کله چې دې امت الهي رسالت په رښتینې توګه پر غاړه واخیست، په حقیقت کې د نړۍ تر ټولو غوره امت او د نورو ملتونو مخکښ وو. په ټوله نړۍ کې یې د شرک او کفر طاغوت او د شر او بدۍ تیاره په ګونډو کړه او د سولې، خیر، ورورولۍ او یووالي قانون یې پرې حاکم کړ. د تاریخ هره پاڼه د دې اسلامي امت د ځواک، هیبت، عظمت او خیرخواهۍ شاهد ده.
خو له بده مرغه، د وخت په تېرېدو سره دا قوت د یو شمېر لاملونو له کبله کمزوری شو او په پایله کې د زمانې فرعونانو له دې حالت ناوړه ګټه پورته کړه او د نړۍ پر سر د واکمنۍ او سلطې لپاره یې لاسونه په وینو سره کړل فساد یې خپور کړ. نن ورځ موږ د همدې فرعونیانو د ظلم، جنايت او د حقويونکيو د ځپلو شاهدان یو، چې د نړۍ په لر او بر کې یې خپل ظلم پراخ کړی دی. باید پوه شو او ومنو چې د دوی ټول شعارونه، لکه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او نور، یوازې پلمه ده، اصلي موخه یې د اسلام او مسلمانانو د ځپلو هڅه ده.
نن د اسلامي هېوادونو او خاورو حال ته وګورئ، چې څنګه یې کورونه ورانوي، ښځې، ماشومان، سپینږیري او ځوانان په بېرحمانه ډول وژل کېږي.
که د هغو مصیبتونو یادونه وکړو چې په فلسطین، ایغور، چیچنیا او په ځانګړي ډول په غزه کې پر مسلمانانو راغلي، نو نه یوازې یې یادول هم زړه بوږنوونکي دي، بلکې د دوی د وژنو، بېځایه کېدو او د هغوی د کړیکو غږ که اورېدل کېدای شوای، ښایي د اسمان غاړې به یې لړزولې وای.
که د تاریخ پاڼې وڅیړو، په ډاګه به پوه شو چې د الله تعالی جلجلاله لخوا د هر پیغمبر د رالېږلو انګیزه او قیام یوازې د طاغوت د سرکښۍ، د ظالمانو د ظلم او د فاجرانو د فسق او فجور لپاره وو. د دوی رسالت دا و چې د مستضعفینو حقونه خوندي کړي، له مظلومو خلکو ملاتړ وکړي او د بشري امنیت غاصبین وځپي.
په حقیقت کې د الهي دین پیروان، د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم اصحاب، یاران او تابعین، تر هغه چې په شریعت ثابتقدمه او د حق پر لار سم روان وو، د بشریت لپاره ګټور، د احترام خاوندان او د تمدن ستنې وې؛ خو کله چې له دې لارې کاږه شول، له بده مرغه دوی پخپله د ټولنې د ناخوالې او بدمرغۍ یوه بله سرچینه وګرځېدل.
د اسلامي تمدن زوال یو نه جبرانېدونکی ناورین و. له هغې ورځې وروسته لوېدیځ غالب شو او انسانیت په فکري او روحي بحران کې پاتې شو. نن چې موږ د لوېدیځ دا ځلا لرونکی مادي تمدن وینو، که څه هم سترګې خړه وي، خو ځکه چې له اخلاقو او معنویت څخه تش دی، له روح څخه محروم دی.
نو که مسلمانان بیا د راپاڅېدو اراده وکړي، په دې شرط چې اصلي سرچینو ته راستون شي، د الله متعال جلجلاله دین ته تکیه وکړي، په ځان باور پیدا کړي، د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د اصحابو او لومړیو مخکښانو لارې ته ستانه شي او د خپل دین او فرهنګي میراث په ارزښت باندې ویاړ وکړي، نو کولای شي خپل ورک شوی عزت او جلال بېرته ترلاسه کړي. نو اسلام یوازې په هغه لارې سره ځواکمنېږي چې پرون د هغه د اصلاح سبب وه.
لومړی ایمان؛ هغه ایمان چې د مومن په زړه کې ريښه ولري؛ بیا د اسلام لپاره د ځان او مال د فداکارۍ خوږوالی؛ د اصولو، ارزښتونو او ښو دودونو په پیروي ویاړ؛ د عملي دعوت دوام؛ د عمل صالح پر بنسټ نه ستړې کېدونکې بېلګې وړاندې کول؛ د اسلام پرته د بل هېڅ حکم نه منل؛ او بالاخره د اسلام ټینګول د ژوند په ټولو اړخونو کې.
په راتلونکو برخو کې به د مسلمانانو د کمزورۍ عوامل او د هغې رغنده حللارې وڅېړل شي.












































