تهذیب او تمدن د انسان اصلیت په نښه کوي، دا هغه هنر دی چې بې وزله کس هم تر ټولو لوی شتمن جوړوي، ددې فن اړوند خلک په هر ځای کې ځای لري او ددې مهارت خاوندان په دنیا کې داسې اوسیږي چې پر نورو اغیز لرونکي وي.
بر عکس کوم کسان چې د تهذیب له ویالې بې برخي وي، هغه که په نورو فونونو او علومو یا مادي اسبابو کې ثریا ته رسیدلي وي، یا په بل کوم مهارت او مادیاتو کې ساری ونه لري، خو بیا هم بې ارزښته وي، دوی چې څه وایي، په کومه خبره چې خوله ښوروي، د دوی د سپکتوب له امله ارزښت نه ورکول کیږي، د دوی هره کړنه د پیغور او شرم وړ وي، په خپل ذات کې د بد اخلاقۍ یوه مجسمه وي، ددې بې ادبي په ترڅ کې دوی د فحش ګویي، ښکنځلو، بد اخلاقي، بې حیایي، بد او رد ویلو کې بې ساري وي، او دا هر چا ته ښه روښانه وي.
د تهذیب له لارو چارو نابلده خلک له اوله همداسې نه وي، بلکې ددې څه اسباب او لاملونه وي، ددې لپاره فلسفې څېړلو ته ضرورت نشته، یو ساده غوندې مثال به وړاندې کړو، په یوه وړې کورنۍ کې یو کس د خپلې جاندارۍ او دوکه بازۍ له امله ځان ته په څه وایي، او په لویي کې هم اخته وي، ډیر کله یې دوکه ګټه هم ورته کوي، د ساده یا په مجبوری کې غرق کسان په نښه کوي، خو کله داسې هم وشي، چې د یوې لویې کورنۍ له درانه غړي سره مخامخ شي، او هغه له ده سره د صبر او تحمل برخورد کوي، خو کله چې دا یوه لاره هم کار ونه کړي نو عزتمند هم داسې انداز او طرز خپل کړي چې د مکار مکاري ټوله لاهو شي، د مکار سره همدا یوه دوکه او مکر پاته و چې هغه په ښه ور نه شي، نو بد تهذيبي ته مخه کړي او بیا داسې کړنې ترسره کوي چې انسان یې بیانولی نه شي.
د تهذیب او تمدن څخه خالیوالی کله تر څو افرادو محدود وي، کله بیا حکومت او چلوونکي یې په دې مرض اخته وي، کله بیا له یوه دین او مذهب سره تړاو لرونکي کسان بې تهذیبه وي، د اسلام په پیل کې قرآن کریم یهودیت ته تش په نامه منسوبین د بې تهذیبۍ مجرمین وګرځول، دا هغه بدبخته طائفه وه چې څو سلیزې یې د محمد عربي صلی الله عليه وسلم انتظار کاوه، خو کله چې هغه مبعوث شو، نو دوی دښمني ورسره واخیسته، د دښمنۍ طرز او طریقه یې هم بیخي نا اشنا وه، هر کله به یې پر نورو د خپلو احسانونو یادونه کول، خو له دې سره چې بیا به هم دوی ملامت شوه، نو الله تعالی ته به یې د بې ځایه قسمونو نسبت کاوه، ځکه دوی له تهذیبه لرې او د سنګین مزاج څخه عاري وه.
نن سبا د پاکستان ریاست او پر هیوادوالو حاکمه کړۍ هم له لوی بحران سره لاس او ګریوان ده، تهذیب په دوی کې شته او کنه؟ دا بېل بحث دی، خو نن سبا چې دا کړۍ کومې کړنې ترسره کوي، له دې څخه د دوی بې تمدني له ورایه ښکاري، د وزارت دفاع پر معزز منصب باندې ناست کس، چې ژبه یې د طوطې په څېر څرخي، هغه د بې تهذیبۍ نړیوال ریکارډ یې ایښی، چې هیڅوک به یې مات نه کړي، ده تر پورنه پورې پر خپلو ځواکونو هر رکم تورونه لګول، نن د هغوی د خوشحاله کولو لپاره پر نورو د تورونو باران لګوي، د یهودو په څېر دوی د طالبانو د راتګ ډیر انتظار کاوه، خو کله چې هغه راغلل، نو دا جناب اوس له یوه غلاظت څخه مخ نه اړوي، طالبانو چې د ننګرهار په تورا بورا کې د خپل عزتمند مېلمه د حفاظت لپاره د عزیمت کومه بېلګه وړاندې کړه چې په اسلامي تاریخ کې لوی مقام لري، دی طالبانو ته هفه د پیغور په توګه یادوي، او داسې اخطار ورکوي، چې تا به بیا په داسې حال کې وغورځوم، ښکاره ده چې بدتهذیبۍ یې ضمیر مړ کړی، کنه خو دا خوبي ده چې دده پر سترګو د پرتې پردې له امله ده ته بدي ښکاري، د طالبانو هغه ایماني قوت، چې د فقر وفاقه، سفر او هجرت، زندان او خیمې سره یې هر څه پر ځان ومنله خو بیا هم کفري نړۍ په ګونډو کړه، او له دې کردار څخه یې د ټولې نړۍ سره دغه دفاع وزیر هم ډیر متاثره شو او پر خپل وال یې دا ولیکل، “که طاقتونه ستا سو دي نو خدای بیا زموږ دی” خو دی نن همدې ایماني ننګ ته د یوې کمزورۍ په سترګه ګوري او د پیغور په ژبه یې یادوي، او د طالبانو سره ټول افغان ملت ته د فقرجن غوندې بې مانا او بې پروا خبرې کوي، دا خبرې د عزتمندو ملتونو په عزت کې کومه کمي نه راولي، خو د ویونکي حیثیت له خاورو سره خاوري کوي، او هر څوک یې د بې تهذیبۍ او بې تمدنۍ ګواه ګرځي.
بله خوا ته د حاکمې کړۍ د فوځ ویاند ډي جي آی ایس پي آر د پاکستان د تر ټولو لوی ګوند بنسټګر او د پاکستان تر ټولو طاقتور مشر ته د ذاتي قضیې په ترڅ کې داسې نازیبا او بې خونده القابات ورکوي، چې په یوه مهذب لغت کې هیڅ ځای نه لري، د یهودو په څېر دې خلکو له لسیزو ملت ته دا ویل چې عمران خان به دوی ته نجات ورکوي، عمران خان به ددې ملت د راپورته کولو مقدر وي، عمران خان به دا ملت له ډاکوګانو او غلو څخه خلاصوي، د همدې مقصد لپاره دې کړۍ د رسنیو سره له هرې لارې چارې کار واخیست، خو کله چې عمران خان په سهي مانا د ملت د نجات لپاره کار پیل کړ، د کوم کس یا ادارې له لورې چې به پر ملت ډاکه وهل کېده، یا به د هغوی له لورې ملت شکنجه کېده هغه یې رسوا کړه، نو دا کړۍ په حرکت کې راغله او عمران خان یې په درواغجنه قضیه کې زندان ته دننه کړ، کله چې ملت د هغه د را خلاصولو په پار یو ځای سړکونو ته راووتل، نو دې ادارې د حب الوطني شعار وړاندې کړ، کله چې دې هم کار ونه کړ، نو بې تهذیبۍ ته یې مخه کړه، هیوادوالو ته یې په ښکاره توګه په ښکنځلو او په فحش ګویي باندې شروع وکړه، نه یې د هیواد او نه یې د معززو هېوادوالو خاطر وکړ، په سیاست کې یې ګوت وهنې کولې، نه یې د خپلې څوکۍ حیثیت او نه یې د تهذیب او وقار په نامه څه پیژنده، الغرض نن سبا چې ددې کړۍ خبرې واورم نو زړه مې غواړي، هغه متل چې مشهوره دی، “جادو جو سر چڑھ کر بولے” پر ځای باید داسې وویل شي، “بدتہذیبی جو سر چڑھ کر بولے” یعني د دوی پر بې تهذیبي باید متلونه وویل شي.










































