د دیني مرکزونو او علماوو د اعتبار تخریب
د اسلام د زرین لمر له راختو راهیسې تر دې دمه، دیني مدرسو او دیني علماوو د اسلامي امت د هویت په ساتنه، د اسلامي علومو په لېږد، له فکري یرغلونو سره په مقابله او د اسلامي ټولنو په لارښوونه کې بنسټیز رول لوبولی دی؛ دا د امت هغه کلتوري او عقیدوي ستنې دي چې د ټولنې له منځه راپورته شوي او خلک یې له قرآن، سنتو، اخلاقو او فقهې سره اشنا کړي دي.
خو په وروستیو کلونو کې، د امت دا ستره سرمایه له سختو بریدونو سره مخ شوې ده؛ نه په مستقیم ډول د بهرنیو دښمنانو له خوا، بلکې د امت له دننه د داعش په نوم د یوې وژونکې وسلې په واسطه.
داعشي خوارج له دیني احساساتو، جهادي ادبیاتو او سپېڅلو اسلامي مفاهیمو څخه په ناوړه استفادې، ځانونه «د اسلام استازي» معرفي کړل او د درواغو خلافت په اعلانولو، د شریعت د پلي کولو په شعار او د نبوي سنتو په اړه په خبرو کولو سره یې ځانونه د پیغمبر د لارې دوام ورکوونکي وښودل؛ هغه لاره چې د اسلام له روح او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له سیرت سره یې هېڅ ډول ورته والی او همغږي نه درلوده.
بې له شکه د داعش د شومې پدیدې یو له سترو زیانونو څخه دا و چې د دیني علومو ځینې طالبان، په ځانګړې توګه ناپوه ځوانان، د دوی د شعارونو په فریب کې راګیر شول، ساده ځوانان د جهاد، هجرت، د دین د نصرت او له خلافت څخه د دفاع په نومونو د داعش لیکو ته ورغلل، پرته له دې چې د مفاهیمو په ژوروالي یا د دې زهرجن جریان په ماهیت پوه شي.
همدا چاره د دې لامل شوه چې د اسلام دښمنان له دې وضعیت څخه په ناوړه استفادې او د درنو رسنیزو تبلیغاتو په وسیله، دیني مدرسې د خوارجو د روزنځایونو په توګه معرفي کړي؛ هغه جریان چې د دیني مدرسو اعتبار ته یې سخت ګوزار ورکړ او ډیری مسلمانان یې د دې انسان جوړونکي مرکزونو په اړه بدګمانه کړل.
دې پېښې ډېرې ورانوونکې پایلې هم لرلې چې په دې لیکنه کې به یې ځینو مهمو ته لنډه اشاره وکړو:
۱:- په ځینو اسلامي ټولنو کې په دیني طالبانو او مدرسو باندې عمومي بدګماني، په ځانګړې توګه په هغو ځوانانو چې نوي د علم پر لاره روان وو، زیاته شوه او ډیری خلکو د امت د راتلونکي جوړونکو ته په بل نظر کتل پیل کړل.
۲:- دا پېښه د دې لامل شوه، ترڅو هغه کسان چې له اسلام او د هغه له اړوندو مسایلو سره یې ژوره کینه او دښمني درلوده، د دیني مدرسو د فعالیتونو د کنټرول او محدودولو غوښتونکي شي او د دې حیاتي مرکزونو پر وړاندې ژبې را اوږدې کړي.
۳:- دیني مدرسو ته د داعش په تړاو ورکولو سره د خلکو، علماوو او د دیني مدرسو د طالبانو تر منځ ژور اختلاف او بېلتون رامنځته شو، چې دا پخپله د ټولنې معنوي اړخ ته یو وژونکی ګوزار ګڼل کېده.
۴:- په دې موده کې ډیری ځوانانو د دیني مدرسو د بدنامېدو له امله د سیکولریزم باطل فکر ته مخه کړه او په یو طریقه له اسلامي شعایرو څخه لرې شول.
په پایله کې باید ووایو چې د اسلام دښمنانو د داعش له غیراسلامي کړنو څخه په استفادې، نه یوازې په پوځي او سیاسي ډګر کې اسلامي امت ته زیان ورسوه، بلکې په کلتوري او رواني کچه یې په علماوو او دیني مدرسو د خلکو باور په نښه کړ.