د اسلامي هېوادونو د طبیعي شتمنیو د چور و چپاول لپاره زمینه برابرول:
د خوارجو منفورې ډلې داعش راڅرګندېدل په ځينو اسلامي هېوادونو، لکه عراق، سوريه او شمالي افريقا په برخو کې، که څه هم په ظاهر کې د اسلامي خلافت د جوړېدو او د مسلمانانو د دفاع تر غولونکي شعار لاندې رامنځته شول، خو په واقعيت کې يې د لوېديځو قدرتونو لپاره دا زمينه برابره کړه چې په دغو هېوادونو کې په مستقيم او غيرمستقيم ډول لاسوهنې وکړي.
دغه مداخلې چې د دروغجن شعار، یعنې د داعش سره د جګړې او د دې ډلې د لهمنځه وړلو تر نامه لاندې ترسره شوې، په اصل کې د اسلامي هېوادونو د ملي او طبیعي شتمنیو د لوټلو وسیله وګرځېدلې؛ یعنې داعش د لوېدیځ لپاره د یوې وسلې په توګه عمل وکړ، څو د اسلامي امت د شتمنیو د غصب او لوټولو لارې ورته هوارې کړي.
د داعش تر څرګندېدو وروسته، امریکا او لسګونه لوېدیځ هېوادونه او د هغوی متحدین، په چټکۍ سره خپل پوځیان، امنیتي شرکتونه او اقتصادي قراردادیان سوریې، عراق او لیبیا خاورې ته واستول، که څه هم د دوی د شتون دلیل د داعش پر ضد جګړه وه، خو ډېر ژر ټولو ته ښکاره شوه، چې دا ځواکونه تر ډېره له داعش سره په جګړه بوخت نه دي، بلکې د سیمې د تېلو، فاسفاتو، ګازو او نورو زېرمو د نیولو په هڅه کې دي.
په سوریه کې، هغه مهال چې ولس یې له سختې لوږې، فقر او بربادۍ سره مخ و او ورځ تر بلې یې د ژوند سطحه ټیټېده، امریکایي ځواکونه چې د داعش پر ضد د جګړې تر نوم لاندې دغه خاوره ته راغلي وو، د دې هېواد ختیځ ته ولاړل او د دیرالزور او حسکې ګڼ شمېر د تېلو څاهګانې یې تر خپل واک لاندې راوستې او د لوېدیځو شرکتونو په ګټه یې د تېلو استخراج ته دوام ورکړ.
په هماغه وخت کې د سوریې چارواکو بیا بیا اعلان وکړ، چې امریکا هره ورځ تر ۶۶ زره زیاتې بوشکې تېل له سوریې څخه قاچاقوي؛ چې د سوریې د حکومت په وینا، دا کار هېواد ته هر کال له ۱۹ میلیارده ډالرو څخه زیات اقتصادي زیان ور رسوي، په عراق کې هم د داعش د لهمنځه وړلو تر نامه لاندې، د کرکوک، موصل او بصرې د تېلو سیمې په غیرمستقیم ډول د لوېدیځو شرکتونو تر کنټرول لاندې راغلې.
په همدې موده کې د ExxonMobil او BP په څېر امریکایي او بریتانوي شرکتونو د تېلو د استخراج اوږدمهالي قراردادونه ترلاسه کړل، حال دا چې د عراق د مظلوم ولس ونډه له دغو شتمنیو څخه ډېره کمه او ناچیزه پاتې شوه، تر دې سر بیره، د هغو سیمو په بیا رغونه کې چې له داعش څخه ازادې شوې، د فاسفاتو او فلزي معادنو د استخراج قراردادونه هم لوېدیځو شرکتونو ته وسپارل شول؛ یو بهیر چې د عراق اقتصاد یې تر ننه پورې تابع، کمزوری او تړلی ساتلی.
په لیبیا کې، له قذافي حکومت تر ړنګېدو وروسته او د داعش ناڅاپي او مشکوک ظهور سره سم، د فرانسې، ایټالیا او امریکا لپاره د پوځي مداخلې زمینه مساعده شوه، یاد هېوادونه نه یوازې دا چې د لیبیا د تېلو پر زیرمو یې واکمن شول، بلکې د دې هېواد د جنوبي سیمو د سرو زرو او تاریخي آثارو د غلا په بهیر کې هم ښکېل شول، په دې لړ کې راپورونه خپاره شول چې د لیبیا د لرغونو آثارو پراخ قاچاق اروپا ته ترسره شوی او دا ټول د دې تر بهانې لاندې، چې ګواکې د داعش له مالي تمویل څخه باید مخنیوی وشي.
ددې خوارجو تر ظهور وروسته، په اسلامي هېوادونو کې چې څه پاتې شول، هغه ورانویجاړ هېوادونه، دړې وړې اقتصادونه او لوټ شوې سرچینې وې؛ په داسې حال کې چې د اسلام دښمنانو، د همدې جوړشوي کړکېچ له لارې، د تېلو، ګاز، سرو زرو، فاسفاتو او فرهنګي آثارو په بڼه میلیاردونه ډالر لوټ کړل.
دا حقیقت راپه ډاګه کوي، چې داعش د لوېدیځو له پاره د یوې سترې استعماري پروژې مهمه او کلیدي وسیله وه؛ داسې وسیله چې د اسلامي هېوادونو د اوږدمهالي چور و چپاول لپاره یې دروازې پرانستې.