرمان مطابق د خپل عزت او ناموس د دفاع لپاره جنګېږي او د هغوی مالونه او وسائل لوټل کېږي.
په دې مهمه او حساسه ناسته کې د عالمانو ویناوې یو تر بلې سختې وې، د حاکمي کړۍ له لوري تپل شوی نظام داسې ښکارېده لکه د اسلام لپاره چې یو ښامار وي او ډېر ژر د اسلام تېرولو ته راوتلی وي، تر دې چې د بریلوي مکتبِ فکر د یوه لوی دیني سازمان مشر، اویس نوراني د دې خطر په شدت ټینګار وکړ او ویې ویل چې داسې ناستې باید پرله پسې وشي، د بلې نېټې اعلان دې وشي. نورو عالمانو ټینګار وکړ چې له دې ځایه باید د یوه تحریک پیل وشي؛ تر څو به موږ داسې لاس تر زنې ناست یو او یو په بل پسې به د اسلامي احکامو جنازې ایستل کېږي؟
مفتي عابد مبارک په طنزیه انداز کې له یو حقیقت څخه پرده پورته کړه چې په پارلمان کې کوم قانون راوځي، د پارلمان اکثریت ان خبر هم نه وي چې څه روان دي؛ بس هغوی ته یو څه راځي او هغوی ورته “هو” وايي، پاتې دا چې قانون چیرته جوړېږي، هغه ټولو ته معلوم دی.
د تنظیمِ اسلامي مشر خو بیا تر دې حده وویل: چې خطر یوازې را روان نه دی، بلکې خطر له مخکې شتون لري؛ موږ ته ویل کېږي چې د اسلامي نظام خلاف قیام کول بغاوت دی، ایا څوک ویلای شي چې اوسنی نظام له اسلامیت سره یو څه تړاو لري؟
د هیواد د نوموتو عالمانو او مفکرینو په داسې ډول سره راټولېدل او د خپلو ژورو اندېښنو څرګندول، د حال په ژبه ځینې پټې خبرې بیانوي. د حالاتو لوری سم نه دی او په هر ګام دا احساس کېږي چې اوس د پاکستان حاکمې کړۍ پر اسلام باندې د برید هوډ کړی دی.










































