په تاریخ کې ځینې مرګونه یوازې د یوه انسان د ورکېدو پېښه نه وي، بلکې د زمانې د یو لوی تضاد نښه وي. خلیل الرحمن حقاني چې د نړیوالو قوتونو تر تعقیب لاندې و او د میلیونونو ډالرو جایزه يې پر سر اېښې وه، په پای کې د هغو کسانو له لوري شهید شو، چې د اسلام د نوم تر سیوري لاندې خپله توره د مسلمان پر سینه ورکاږي، دا هغه ټیټوالی دی، چې تاریخ یې د خیانت تر ټولو تور باب بولي.
هغه لاس چې د مسلمان پر مسلمان پورته کېږي، لومړی د خپل ایمان لید له منځه وړي، بیا د امت د وجود رګونه پرې کوي. داعشیان چې ځان دین ته منسوبوي، د امت پر یوه زخم لا بل زخم تازه کړ. هغه کار چې دښمن په څو لسیزو جګړو کې ونه کړ، دوی د یوې شېبې په تېروتنه ترسره کړ. دا کار نه جهاد و، نه مېړانه؛ بلکې له هغه لارې بربنډ انحراف و. چې الله عزوجل ناحقه نفس وژل پکې ستره ګناه بللې، د مسلمان مجاهد وژنه تر ټولو سخته غداري ده، هغه که تر هر نوم او بیرغ لاندې وي.
د خوارجو داعشیانو په لاس د شهید شوي، له اورونو او جګړو د راوتلي مېړني مجاهد ژوند پېښو ته ورګرځو، له زوکړې پیل تر شهادت پورې یې لنډ ژوند لیک را اخلو.
۱- زوکړه او زده کړې
شهید خليل الرحمن حقاني د خواجه محمد زوی او د علي بادشاه لمسی و، شاوخوا (۶۹) کاله وړاندې د پکتيا ولايت- ګردې څېړۍ ولسوالۍ د کاریزيګي په عوض خېلو (د خپلو ماماګانو په کلي کې) د خدای بښلي خواجه محمد کره وزيږېد. په خټه پښتون او پښتنو کې ځدراڼ، په ځدراڼو کې ميزايي سلطان خېل دی.
نوموړي په رسمي ډول نه په کوم ښوونځي/ پوهنځي او نه کومه مدرسه کې د زده کړو لړۍ پيل او غځولې وه؛ خو په نارسمي توګه يې له زانګو تر ګوره د علم په حصول پسې کړاوونه، مهاجرتونه تېر او له ماشومتوبه د مبارزې، سرښندنو، زغم او حوصلې درسونو ته ګونډه ماته کړې وه.
په پنځه کلنۍ کې یې له خپلې مور څخه د قران کریم زده کړې پیل او د جومات له ملا امام څخه د ابتدايي ديني کتابونو په لوستو سره پای ته ورسولې. بيا د ګردې څېړۍ د کاریزګي په عوض خېلو کې مولوي محمد عمر ته د نور لوست لپاره کېناست.
له خپل مشر ورور مولوي جلال الدین حقاني (رحمه الله) څخه یې د درېيمې درجې دیني کتابونه ولوستل او پښتونخوا ته د هجرت پرمهال یې د نورو زده کړو لړۍ هلته وغځوله. په همدې وخت کې يې د مجاهدینو د ټپیانو درملنې په موخه په روغتیايي برخه کې لنډمهالې زده کړې ترسره او بالاخره پر هېواد د شوروي ښکېلاک پر مهال خپل ټول فکر او ذهن د وسله والې مبارزې او جهاد پر لور واړاوه. هماغه وو، چې د زده کړو لړۍ يې په ټپه ودرېده. مګر د ژوند هرې چارې ته يې بيا هم د زده کړې په موخه کتل، چې قومي درايت، ولسي پوهه، ملي او سياسي درک يې د ماسټریو له خاوندانو کم نه وو.
د «لوی مصلح ستر غازي» کتاب د ليکوال په ټکو: حاجي خليل لوړې زده کړې نه وې کړې، خو د دوو لوريو تر منځ د مرګوني دوښمنۍ پر اواري يې سر خلاص د سياسي او فطري نبوغ له مخې پر بدۍ پوهېده، ځکه خو يې د افغان شوروي جګړه کې په مخابره کې مخالف منصبدارو ته بل پېغور نه ورکاوه؛ بلکې ويل به یې: تاسې پر بدۍ هم نه پوهېږئ! حاجي خليل الرحمن حقاني د هېواد پر ملي ژبو (پښتو، دري) باندې روانې خبرې کولې، په اردو غږېده او عربي ژبه یې افهام او تفهیم کولی شوی.
۲- سیاسي مبارزه او جهادي مخینه
د حاجي خلیل الرحمن حقاني جهادي روحیه، انګېزه، زړورتیا او دوښمن ته ماتې د دوی د نیکونو له جهادي کارنامو سرچینه اخلي او له هغه خړوبېږي. د دوی نیکونو د انګرېزانو پر وړاندې د پکتیا په زرمت او لوګر کې خپله سینه سپر کړې وه، له سختو جګړو وروسته یې انګرېزان مات کړي او تر ټولو له مخه خپله قربانۍ ته درېدلي. خو په دې جګړو کې یې له انګرېزانو غنیمتونه هم نیولي، چې همدا وسله يې بيا مشر ورور مولوي جلال الدین حقاني (رحمه الله) د شورويانو پر وړاندې جهاد کې وکاروله.
د داودخان له کودتاه وروسته چې یوشمېر کمونستان په مهمو منصبونو او دندو وګومارل شول او د اسلامپالو په ځورولو یې لاس پورې کړ؛ په لویه پکتیا کې د شهيد حاجي خلیل الرحمن حقاني د مشرانو وروڼو؛ مولوي جلال الدین حقاني او حاجي محمد ابراهیم حقاني په رهبرۍ علماوو، قومي مشرانو او مخورو سترې غونډې وکړې او د هغو پر خلاف یې سیاسي او جهادي حرکتونه پیل کړل.
کمونستي کړیو يې د مشرانو وروڼو د ترور هڅه وکړه؛ خو ناکامه او د چاپې پر مهال د يو ځانګړي تاکتيک او ولس د همکارۍ له مخې خوندي سيمې ته ولېږدول شول. کورنۍ يې د شمل درې، ګړوبي غره ته پنا یووړه؛ خو کمونستانو هلته هم پرې د ژوند کړۍ تنګه او له (۱۵) ورځنۍ محاصره وروسته هجرت ته اړ کړل.
الحاج خلیل الرحمن حقاني له خپلې کورنۍ سره له پنځه ورځني پلي مزل وروسته په (۱۳۵۴) لمريز کال کې د کوزې پښتونخوا شمالي وزیرستان، داتاخېلو او له هغه ځايه میرانشاه ته هجرت وکړ. د خپلې کورنۍ د غړو په ځانګړې توګه مولوي جلال الدین حقاني سره يې د کمونستانو، شورويانو پر ضد د جهاد سنګرونه داسې ګرم ساتلي، چې د ملګرو په وينا يې: د خورا سخت جنګ پر وخت به د حقاني صاحب غږ پر همده و.
له امریکا او ناټو سره د بې سياله مبارزې او جهاد پر مهال د لښکر په سر کې درېده او د دې مبارزې په جریان کې په (۲۰۰۳) زېږديز، ډسمبر په (۱۵مه) نېټه د امریکايي او پاکستاني ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ژوندی ونیول شو، وروسته يې پرې تور پورې کړ، چې ګني پوځي ديکتاتور جنرال مشرف ته يې بم ایښی؛ خو تر څلور کلن ربړوونکي زندان وروسته دويم ځلي په پېښور کې بيا شاوخوا یوه مياشت زنداني شو.
په (۲۰۰۹) زېږديز کال کې يې ملګرو ملتونو په تورلېست کې د شاملېدو وړانديز وکړ، چې (۲۰۱۱) زېږديز- فبرورۍ (۹ مه) نېټه د امريکا خزانې وزارت د (۱۳۲۲۴) ګڼې فرمان له مخې په تورلېست کې شامل او پر سر يې پنځه میلیون ډالري جایزه اعلان کړه. خو شهید حقاني يې پروا ونه ساتله او د نيواک پر ضد یې خپلې مبارزې ته تر هغه دوام ورکړ، چې د امریکا وروستی عسکر له افغانستان څخه وشړل شو.
د حاجي خلیل الرحمن حقاني د سوبې او بریا پرېمانه کیسې د ده د سنګر د ملګرو په سینو کې پرتې دي، چې له بریا پرته د ماتې کومه بېلګه نه په کې لیدل کیږي.
۳- په جرګو، مرکو کې ونډه
شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني په ولسي پوهه، قومي درايت او شخړو اواري کې د خپلې کورنۍ له مشرانو دومره زده کړه او تجربه ترلاسه کړې وه، چې د ډېرو لوړو زده کړو څښتنان پسې نشوای رسېدلی. د دوی نيکه قومي مشر و، له مړينې وروسته يې کاکا (ګل محمد خان) ته د مشرۍ پګړۍ ور پر سر کړې وه.
له لوی مصلح ستر غازي مولوي جلال الدين حقاني (رحمه الله) سره خو يې په جرګو، مرکو کې خپله ناسته ولاړه او ولسي، قومي ربړو اوارولو کې ټولې ستومانۍ ګاللې وې. نه یوازې په لویه پکتیا کې د قومي شخړو اواري کې برخوال او مهم نقش درلود؛ بلکې د هېوادنیو مسایلو په حل و فصل کې مخکښ او فعال پاتې شو.
حاجي خليل الرحمن حقاني د کورنیو جګړو پر مهال د حقاني صاحب (رحمه الله) ترڅنګ د جګړې له بېلابېلو لورو سره د سولې او جوړجاړي په برخه کې نه هېرېدونکې هڅې او پر سرو اورونو د خیر اوبه تویې کړې دي. که څوک د جرګو او مرکو په اړه خبرې کوي، یا په دې برخه کې د مصلح په توګه ګام پورته کوي؛ حتماً به د شهید خلیل الرحمن حقاني له کارنامو خبر او د هغه له تجربو ګټه پورته کوي.
۴- خويونه، مهارتونه
شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني د تقوا، صبر، زغم او جرئت څلی و. د ده په شخصیت کې د نرمۍ او جدیت بې ساری ترکیب لیدل کېده، له اړمنو سره به مرستې ته سخت لېواله، سپينه او غوڅه خبره به يې همېش پر خوله وه؛ په نظامي چارو کې ډېر باتجربه او مخکښ و.
د شورويانو د یرغل پر مهال د جګړيیز مهارت او زړورتیا په اړه يې مصري ليکوال او خبریال مصطفی حامد، چې هغه مهال يې شهيد حقاني له نږدې لیدلی، په خپل کتاب «د نړۍ پربام» کې کاږي: خليل الرحمن حقاني د ټانک په وسیله په نښه ویشتلو کې بې ساري ماهر او د دوښمن د لومړیو جنګي کرښو ماتوونکی زړور مجاهد و. د نوموړي نه یوازې ټانک چلول زده او په نښه ویشتلو کې مشهور و؛ بلکې په تخنیک او جوړېدو يې هم ښه پوهېده.
الحاج حقاني زړه سواندی، خاکساره، د بېوزلو او يتيمو لاس نیوونکی و، د خپلې خولې مړۍ يې له بل سره دوه نیمه کوله، په اړمنو به يې چې پيسې وېشلې، که به جيب کې ورسره پاتې نه وې، له بل به يې ورته پورولې. خورا مشفق، پر ماشومانو مهربان او د هغو د ناز و بازار قدر ورسره و. د جرګو او مرکو دې نوميالي او سوله خوښوونکي د هېواد د قومونو ترمنځ د یووالي لپاره شپه ورځ پر ځان یوه کړې وه او د جګړې اور يې په جرګو واژه.
د پراخه سينې، پوره زغم، بشپړې ژمنتيا او ژور ديد په لرلو سره الله تعالی پر ده او کورنۍ له مشره تر کشره بل ته د بښنې داسې غوره خوی لورولی و، چې هر څوک ورته ګوته پر غاښ وو. حاجي خليل الرحمن حقاني به چې د حقاني صاحب (رحمه الله) په څېر په مخامخ جګړه کې دوښمن ونيو، د واره به یې ورته د عفوې غېږ خلاصه او د بښنې ډاډ ورکړ، ورته ويل به یې: ته نور خوندي یې. نه یوازې جامې او پیسې به یې ورکړې، بلکې د خطر له ځایونو به یې د خپلو مجاهدینو په وسیله تېراوه، چې ډېری به بيا له ښه چلند نه په اغېز، نه يوازې خپلې کورنۍ ته ستنېدل نه، بلکې په سختو جګړو کې يې ترڅنګ پاتېدل.
نوموړي هېڅکله، د کوم مسوولیت پر مهال په کوم ځای کې څوک له خپلې دروازې ناهیلي نه دي ځواب کړي، د ستونزې تر حل پورې یې ورسره منډې، ترړې وهلې او لاسنیوی يې کاوه. د ژوند په وروستيو کې که څه هم د کډوالو او بېرته راستېدونکو وزير و؛ خو ولس ته د خدمت په لېونۍ مينې سره يې د ټولنې د هر پوړ وګړو پر مخ د دفتر دوازه پرانيستې ساتلې وه او تر هغې به کور ته نه تلو، چې د وروستي کس غوښتنليک به يې لاسليک کړی نه و. حقيقت کې د ولس دې خدمتګار د خپل ولس منځ کې ځان خوښ او د ستونزو د حل پر مهال باسکون احساساوه.
د الحاج خليل الرحمن حقاني غوره خوی که مهارت وبولو، دا و چې ژر به یې اړېکې جوړولای، ان پاللای او ساتلای هم شوی. د مقابل لوري په نظامي او سیاسي کړیو کې به يې داسې اړېکې جوړولې، چې د دوښمن له مهمو برنامو مخکې له مخکې خبر او مقابلې ته چمتو کېده.
شهيد حقاني د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره د هغه مهال کندهار او اوسني مزارشريف له والي محترم حاجي وفا سره په همغږۍ او بې سارو هڅو وتوانېد، د کندهار په ګډون ننګرهار، کونړ او څو نور ولایتونه د مخکني حکومت له چارواکو سره د منظمو تماسونو او اړیکو له مخې تسلیم او د واک لېږد په سپارلو سره د جګړې او ويجاړۍ مخه ډب کړه. دغسې يې د تېر نظام لوړ پوړو چارواکو ته د خونديتابه په ډاډ ورکولو سره د هر يو کور ته د تګ ستړيا وګاله.
۵- مسوولیتونه
حاجي خلیل الرحمن حقاني له تاندې ځوانۍ د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې بې شمېره مسولیتونو ته اوږه ورکړې، ځينې يې دا دي:
– د هجرت په دیار کې د مجاهدینو د روزنيزو جهادي برنامو مسووليت او د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې مشري. دغسې د هجرت په دیار کې یې د سیاسي مخالفینو، د مصلحینو شورا مسوولیت پر غاړه درلود.
– د شهید سلیمان شاه زغروال غونډ عمومي مسوول.
– په خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، لوګر او جلال اباد کې خپل مجاهدین رهبري کول.
– د خوست، پکتیا په فتحو کې د اووه تنظیمونو نظامي مسوول.
– د ډاکټر نجیب الله د حکومت د واکمنۍ پر مهال د مجاهدینو سرتاسري شورا غړیتوب.
– د کورنيو جګړو پر مهال د ستونزو د حل لپاره د اصلاحي شورا غړیتوب، چې د حایل قوت نظامي او سیاسي مسوول و.
– له صبغت الله مجددي څخه برهان الدین رباني ته د قدرت لېږد او امریکا له دفاع وزیر او پلاوي سره د اووه تنظیمونو په ناسته کې د خپل تنظیم مشري.
– په حل و عقد شورا کې د پکتیا ولایت د قومونو استازيتوب.
– د شوروي ښکېلاک له ماتې او افغان جهاد تر بریا وروسته د جهادي مشرانو تر منځ د اختلافاتو له منځه وړلو لپاره د کعبي شریفي امام په مشرۍ رامنځته شوې شورا غړیتوب.
– د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې د جمهوري ګارډ او خواجه رواش هوایي ډګر مسوول او شمال جبهو د مجاهدينو د محاذ قوماندان، چې د ثور له کودتاه وروسته په ۱۴ کلن جهاد کې يې هم د مجاهدینو د یوه محاذ قومانداني کړې ده.
– د امریکايي تيري پر مهال د مجاهدینو د یوې ډلې قومانداني او د ښکېلاک تر ماتې وروسته د کابل ادارې له چارواکو سره په سوله یيز ډول د نظامي تجهیزاتو د تسلیمۍ او وینې تویېدنې مخنیوي په برخه کې د اړېکو جوړونکی او قایمونکی.
دغسې يې وخت ناوخت د مشر حقاني صاحب (رحمه الله) د کفالت مسوولیت ته اوږه ورکړې، په ډېرو سیاسي او نظامي غونډو کې یې د هغه په استازیتوب برخه اخیستې او د اسلامي امارت بياځلي واکمنۍ سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو چارسمبالی وزير و.
نوموړي په (۱۴۰۲) کال کې د پاکستان له لوري په جبري توګه را ایستل شوي په سلګونو زره افغان کډوال ښه مدیریت او په خپلو اصلي مېنو کې مېشت کړل. په خپله درې کلنه کاري موده کې يې د ګڼو بېرته راستنو شويو هېوادوالو لاسنيوی او د ستونزو د حل په موخه له هېواده بهر سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، پاکستان او اېران ته سفرونه وکړل.
۶- فرهنګي هڅې
حاجي خلیل الرحمن حقاني ته له کتاب او رسنیو سره مینه له کورنۍ په ميراث پاتې وه. دې کورنۍ که څه هم فرهنګيان کم، خو فرهنګپال ډېر زيږولي او د جهادي تاريخ په خوندي کولو کې يې د سر قطار حيثيت لرلی دی. د ده د فرهنګي هڅو له برکته د ارواښاد مولوي محمد یونس خالص په مشرۍ (د اسلامي حزب شهیدانو د ژوندلیکونو) او امریکا د يرغل په مقابل کې د يو شمېر نوموتو شهيدانو د مبارزو او کارنامو خاکې چمتو شوې، چې تمه ده د خپلو خاطرو او يادښتو په ګډون به يې له چاپ راووځي.
له راډیو او ټلوېزیون خبرونه اورېدل، سیاسي بحثونه کتل، ورځپاڼې، مجلې لوستل، له لیکوالو سره د کتابونو د چاپ په برخه کې مرسته او ځینو کتابتونونو ته په خپلو پیسو کتابونه هديه کول يې د فرهنګي ودې او شعور غوړېدا او کلکې ژمنتيا څرګندوی بلل کېدای شي. رسنيو ته یې د خپلو فعاليتونو رپوټونه ورکول، وخت ناوخت یې له هغوی سره ځانګړې مرکې او ولایتونو ته د کاري سفرونو پر مهال نه یوازې د هغو استازي(خبریالان) ځان سره ملګري کول؛ بلکې مينه به يې ورکوله او د ډوډۍ خوړلو پر مهال یې پر یو دسترخوان ترڅنګ کېنول او مجلس به يې ورسره کاوه.
خوارج په هر دور کې د امت د زخمونو تازه کوونکي پاتې شوي دي؛ ظاهراً د دین جامه اغوندي، خو باطن یې د تورو سیورو ډک وي. د دوی زړونه د قساوت ډبرې دي او د مسلمان وینه ورته د اوبو د څاڅکي ارزښت هم نه لري. علماو ویلي چې د خوارجو نښه دا ده چې د حق له نرمو اړخونو تښتي، خو د مسلمان په خلاف خپله توره تیزه ساتي. دوی تل د امت په بدن هغه خنجر وهلی چې د دښمنانو لپاره یې لار هواره کړې ده. دوی امت د یو بل اتل د ویر په ټغر کښېناوه.
۷- شهادت
بالاخره د اسلامي امت دغه ستره هستي، د متحده آیالاتو په تور لېست کې شامل؛ مومن مجاهد، هغه مجاهد چې پر سر یې ملیونونه ډالر انعام اېښودل شوی و، د دوو انقلابونو په جریان کې چا پر کفارو خرڅ نه کړ، مګر د اسلام سرسخته دوښمنانو؛ خوارجو داعشیانو د خپل بادار شروع کړی، په نیمایي کې پاتې شوی کار، پای ته ورساوه، په (۱۴۰۳) لمريز کال د ليندۍ مياشتې په (۲۱ مه) نېټه، شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د کډوالو بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په داخل کې د ماسپښین يوه نيمه بجه دواعشو په یوه ځانمرګي برید کې په شهادت ورساوه. (نحسبه کذالک والله حسيبه)
جنازه يې د لیندۍ پر (۲۲مه) نېټه، د پنجشنبې په ورځ پخپل پلرني ټاټوبي کې، د پرتمينو مراسمو په ترڅ کې ترسره او د زرغون روغه په نوې هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. (پر ګور يې نور)
اې د اسلام ستره شهیده!
ته بریالی وې او بریالی لاړې، تا د اسلام په تاریخ کې د ننګ او میړانې کارنامې د خپل وجود په وینو ثبت کړې او ته د هغه زیري برخه وګرځېدې چې پیغمبر صلی الله علیه واله وسلم په خپله ورکړی او ویلي یې دي، چې زیری دی، د هغه چا لپاره چې خوارج یې ووژل او یا د خوارجو له لوري شهید کړای شو، شهادت لوی نعمت دی، چې د بختورو انسانانو په نصیب او قسمت ګرځي. تا ژوند د اسلام د مقدس دین دفاع ته ځانګړی کړی و، ته اوس نه، بلکې له مخکې شهید شوی وې، هسې د دغې لوړې درجې لپاره د ځمکې پرمخ ګرځېدې. بختور شهیده، ته د داسې چا له لوري په شهادت ورسېدې، چې د نبي کریم صلی الله علیه واله وسلم د څنګ ملګری حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه یې د قران کریم د تلاوت پر محال شهید کړ او وینې یې د سپیڅلې کتاب پر پاڼو توی شوې.
ته اعلی شهید یې، داسې شهید چې مقام دې ډیر لوړ دی، اې د الله ج له نعمتونو برخمنه شهیده! موږ دې لاره تعقیبوو، ژوند او مرګ مو ستا پر مسیر په سر او سترګو قبول کړی دی.











































