د شپږو میاشتو په موده کې د دوهم ځل لپاره دا خبر اورو، چې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ او د زلمي خلیلزاد په ګډون لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، د اتباعو پر مسایلو او په افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په تړاو د ا.ا لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو کتنو او په هر اړخیزو خبرو بوخت دی.
کله چې امریکا له خپلو متحدینو او اشرباڼو سره پر افغانستان یرغل وکړ او د زور له لارې یې دلته حاکم د طالبانو اسلامي تحریک/اسلامي امارت ړنګ کړ؛ د نړۍ په هر ګوټ کې د ا.ا.ا خواخوږي مسلمانانو په خپلو درد ناکو لیکنو او تبصرو کې د افسوس څرګندونه کوله او دا خبره به ډیره تکرارېده: “لکه چې هر څه ختم شول”.
خو د طالبانو آند بدل و، طالبانو به ویل، چې “هر څه ختم شول” دا تأثر ناسم دی؛ بلکې اوس نوې لوبه شروع شوه، چې وروستی نتیجه به یې ان شآء الله د لست له سر نه د لست پای ته د امریکا را تلل وي، دا دی نن وینو، چې امریکا د لست په کوم ځای کې قرار لري. د دې نتیجې اټکل په اول ځل خپله محترم امیر المؤمنين لوی ملا صاحب، ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله کړی و.
که څه هم اټکل یې سم وخوت خو یو څه اوږد شو؛ ای کاش! په ژوند یې خپل آټکل لیدلی وی! د اټکل د ناوخته کیدل به ښایي نورې وجې ولري؛ خو یوه وجه دا کیدای شي، چې ځینو سیمه ایزو هغوی له احساساتي چلند او بیړې کار واخیست، چې نه یوازې دې کار ا.ا ته مشکلات پیدا کړل؛ بلکې د هغوی خپله مبارزه یې هم ګډوډه کړه. که چیرې د بېلا بېلو محاذونو پرځای ټول قوت په تدبیر او حکمت سره د ا.ا په ملاتړ کار کړی وای؛ نو کېدای شي د ملا صاحب په ژوند کې به یې آټکل ثابت شوی وای او د “پلاویو د تګ راتګ او خبرو اترو” دا خبرونه به اوس زاړه وای.
چیرې مې لوستې و، چې کله جنرال صدر ایوب خان سیاسي فعالیتونه پیل کړل؛ نو آغا شورش کشمیري په یوه غونډه کې د وینا پرمهال د هغه د مارشل لا یادونه داسې وکړه: “هغه چې څومره وخت صدر ایوب پاتې شو، همدومره وخت مونږ د ایوب صبر اختیار کړی و”.
د آغا شورش کشمیري دا خطیبانه جمله ډیره پر ځای ده او د ۱۱ د سپتمبر نه وروسته د امریکایي یرغل لاندې افغانستان کې زموږ او زموږ د ملت همدا حالت و، چې “مونږ د خپلواکۍ د اخیستلو لپاره د ایوب صبر اختیار کړی و”.
مونږ په دې باور و، چې پر افغانستان دا یرغل به هېڅکله بریالی نشي؛ ځکه چې اشخاص یا ډلې شاید د زور له لارې ماتې وخوري؛ خو مګر ملتونه د زور له لارې نه ماتیږي.
د ا.ا.ا په اړه نړۍ دا غلط فهمي په هماغه وختو کې وکوله، چې ګواکې ا.ا یوه ساده وسلواله ډله ده، چې خپله کړې خبره نه پرېږدي او باید کلکه سزا ورکړل شي؛ خو مګر د لویو طاقتونو څخه د دې خبرې په درکولو کې ډیر کلونه تېر شول، چې ا.ا یوازې یوه ډله نه؛ بلکې د افغان ملت غیرت، له اسلام او شریعت سره هغه مینه ده، چې د ا.ا.ا په نوم کې را ټوکیدلې ده. بیا هم، “دیر آید درست آید”.
د ا.ا د شالید په اړه هغوی ته، چې ښه معلومات نه لري دومره عرض کوم، چې کله شوروي اتحاد افغانستان ته راغی؛ نو د مجاهدینو بېلابېلو ډلو د خپل وطن د آزادۍ او دیني هویت د ساتنې لپاره د جهاد توغ پورته کړ؛ دوی ته د شوروي اتحاد پر ضد جنګ کولو لپاره د نړۍ او غربي قوتونو ملاتړ هم حاصل شو، چې نه تنها افغانانو؛ بلکې سیمې او د نړۍ نورو هېوادونو څخه هم زرګونو کسانو په دې جهاد کې ګډون وکړ، چې په نتیجه کې یې روسي پوځونه له افغانستانه ووتل؛ خو وروسته غربي قوتونو د جهاد میوې ځان ته کش کړې او مجاهدین یې یوازې پرېښودل، ترڅو خپل منځ کې سره وجنګېږي، چې په دې توګه افغانستان د احمد مسعود، انجینر ګلبدین او نورو ډلو ترمنځ د کورنۍ جګړې ډګر وګرځید.
په دې خانه جنګۍ کې د افغانستان بشپړه تباهي او د جهاد ټول اهداف له یوې مخې د منځه تللو ته نږدې شول، چې په همدې مهال د مدرسو له غیږې د دیني زده کړو طالبان، بیلابیل مجاهدین او مخلص ځوانان د مرحو ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ له قندهار نه را پاڅېدل او د امن راوستلو او د اسلامي شریعت د نافذولو په مقصد یې یو منظم ټولګی جوړ کړ. دوی ورو ورو د افغانستان زیاتره برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې او “د افغانستان اسلامي امارت” تر نامه لاندې یې حکومت جوړ کړ.
له دې سره د افغانستان ـ روس د جهاد برخوالو عربو مجاهدینو د اسامه بن لادن په مشرۍ په منځني ختیځ کې امریکایي پوځونه او د اسرایل پلوه لویدیځې پالیسۍ پر ضد غګ پورته کړ او دلته په افغانستان کې میشت شول. لویدیځ پر دې اعتراض وکړ او له طالبانو یې غوښتنه وکړه، چې عرب مجاهدین لرې کړي او اسامه بن لادن امریکا ته وسپاري؛ خو ا.ا دا یو اړخیزه غوښتنه ونه منله او ویې ویل: باید نړيوال او بې طرفه تحقیقات وشي، له دې پرته دوی اسامه بن لادن چاته نشي سپارلی.
بیا په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱مې پېښه وشوه، چې پړه یې پر عرب مجاهدینو واچول شوه او د اسامه د ورسپارلو غوښتنه زیاته شوه. طالبانو دا ونه منله، چې بالاخره د ملل متحد د ترهګرۍ د تعریف یا وضاحت پرته، د امریکا او اشرباڼو لخوا یې په افغانستان ناروا یرغل وشو او طالبان یې له واکه لرې کړل؛ خو هغوی د تسلیمۍ پرځای یې د غرونو لمنو کې جبهات منظم کړل او اشغالګرو سره جنګ ته داخل شول.
د اشغال له پیل سره جګړه هم پیل شوه او تر شلو کالو په افغانستان کې جګړه روانه وه، چې د دوو لسیزو جنګ وروسته بیا هم نه طالبان مات کړل شول او نه له خپلې اجنډا او عزم څخه تیر شول. څه موده وړاندې په اصطلاح د جرمونو د نړیوالې محکمې په نوم کومې غربي ادارې څه اوتې بوتې غوږلې وې؛ دوی ويل، چې لا هم ا.ا دې ته چمتو نه دی، چې د سختو قوانینو د پلي کولو د پرېښودو سره موافق شي او امریکایي پوهان وایي، چې د افغانستان په جګړه کې دا د امریکا ستره ناکامي وه.
خبرې به روانې وي، د پلاویو تګ را تګ به جاري وي، څومره چې جریانات مخته ځي؛ زاړه او نوي اړخونه به هم ورسره را څرګندیږي، همدا شان دا ډول خبرونه به نور هم اورو، چې دغسې خبرونه اوریدل د ډیپلوماتیک بهیر د پرمختګ او د ټولنیز اطمنان څرګندونه کوي او نه تنها دا د طالبانو د حکومت لپاره پرمختګ دی؛ بلکې هغو ته یو روڼ پیغام هم دی، چې په سیمه کې د نورو بارکښان دي، دوی باید نور د نورو د بارونو له وړلو خپلې اوږې سپکې کړي او ځمکني حقایقو منلو ته غاړه کیږدي.
بهرحال! اوس د افغانستان اسلامي امارت په ټول هیواد حاکم دی، کابل باندې سپین توغ رپیږي او له حکومت سره د خبرو اترو، راشه درشه بهیرونه او تماسونه هر خوا روان دي، چې وخت نا وخت له واشنګټن نه هم پلاوي او هم استازي په کې را روان وي، دا لیدنې کتنې، دا پلاوي او استازي دا معنی لري چې د ا.ا.ا په نړیواله سطحه منل شوی حکومت او په راتلونکي نړیوال نظم او سیمه کې د راتلونکې افغانستان په اړه یې رول او خپلواك دریځ د منلو دی او د افغانستان اسلامي امارت یوه ساده وسلواله ډله نه؛ بلکې د کامل شریعت اسلامي چوکاټ او منظم سیاسي نظام دی.